د نـړیـوال نظم زوال او د ټـولـنـیـز مترقی عدالت اړتـیـا

امیر ګران

53

په داووس کی د کاناډا د صدراعظم ډاکټر مارک کارنی، د ډونالډ ټرمپ او نورو رهبرانو ویناوو دا حقیقت څرګند کړ چی نړیوال سیاست د یوه تاریخی چرخش په لوری روان دی ، هغه نړیوال نظم چی له دویمی جهانی جګړی وروسته جوړ او موافقه پری وشوه اوس له ژور اقتصادی ، اخلاقی او د مشروعیت له بنسټیز بحران سره مخ دی ،
د سویزرلینډ په داووس Davos کی د ۲۰۲۶ کال د نړیوال اقتصادی فورم په کلنۍ غونډه کی د کاناډا صدراعظم د خپلی وینا په ترڅ کی اعتراف وکړ چی د لویدیځ په مشرۍ نړیوال نظم د زوال سره مخ ده ، د مارک کارنی وینا د غونډی د برخه والو ، ډله ایزی او ټولنیزی ميډیا له تود هرکلی سره مخامخ او وستایل شوه نوموړی په نړیوال سیاست کی د کاناډا په ګډون د منځنی ځواک Middle Power د جوړیدو وړاندیز وکړ هغه لوی او ځواکمن قدرتونه د نورو هیوادو په داخلی چارو کی په مداخلی او د رژیمونو په بدلولو متهم کړل او زیاته ئی کړه چی نړیوال سیاست د یوه انارشیک او هژمونیستی سیستم په لور روان ده ، کارنی ومنله چی زوړ نظم مړ شوی ، نړیوال قواعد او اصول دروغ دی ، خو ، په نوموړی غونډه کی د ډونالډ ټرمپ وینا د امپریالیزم د ګټو په محور را څرخیده او یواځی د امریکا ګټو ته ئی لومړیتوب ورکاوه چی د عدالت، ګډ مسئولیت او نړیوالی همکارۍ ضد ماهیت ئی درلود،
د نړیوالو اړیکو متخصصین او شنونکی په دی نظر دی، هغه نړیوال سیستم چی وروسته له دویمی نړیوالی جګړی جوړ او د لویدیځو هیوادو لخوا د اصولو پر بنسټ نړیوال نظم ( rules-based order ) وو نور به هماغسی نه پاتی کیږی ، دا نظم یواځی یوه فریب ورکوونکی کیسه وه چی د لویو او امپریالیستی قدرتونو او ځواکمنو هیوادونو نفوذ ئی پټ ساتلی وو په ځانګړی ډول د امریکا د رهبرۍ په اساس ، صدراعظم کارنی د خپلی وینا په دوام وویل ، نړیوال سیاست نن د یوه ژور تاریخی بدلون له پیچلی پړاو څخه تیریږی.

که بشری ټولنه غواړی چی له جګړی، اقلیمی فاجعی، نابرابرۍ او استثماری چلند … څخه ووځی نو باید د زور او استثمار په ځای عدالت، د سیالۍ پر ځای همکاری او همغږی او د ګټو پر ځای انسانیت او د بشری حقونو د ۱۹۴۸ کال جهانی اعلامیی یا ( یونیورسل ډیکلیریشن ) د اصولو او مفرداتو په واقعی مانا د عملی کولو هــڅـی وکړی ، همدارنګه د امریکا د شیکاګو د پوهنتون استاد او د نړیوالو مناسباتو شنونکی او تیوریسن ، جان میرشایمر، استدلال کوی چی نړیوال نظم بی ترتیبه انارشیک سیستم ده هیڅ غوڅه اراده نه شته چی دولتی قدرتونه کنټرول شی او دا انارشیک نړیوال سیستم ځواکمن او ملیتاریستی قدرتونه دی ته اړ باسی چی خپل قدرت لا پیاوړی کړی او هم د ډاډمنی بقا لپاره د سیمه ایزی واکمنۍ او نفوذ لپاره سیالۍ وکړی ، د یادولو ده چی میر شایمر په نړیواله کچه د offensive realism ( تهاجمی یا توهین امیزه واقعیت ) د تیوری بنسټګر بلل شوی ،
شنونکی په دی باور دی چی له دویمی نړیوالی جګړی وروسته کوم  “ نړیوال نظم “ رامنځ ته شو هغه په ماهیت کی امپریالیزم وو ، ملګری ملتونه ، IMF یا نړیوال وجهی صندوق ، نړیوال بانک ، WTO نړیوال تجاتی بنسټ (ورلډ ټریډ اورګنایزیشن) او NATO ( ناتو ) د نړیوال عدالت وسایل نه، بلکی دا د لویدیځ د اقتصادی او پوځی واک او قدرت بنسـټـونه وو چی په نړیواله کچه ئی د سولی په نوم کودتاوی، اقتصادی بندیزونه او هم دودیزی، اسایمیتریک او پراکسی یا نیابتی جګړی پلان او رهبری کولی چی بیلګی ئی ،
=> ایران ۱۹۵۳ د ډاکټر محمد مصدق  حکومت د کودتا په زور نسکوریدل ،
=> چیلی ۱۹۷۳ د ډاکټر سالوادور آلندی د حکومت بی رحمانه نسکورول د جنرال پنوچیت د کودتا له لاری ،
همدا رنګه نکاراګوا ، افغانستان ، عراق ، لیبیا ، غزه فلسطین ، ونزویلا او په لسګونو نور هیوادونه چی دا غیرقانونی مداخلی او اشغال د رژیمونو د بدلولو ، پانګی ، نفت او جیوپولیټیکی دکتورینو او نفوذ په پام کی نیولو سره ، تر سره شوی ،
د ټولنیز مترقی عدالت منشور سپارښتنه کوی چی ،
—> هیڅ دولت حق نه لری چی د نورو خلکو ژوند تباه او برباد کړی ،
—> روغتیا ، تعلیم ، اوبه او کور د خلکو حق ده ، نه د سوداګرۍ لپاره ،
—> د پورونو سیستم ، نوی استعمار ده ،
—> د چاپیریال ککړتیا او اقلیمی بحران د صنعتی هیوادونو جــرم دی ،
—> نړیوال بانک او IMF یا بدل شی یا ختم شی او ،
—> ناتو یا نارتهـ انتلانتیک ارګنایزیشن امنیت او سوله نه راوړی بلکی جګړو ته پراختیا ورکوی ،
په پایله کی موږ باید دا نړۍ او غیرعادلانه سیستم بدل کړو ، او که دا کار ونکړو ، نړۍ به موږ بدل کړی دا یواځی سیاسی بحث نه بلکی د بشریت د بقا پوښتنه ده ، امیرګران .
یادونه : د دغی مقالی د لیکلو لپاره ، د , Wikipedia , World Economic Forum او زما شخصی یادداشتونه مطالعه شوی.

په جرمنی کی د پاکستان د قونسلگرۍ مخ ته لاریون

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.