د جو بایدن میراث ، نیابتی جګړی ، د تروریزم خپرول او د دیپلوماسۍ وژنه
څـو سـاعـتـه وروسته د امریکا د ۴۶ تم جمهور رئیس په توګه د جـو بایدن د ولسمشرۍ څلور کلنه دوره د پـای خواته روانه ده، د امریکا عمومی قوماندان او لوړ پوړی چارواکی خپلی وروستۍ شـېـبی د دی لپاره کاروی چی ولسونو ته ډاډ ورکړی یا ئی وغولوی چی نـړۍ اوس تر بل هر وخت خوندی او باثباته ده ، بایدن څو ورځی وړاندی ویلی وو “ د امریکا متحده ایالات د نړۍ په سیالۍ کی، د څلورو کلونو مخکی په پرتله ، بریالۍ ده ، امریکا قوی ده، زموږ مـتـحـدین ځـواکـمـن او زموږ دښمنان او سیالان کـمـزوری دی “ خو دا ادعاچی امریکا بریالۍ او قوی ده ، د هغو خبرو په څیر مـسـخـره ده چی په پرله پسی توګه د امریکا خلکو ته ویل کیدل چی بایدن ډیر جِدی او د چړی د څوکی په څیر تیز یا تیره ده “ په تیرو څلورو کلونو کی امریکایانو او نړیوالو د جو بایدن فزیکی او ذهنی کمزوری له نږدی ولیده ، کوم چی په بشپړ ډول د امریکا د امپراتورۍ وضعیت څرګندوی ، د دی پرځای چی ځواکمنه شی، خزانه او وسلی ئی د اوکراین او اسرائیلو لپاره مصرف شوی ، امریکا د افلاس او ډیوالی کیدو په حالت کی ده، اقتصادی هوساینه د پرګنو او عامو خلکو لپاره ډیره کمه شوی او یواځی هغه ځانګړی طبقه ئی خوند اخلی چی د استبلشمنټ، مافیائی کارتلونو او حکومتی ځواک سره اړیکی لری ، د امریکا د فارن پالیسی په یوه مقاله کی د سپینی ماڼۍ په بهرنۍ پالیسی او خارجی سیاست نیوکی شوی او هغه ئی ناکامه بللی چی د بیلګی په توګه ځېنو ته ئی لاندی په لنډ ډول اشاره کیږی : ۱ => افغانانو ته د بایدن له توهینه ډکی څرګندونی او د افغانستان د بیا ویشلو توطئـی : جـو بایدن د پخوانی جمهور رئیس بارک اوباما د مرستیال په مقام د دیپلوماتیکو اصولو ، نزاکتونو او خپل منځی سیاسی مناسباتو خلاف ویلی وو چی : ( افغانان به هیڅکله یو موټی او افغانستان به یو هیواد او واحد ملت نه شی ) ، له افغانستان سره د کرکی او نفرت لرلو له کبله جو بایدن پخوا هم غیرمسؤلانه او د دیپلوماتیکو نړیوالو اصولو او Reciprocity ( عمل بالمثل ) ته د اهمیت نه ورکولو غیرمسؤلانه اظهارات پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی صاحب ته کړی وو او هم په عصبانیت ئی ویلی وو چی « افغانستان باید خپله خارجی پالیسی د پاکستان د سیاستونو تابع وګرزوی » ،
د افغانستان د ورانولو او وژلو جهادی او طالبی پروژی د لویو او ښکیلاکی قدرتونو د نړیوالی او سیمه ایزی اجندا ، پاکستانی پوځی استبلشمنټ او Operation Cyclone …. د کښت میوه ده ، په دغه اړوند د شوروی اتحاد پخوانی رهبر میخائیل ګورباچف د فرانسی له مشهوری ورځپاڼی ( فیګارو ) سره په ۲۰۰۹ م کال په خپله مصاحبه کی ویلی وو : ( د نړۍ په کچه موجود ترهګر د امریکا لخوا پیدا شوی ، روزل شوی او اوس امریکا او نور هیوادونه د همدغو تروریستانو د کښت حاصل ټولوی ) ، بایدن باید دا واقعیت ومنی چی “ Truth is The first casualty of war “ یانی د جګړی لومړنی قربانی حقیقت ده ، د افغانستان د خونړۍ تراژیدی دوام د پراکسی جګړو او بهرنیو مداخلو له کبله ده چی له څلورو لسیزو زیاته موده وشوه او لا تر اوسه دوام لری ، باید زیاته شی چی په شمال او جنوب همدا ډول په ۸ زونو د افغانستان د ویشلو پروژی هم چی د بلیک ویل ، اریک پرینس ، لیام فاکس ، ک ګ ب او نورو استخبارتی شبکو لخوا په کار اچول شوی د تاریخ په حافظه کی ثبت دی . ۲ => د روسـیی فدراسیون په اړه : خامخا ډیر احتمال لری چی د بایدن میراث به نهایتاً په اوکراین کی د امریکا او ناتو د پراکسی جګړی په تړاو وی ، کله چی بـایدن په سپېنه ماڼۍ کی د جمهوری ریاست دفـتـر ته داخل شو ، دا له مخکی ټاکل شوی نه وه چی د روسـیـی ولسمشر ولادیمیر پـوتـین به په ۲۴ فبروری ، ۲۰۲۲ نېټه کی د اوکراین د یـرغل امـر وکړی ، هــو ، بایدن د امریکا او روسـیـی د اړیـکو په یوه ټیټ پړاو کی واک ته ورسید ، هغه مهال د امریکا او غربی نړۍ ډله ایزو رسنیو د ( “ Russia-gate “روسیه- گـیـت یا رسوائی ) په اړه د دروغجنو کیسو یا تبلیغاتو په خپرولو سره د مسـکو په ارتباط بحث خراب کړی وو ، اړین یادداشت : روسیه ګیت یا رسوائی : ۱ – د ۱۹۹۰ یمو کلونو په ورستیو کی یوی رسوائی ته زمینه برابره شوه کومه چی د بوریس یلتسین د انارشۍ او اداری لخوا په میلیاردونو ډالر د لویدیځو بانکونو لکه نیویارک بانک په مرسته مینځل شوی وو . ۲ – ( د امریکا سیاست غیر رسمی ) هغه لانجه او د روسیـی په اړه تحقیقات چی د امریکا د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو وروسته را پورته شول کله چی د ټـرمـپ د اړوند کسانو او د روسیـی د چارواکو تر منځ څو ځله پـټـی اړیکی وموندل شوی ، د یادداشت پای . د هغه وخت ولسمشر ډونالډ ټـرمـپ په ۲۰۱۶ کال کی د واشنګټن او مسکو اړیکو د ښه کولو ژمنه نه وه پوره کړی . کله چی په ۲۰۲۱ م کال کی بایدن په سپینه ماڼۍ کی واک ته ورسید ، د ټرمپ څلورکلنه دوره ئی تعقیب کړه ، په روسیه باندی ئی بندیزونه ولګول ، روسی ديپلوماتان ئی له امریکا څخه وشړل ، د وسلو کنټرول تړونونه ئی له منځه یووړل ، ناتو ئی پراخه کړه او اوکراین ته ئی وسلی ورکړی .
له دی سره سره بایدن او د سپینی ماڼۍ د پالیسیو نورو پلی کوونکو ته کافی وخت وو چی دا مسایل حل کړی ، د بایدن د ریاست جمهوری د لومړیو اجراآتو څخه یوه ئی له روسـیی سره د “ نوی سټارت تړون New Start Treaty “ د تړون تمدید وو چی د دواړو هیوادونو د اټومی وسلو پروګرامونه ئی محدود کړل ، د روسـیـی لخوا د وسلو د کنټرول د همکارۍ د لیوالتیا سره سره ، د بایدن اداری د منځنی واټن د اټومی وسلو تړون او د “ Open Skies “ تړون چی واشنگټن د ټـرمپ د لومړۍ دوری په جریان کی پریـښود ، بیا ژوندی کولو ته زړه ښه نه کړ ، وروسته د بایدن اداری د اوکراین په تړاو داسی چلند او ستراتیژۍ پیل او عملی کوله لکه چی دا هیواد د ناتو غړی هیواد وی ، د دی په ځواب کی د ۲۰۲۱ م کال په پای کی ، مسکو ، واشنگټن ته یو وړاندیز ولیږه څو په اوکراین کی د جګړی مخنیوی وشی او هم د نوموړی هیواد د ناتو غړیتوب به د کریملین لپاره ســره کـرښــه وی ، چی د مسکو د بنسټیزو امنیتی اندیښنو ګواښ ئی کاوه ، ښکاره او واضح وه چی کریملین به د اوکراین د ناتو د غړیتړب د مخنیوی لپاره جګړی ته ولاړ شی .
د دی پرځای چی د روسـیـی وړاندیز په پام کی ونیسی او له مسکو سره خبرو ته کښېـنی ، د بایدن اداری هیڅکله هم په غوڅه توګه د دیپلوماتیکی لاری غور ونه کړ . د سپـېـنی ماڼۍ لوړ پوړی چارواکی ډیرک شولت د اوکراین د جګړی وروسته وضاحت ورکړ : “ سپینی ماڼۍ روسانو ته واضح کړی وه چی موږ له دوی سره د هغو امنیتی انديښنو په اړه چی دوی ئی مشروع فکر کوی ، مذاکراتو ته چمتو یو لکه د وسلو د کنټرول ګواښ ، نوموړی زیاته کړه چی سپیتی ماڼۍ داسی ارزولی وه چی دا موضوع د اوکراین د ناتو د غړیتوب په هکله نه ده ، وخت ښودلی چی دا اندیښنه ناسمه وه ، ځکه چی له جګړی دوه کاله تیر شوی او د پوتین غوښتنی په زیاتیدونکی توګه بدلی شوی نه دی ، مسکو د اوکراین په بی طرفی او د نیول شویو سیمو د رسمیت پیږندلو غوښتنه کوی . په اوکراین د روسـیـی له یرغل څخه وروسته ، یو توافق د ترکیـی په منځکړیتوب د جګړی په لومړیو کی ترسره کیده ، کله چی کـیـف نوموړی موافقی ته نږدی وو د هغه وخت د بریتانیا لومړی وزیر ، بوریس جانسن اوکراین ته واستول شو تر څو د اوکراین مشر زیلینسکی د دی تړون له امضاء کولو څخه راوکرځوی . څو میاشتی وروسته واشنګــټـن پوســت د اوکراین د جګړی په اړه یو مـهـم حـقـیـقـت افشا کړ ، په داسی حال کی چی په امریکا کی بایدن او ټـيـم ئی او د ناتو په سازمان کی د غړو هیوادو ځینو رهبرانو ادعا کوله چی جګړه د اوکراین د بی ګناه خلکو د ژغورلو او د دغه هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او دموکراسۍ لپاره ده خو حقیقت دا ده چی سپینی ماڼۍ په اوکراین کی د یوی نیابتی جګړی د پیلولو پریکړه کړی وه ، د دوی ستراتیژیکی موخی دا وی چی جګړه اوږده او روسیه هم کمزوری او هم بی ثباته کړی ، د یادولو ده چی په ۲۰۱۴ م کال کی ئی د ویکتور یانوکوویچ ( Viktor Yanukovych ) د را پرزولو دسیسه هم د یاد شویو ستراتیژيکو او جیو ایکانومیکو اهدافو لپاره پلان شوی ول ، ما د پروفیسور جیفری ساکس چی د کولمبیا د يونیورسیټی د نړیوال اقتصاد د چارو متخصص ده او په تیرو کلونو کی د ګورباچف ، یلتسین او په اوکراین کی د یانوکوویچ د رژیمونو اقتصادی مشاور پاتی شوی یو ویډیو کلیپ اوریدلی چی هغه وائی ( په ۲۰۱۴ م کال کی د رژیم د ړنګولو په دسیسه کی زما د سترګو وړاندی ډالر تقسیم شوی ) .
په تیرو دوه نیمو کلونو کی بایدن د کیـف رژیم ته تقریباً ۲۰۰ میلیارده ډالر د وسلو او پیسو په بڼه ورکړی دی ، ولی حقیقت دادی چی دغی نیابتی جګړی د اوکراین د حاکمیت ، ډیموکراسۍ او ارضی تمامیت د خوندی کولو پر ځای ، د څلورو سیمو برخلیک د مسکو له لوری د الحاق زمینه برابره کړی ، برسیره پر دی زیلینسکی په اوکراین کی په مؤثره توګه ډیموکراسۍ ختمه ، د مطبوعاتو او مذهبی ازادیو مخنیوی شوی او انتخابات لغوه شوی دی . ۳ => په اسرائیلو او منځنی ختیځ کی د جـو بایدن د سیاستونو رســنـیـز انعکاس : د بایدن دویمه نیابتی جکړه په مـنـځـنی ختیـځ کی وه ، د ۲۰۲۳ م کال د اکتوبر د اوومی نېټی کوم چی د حماس او نورو متحدو ډلو ئی ، په اسرائیلو کی د ملکی خلکو په اجتماع باندی وسله وال همغږی کوونکی برید وکړ ، دا حمله چی د غـزی له تراړی د اسرائیلو په جنوبی سیمه کی تر سره شوه د الاقصی توپـان په نوم وه او د جهاد اسلامی فلسطین ، د خلکو د مقاومت کمیټی ، د فلسطین د ازادۍ د خلکو جبهه ، د فلسطین د ازادۍ دموکراتیکه جبهه ، د الاقصی د شهیدانو بـریـګـیـډ ، د فلسطین د ازادۍ غورځنګ او د فلسطین د عملیاتو ګډه خونه ( په مختلفو نومونو ۷ جګړه ایز کنډکونه ) چی د حماس ډلی ئی رهبری کوله د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د میاشتی په ۷ نېټه د سهار د شپږو بجو په شاوخوا کی د لیږ تر لیږه ۳۰۰۰ راکټونو د ویښتلو په وسیله پیل او وروسته وسله والی ډلی د نقلیه وسايطو په درلودلو د اسرائیلو جنوب ته ننوتلی ، دفاعی سنګرونه ئی مات او د موسیقۍ د جشن په ګډون کوونکو او نورو امنیتی پوستو حملی پیل شوی چی د ډله ایزو رسنیو د راپورونو په اساس مجموعاً ۱۱۳۹ کسان ووژل شول چی ۶۹۵ غیرنظامی له هغی جملی ۳۸ ماشومان ، ۷۱ خارجیان او ۳۷۳ امنیتی ځواکونه یاد شوی او هم د ۲۵۰ نفرو په شاوخوا کی چی په ترکیب کی ئی غیرنظامی ، د اسرائیلی قواوو سرتیری او ۳۰ ماشومان ول د یرغمل په توګه د غزی تراړی ته انتقال شول د حملو د دفع کولو په ځواب کی اسرائیلی ځمکنیو او هوائی ځواکونو هم په ظالمانه او بی رحمانه توګه په غزی تراړه کی عملیات پیل کړل چی تقریباً یو کال او دری میاشتی په بی رحمۍ او قساوت سره ئی دوام درلود ترڅو د ۲۰۲۵ م کال د جنوری د میاشتی په ۱۹ نېټه د حماس او اسرائیلو د حکومت په منځ کی په اوربند موافقه وشوه ، څرګنده نه ده چی دوام به ولری یا خیر ، او عملی به شی که نه ؟ د نړیوالی جزائی محکمی ( ICC ) ، د جنوبی افریقا حکومت ، پارلمان او محکمو او هم په نړۍ کی د ویش او انصاف غوښتونکی وجدان درلودونکو او ټولو نهادونو د نـتـنـیاهو په مشرۍ د اسرائیلو د حکومت او وسله والو ځواکونو دا جګړه ایز عملیات چی د ۴۷۰۰۰ بی ګناه خلکو له هغی جملی د ۲۰۰۰۰ په شاوخوا کی د اطفالو او ښځېنه وو خوږ ژوند ته ئی خاتمه ورکړه په کلکه غندلی او دا ئی بشری جنایت ، ډله ایزه وژنه ( collective punishment ) ، او نسل وژنه یا Ethnic Cleansing یاد کړی چی له ۱۵ مـئ ۱۹۴۸ پیل او تر اوسه دوام لری په دغه تړاو د لندن په یوه پوهنتون کی دتاریخ استاد اسرائیلی پروفیسور Ilan Pappé په خپل کتاب کی مدلل فاکټونه او اسناد وړاندی کړی ، د غزی ورانول او نابودی د راتلونکو نسلونو لپاره د اسرائیلو په جیوپولیټیکو اهدافو او د ګریټر اسرائیل په نقشه کی شامل دی ، چی متاسفانه د بایدن اداری ئی په میلیاردو ډالرو مرسته کړی چی دا هم په نړیوالو رسنیو کی د بایدن د legacy یا میراث په نوم یاد شوی ، د هایتی او نورو پېښو په هکله به که فرصت مساعد وو بحث ادامه ولری.
یادونه: د پورتنۍ لیکنی لپاره د ( کایل انزالون شو ) چی د conflicts of interest شریک کوربه دی استفاده شوی .
د ۲۰۲۵ کال د جـنـوری ۲۰
له افغانانو سره د پاکستان د حاکمی طبقی او ځینو نورو ډلو نمک حرامی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
		د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
		له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668 
Account for international payments: NO15 0530 2294 668 
Vipps: #557320
 
			 
						
Comments are closed.