په جرمنی کی د پاکستان د قونسلگرۍ مخ ته لاریون

86

په جرمنی کی د پاکستان د قونسلگرۍ مخ ته لاریون :
د افغانستان په فضائی حریم او ځمکنۍ بشپړتیا د پاکستان د وسله والو ځواکونو د پرله پسی تیریو په ضد د نوموړی هیواد د قونسلگرۍ مخ ته ، د ښځېنه وو په ګډون په سلګونو افغانانو احتجاجی مظاهره وکړه ، په مظاهره کی ما هم برخه اخیستی وه او د وینا په ترڅ کی می د پاکستان د پوځی ځواکونو بی شرمانه او غیرقانونی تیری وغانده چی د وینا یوه برخه په لاندی ډول ده :
د پاکستان د مزدور پوځ لخوا د ګران افغانستان په هوائی فضا او ځمکنۍ بشپړتیا تجاوز په کلکو الفاظو غندم ، دا تجاوز د نړیوالو قوانینو څخه ښکاره ، لوڅه او کرغیړنه سرغړونه ده ، دا تجاوز د
ملګرو ملتو د ۱۹۴۵ کال د منشور د ۲ مادی ( ۴  ) فقره او ۵۱ مادی ،
همدا ډول د شیکاگو د ۱۹۴۴ کال او هم د جینوا د ۱۹۴۴ کال د کنوانسیونونو په خلاف ده ،
د پورتنی پروتوکولونو په ځینو برخو کی راغلی چی ، که په کوم هیواد وسله وال برید وشی د هغه هیواد دولت د فردی یا ګډی دفاع حق لری ، موږ د تاریخ شاهدان یو چی زور ، ظلم او بی عدالتی دایمی بڼه نه لری یواځی حق ،قانون او منطق پاتی کیږی ، د پاکستان Deep State  یا پوځی ځواکمن استبلشمنټ لاندی سناریوگانو ته په کتو خپل دوکتورین په مخ بیائی :
۱ -> په پښتونخوا او بلوچستان کی له سختو تلفاتو او امنیتی ژور بحران سره مخامخ دی ، غواړی هغه افغانستان ته انتقال کړی ،
۲ -> د ډیورند د فرضی کرښی دواړه غاړی ناامنه وساتی او هلته د ډالری عایداتو د کمائی لپاره نیابتی جګړه جاری وی او هم جګړه ایز اقتصاد ته پراختیا ورکړی ،
۳ -> د پوځ مشر عاصم منیر او شهباز شریف د ټرمپ له اداری سره په پټو معاملو کی د پښتونخوا او بلوچستان منرالی او معدنی عایدات او شتمنۍ د پسنی بندر له لاری ، امریکا ته انتقالوی ،
۴ -> د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د Sky News د تلویزیون د خبریالی د پوښتنی په ځواب کی اعتراف وکړ چی ( د پاکستان حکومتونو له دریو لسیزو څخه په زیاته موده کی د امریکا ، غرب او برتانیا لپاره پراکسی یا نیابتی جګړی کړی ) او اوس هم غواړو ، ډالری جګړی د ډیورند د فرضی کرښی دواړو خواوو ته پراختیا ورکړو .
۵ -> د پاکستان پوځی واکمنان د افغانستان او هند دوستانه او نږدی اړیکی نه غواړی ، هـڅی کوی چی دا اړیکی زیانمنی وی او د هند دیپلوماتیک او اقتصادی نفوذ نه شی منلای ،
۶ -> پاکستان له ژور اقتصادی بحران سره لاس او ګریوان ده ، په میلیاردونو ډالر خارجی قرضه لری ، چی هر کال باید ۲ تر ۴ میلیارده ډالر د دغو پورنو سود ورکړی چی هغه نه شی ورکولای ، چین ، عربستان ، متحده عربی امارات او نړیوال وجهی صندوق ، دا څو کاله د قرضونو سود ځنډوی ، حتی چین د CPEC ( چین – پاکستان اقتصادی دهلیز ) د ML-1 یا مین لاین – ۱ چی له کراچۍ تر پیښوره د نوموړی دهلیز یوه مهمه پروژه او د ۶٫۸ میلیاردو ډالرو لګښت قرارداد منل شوی وو ، له دغه پروژی په شا شو او پاکستان له اسیائی انکشافی بانک څخه د مداخلی او مرستی غوښتنه وکړه ،
۷ -> په پای کی باید ووایم چی پاکستان په سختو مشکلاتو او بحرانونو کی راګیر ده ، د افغانستان د بی ثباته کولو په ځای خپله له بی ثباتۍ سره مخامخ ده ،
هغه ستراتیژیک عمق چی دوی ورته ستراتیژیکی سرمایه ویله هغه په ستراتیژیک تهدید بدلیدونکی ده.

درنښت

امیرګران

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.