له پرله پسې ماتو وروسته، د افغانستان د ملي لوبډلې مشر روزونکي جانټن ټراټ پر افغان کرېکټ بورډ (ACB) توندې نیوکې کړې دي او ویلي یې دي، چې روزنیز ټیم سره هېڅ ډول سلا مشوره نشته.
ټراټ دا څرګندونې د اکتوبر په ۲۲مه، د زیمبابوې پر وړاندې د افغانستان تر ماتې وروسته وکړې.
نوموړي ویلي، له آسیا جام وروسته تراوسه د لوبغاړو د غوره کولو په اړه له هغه سره هېڅ راز مشوره نه ده شوې او د بورډ له مشرتابه او چارواکو سره یې د هر تماس هڅه بې پایلې پاتې شوې ده.
هغه زیاته کړه: «خواشینوونکې خبره دا ده، چې د لوبډلې په ټاکلو کې مې هېڅ نظر نه دی اخیستل شوی. له څو اوونیو راهیسې هڅه کوم له مشر او لوړپوړو چارواکو سره اړیکه وکړم، خو هېڅ ځواب نه راکوي. له آسیا جام وروسته هېڅ اړیکه نه شته.»
ټراټ دا هم ویلي، حتی د روزنې نورو غړو ته هم د مشورې فرصت نه ورکول کېږي.
د جانټن ټراټ دا څرګندونې هغه مهال دي، چې افغان کرېکټ بورډ او لوبډله د وروستیو کلونو تر ټولو ستونزمن حالت کې ده.
افغان ملي لوبډله د ۲۰۲۵ آسیا جام له سیالیو د پاکستان او بنګله دېش پر وړاندې له ماتو وروسته د ګروپ په پړاو کې ووتله، وروسته یې له زیمبابوې سره دوه پرله پسې ټيسټ لوبې هم وبایللې. د دې ترڅنګ، افغانستان د همدې میاشتې سر کې د درې اړخیزې لوبلړۍ پایلوبې ته هم ونه رسېد، چې په کور دننه یې د مینه والو ترمنځ لویه نارضایتي رامنځته کړه.
په ټولنیزو شبکو کې ګڼو مینه والو د افغانستان پر کرېکټ بورډ او غوراوي کمېټې د انډیوالبازۍ، واسطو او د میراثي کرېکټ تورونه لګولي دي. د دوی په باور، ځینې لوبغاړي یوازې د شخصي یا کورنیو اړیکو پر اساس لوبډله کې دي، که نه هېڅ وړتیا نه لري.
په ټولنیزو رسینو کې د افغانانو یو عام پيغام دا دی چې، «لوبډله د افغانستان ده، نه ده څو کسانو شخصي ملکیت.»
کرېکټ شنونکي او پخواني لوبغاړي وايي، که کرېکټ بورډ غواړي د لوبډلې باور او ثبات بېرته راولي، باید د لوبغاړو په ټاکنه کې روڼتیا او مسلکیتوب غوره کړي او له هر ډول اړیکپالنې ډډه وکړي.
د معلوماتو له مخې، د جانټن ټراټ دنده چې د افغان لوبډلې د مشر روزونکي په توګه یې ترسره کوي، د روان میلادي کال تر پایه ختمېږي، خو د دندې د بیا غځېدو په تړاو تراوسه څه نه دي ویل شوي.
د افغانستان کرېکټ بورډ تراوسه د ټراټ د څرګندونو په اړه هېڅ غبرګون نه دی څرګند کړی.
ABN
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.