په ډېری ادارو کې لیدل کېږي چې د کارکوونکو استعفاوې له ژورې او اصولي ارزونې پرته سمدستي منل کېږي، چې پایله یې د باتجربې او ارزښتمنو بشري سرچینو له لاسه ورکول وي.
د یو کارمند د استعفا ترلاسه کول کېدای شي د ادارې لپاره ناارامه کوونکي وي، خو باید دا په یاد ولرو چې استعفا د سوداګرۍ او سازماني ژوند یوه طبیعي برخه ده. لکه څنګه چې متل وایي: «نړۍ وړه ده»؛ پخواني کارکوونکي کېدای شي په راتلونکي کې بېرته د یوه پېرېدونکي (Client) په توګه راستانه شي، یا د یوه مهم شریک بنسټ برخه وګرځي.
له همدې امله، هره استعفا باید د اوږدمهاله اړیکو د پیاوړتیا د فرصت په توګه وکتل شي. دا چې اداره دغه حالت څنګه مدیریت کوي، په مستقیم ډول د شرکت پر شهرت، د پاتې کارکوونکو پر روحي وضعیت، او د استعداد د ساتنې پر وړتیا اغېز لري.
د کارمند د استعفا اغېز
د کارکوونکو ارزښتي وړاندیز (Employee Value Proposition – EVP) د استعداد د جذب او ساتنې یو بنسټیز او ستراتیژیک عنصر دی. دا چې اداره د کارمند استعفا څنګه اداره کوي، په مستقیم ډول پر EVP اغېز کوي.
کله چې یو کارمند اداره پرېږدي، دا د ادارې لپاره یو مهم فرصت دی تر څو خپل سازماني کلتور، ارزښتونه او مسلکي چلند په عمل کې وښيي.
یو منظم، درناوی لرونکی او اسانه د وتلو بهیر (Exit Process) کولی شي د ادارې کارکوونکي برانډ د یوه مثبت، ملاتړي او باور وړ کاري چاپېریال په توګه لا پیاوړی کړي. برعکس، یوه منفي تجربه کولی شي د ادارې شهرت ته زیان ورسوي او په راتلونکي کې د لوړ کیفیت لرونکو استعدادونو جذب ستونزمن کړي.
راځئ وګورو چې څنګه دا بهیر په مسلکي ډول مدیریت کړو، څو هم مثبت برانډ انځور وساتو او هم د استعفا ورکوونکي کارمند د ساتلو امکان زیات شي. حال دا چې مسلکي اداره باید د داسې پرېکړو تر منلو وړاندې د موضوع ټول اړخونه په دقت وڅېړي.
که د یوې ادارې یو ارزښتمن او کلیدي کارمند د استعفا پرېکړه وکړي، نو تر هر څه وړاندې باید اداره هڅه وکړي چې د استعفا اصلي لاملونه په درناوي، حوصله او مسلکي چلند سره درک کړي، نه دا چې بې له څېړنې یې ومني.
۱. فعاله اورېدنه او درناوی
اداره باید له کارمند سره په ارامه او محرم فضا کې ناسته وکړي، خبرې یې په پوره حوصله واوري او هغه ته ډاډ ورکړي چې نظر، احساس او دریځ یې ادارې ته ارزښت لري. دا چلند د باور او متقابل احترام فضا پیاوړې کوي.
۲. د استعفا د لاملونو پېژندنه
اکثره استعفاوې یوازې د معاش له امله نه وي، بلکې لاندې عوامل پکې مهم رول لري:
د مسلکي ودې او پرمختګ نشتوالی
د هڅونې او قدردانۍ کموالی
زیات کاري فشار یا ناسم کاري چاپېریال
د مدیریت له چلنده ناخوښي
د مسؤلیت او واک ترمنځ عدم توازن
د اصلي لامل پېژندنه د ستونزې د حل لومړنی او اساسي ګام دی.
۳. عادلانه او عملي حل لارې وړاندې کول
که ستونزه د ادارې د امکاناتو په چوکاټ کې د حل وړ وي، نو اداره کولی شي لاندې وړاندیزونه مطرح کړي:
د معاش او امتیازاتو بیاکتنه
د مقام لوړول یا د دندې بدلون
د مسؤلیتونو روښانه کول
د کاري ساعتونو انعطاف
د مسلکي روزنې او پرمختګ فرصتونه
دا اقدامات باید واقعي، عادلانه او د پالیسۍ له اصولو سره سم وي.
۴. د ارزښت څرګندول او قدرداني
کارمند ته باید په څرګنده توګه وویل شي چې د هغه شتون ادارې ته څومره مهم دی، او د هغه لاسته راوړنې باید وستایل شي. ډېری وخت یوازې دا احساس چې «زه مهم یم» د کارمند پرېکړه بدلوي.
۵. د ګډون او ابتکار فضا رامنځته کول
اداره باید کارمند د پرېکړو په بهیر کې شریک کړي او د نوښت لپاره یې وهڅوي، څو ځان د ادارې یو مهم غړی احساس کړي، نه یوازې یو عادي مامور.
۶. د پرېکړې لپاره مناسب مهلت
پر کارمند باید فشار و نه شي چې سمدستي وروستۍ پرېکړه وکړي. غوره ده څو ورځې وخت ورکړل شي، تر څو له احساساتي حالت څخه ووځي او په ارامه فکر وکړي.
۷. د انساني کرامت ساتل
که له ټولو هڅو سره سره هم کارمند پر خپلې استعفا ټینګ پاتې شي، نو اداره باید دا پرېکړه په درناوي ومني، ځکه مسلکي مدیریت پر فشار او جبر نه، بلکې پر اخلاقو او انساني ارزښتونو ولاړ وي.
پايله کې ويلي شو چې بریالۍ اداره هغه نه ده چې خلک یوازې وساتي، بلکې هغه دی چې:
د کارکوونکو ستونزې درک کړي
د هغوی ارزښت وپېژني
د ارزښتمن کارمند ساتنه یوازې احساساتي موضوع نه ده، بلکې:
یو ستراتیژیک
اقتصادي
او انساني تصمیم دی
او داسې کاري چاپېریال رامنځته کړي چې کارکوونکي پکې د پاتې کېدو لېوالتیا ولري.
ماخذ:
www.michaelpage.co.uk
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.