د پښتو په اوسنۍ شاعرۍ کې د شدت پر وړاندې رواني مقابله او مستقیمه ژبه یو مهم اړخ دی چې زموږ پښتو شاعري ورسره مخامخ ده.
که وګورو په اوسنۍ پښتو ټولنه کې شدت یوازې فزیکي جګړه نه ده، بلکې بېلابېلې ننګونې دي چې شاعر دا شدت هره ورځ حس کوي، نو شعر یې د ژوندي تجربې محصول ګرځي او د خیال جوړښت په نظر کې نه نیسي.
په دا ډول شعرونو کې شاعر وسله نه اخلی٬ شعار نه ورکوي خو چیغې وهي او مقاومت کوي خو دا مقاومت بېرته د شاعر ځان ته راجع کیږي٬ ځکه شاعر باید اعتراف وکړي٬ پوښتنې وکړي او طنز وکاروي.
بله خبره د مستقیمې ژبې خبره ده ٬ شاعر دا ډول ژبه د وخت اړتیا بولي ځکه ابهام نه ځان ساتي چې شدت وضاحت ته اړتیا لري او درد خو استعاره نه شي زغملای.
شاعر غواړي چې خبره یې سمدستي واورېدل شي نو برسیرنې خبرې کوي٬ ولسي اصطلاحات کاروي او ورځنی قاموس کاروي.
بل دا چې د اوسنۍ شاعرۍ په دا ډول ماډل کې شاعر ځان نه پټوي او خپل ځان هم واضح څرګندوي٬ دا جرت دی او له درواغ ځان لري ساتي.
دا ډول ماډل د جوړولو لپاره په پشتو شاعرۍ کې ډېر شاعران شته چې خپل قلم یې ازمایلی خو ښاغلی عزت الله ځواب شاعري یې ځکه ښه مثال کیدلای شي چې دا تله یې درنه ده چې شعر یې هم شدت لري، هم رواني مقابله او هم مستقیمه ژبه کاروي.
ملګرو شور په څه دی؟ کړنګ په څه دی؟
چې دا زمونږ د خلکو جنګ په څه دی؟
مخکې له دې چې دا بیت د ټاکل شوي ماډل له مخې تشریح کړو بیت له ځان سره یو خوږ او نرم اهنګ هم لري خو د اول نیم بیتي وروسته د لوستونکي احساس د یو پوښتنې له لارې دومره ژور رواني فشار رامنځته کوي چې لوستونکی د پوښتنې ځواب ته نه پریږدي او د احساس له پرېږدو پرته دویم نیم بیتي ته ځي.
په هر صورت دې بیت کې شاعر د ټولنې د شور او کړنګ په ذریعه د جګړې شدت انځوروي. هغه چې ملګرو شور او کړنک خبره کوي نو هدف یې ټولنیز بحران دی٬ چې دا د ګډوډۍ استعاره ده.
دویم نیم بیتی ښکاره کوي چې شاعر د بې مانایي او بې مخینې جګړې پر وړاندې رواني فشار لري.
د بیت ژبه ډېره مستقیمه ده ځکه هیڅ ډول شاعرانه پټونې یا مبهم تصویر نه دی کارول شوی، هره کلمه فورا لوستونکی ته څرګنده ده.
باز یمه، کارغه نه یم، ټپوس یمه…!!
ګونګ یمه د ښکار نه یمه څه وکړم؟
په کوم شعر کې چې جرت وي هلته یو څه شدت زیات وي٬ لکه په دې بیت کې چې شاعر د نفسي او ټولنیز فشار شدت راښکاره کوي. ځکه نه قوي باز دی چې ښکار وکړي نه کارغه دی چې په بې اتفاقۍ باندې خوښ شي٬ په دې بیت کې رواني مقابله ځکه شته چې شاعر په خپله پوښتنه کوي چې څه وکړم.
د بیت ژبه ساده او مستقیمه ده کومه پرده نه لري٬ هره کلمه احساس ته رسیږي لکه باز، کارغه، ټپوس، ګونګ.
بل بیت:
په خپلو پښو او په خپل مټ ګرځمه
زه لکه غل؛ له خلکو پټ ګرځمه…!!!
زه فکر کوم چې دا بیت بیخي د رواني مقابلې یوه بڼه ده، ځکه شاعر د ځان د وجود او خپل ارزښت د تصدیق هڅه کوي خو فشار یې ډېر محدود کړی دی.
شاعر چې د غل په څېر پټ ګرځېدلو خبره کوي دا استعاره ده ځکه ځان د خپل ځان او ټولنې تر منځ رواني کشمکش کې ویني.
په یو بل بیت کې د غل خبره بیا هم کوي لکه دا بیت:
د شوکو او دغلا کولو چل کې سړیتوب دی
باور وکړئ د دې زمانې غل کې سړیتوب دی
ځواب صیب ته ټولنه داسې ښکاري چې فریب او غلا کول ددې ټولنې معیار ګرځیدلی دی خو دا شدت اخلاقي او ټولنیز بحران په څیر دی٬ دې بیت کې مقابله ډېره واضحه ده ځکه دلته د شاعر مقابله د ټولنې د بې عدالتي سره ده، نه یوازې د ځان سره.
په برېښنایي سایټونو کې مې د عزت الله ځواب یو شمېر شعرونه د خپلې لیکنې لپاره کتل چې یو لوستونکي د ځواب صیب لاندې بیت ته لیکلي و چې ځواب صیب ډېره شوخه شاعري کوي٬ اول دا بیت ولولئ بیا د شوخې شاعرۍ خبره کوو.
بیت:
ښکلیه! چې نور په مخه رانه شې!
ټوکې کړم قربان؛ ياران مې پرېښودل
ایا تاسو ته په دې کې شوخي ښکاري؟ ٬ یا شوخ کوم بیتونه دي؟ او شوخې شاعرۍ مفهم او ماډل کوم دی؟ ٬ دا یو بحث او څیړنه غواړي خو زه فکر کوم چې شوخې شاعرۍ یا شوخو بیتونو مفهم د شعر په لوستونکو کې په اصلي بڼه نه دی ثبت شوی٬ خو زه به ددې ماډلونو او زاویو په بحثونو کې یو بحث همدې ته ځانګړی کړم.
په هر صورت اوس د بیت په اړه یو څو خبرې کول په کار دي.
زه فکر کوم چې دا بیت داخلي طنز انځوره وي ځکه ټوکې کړم قربان دا کلمې د طنز رنګ لري خو مانا یې ټولنیزه او ژوره ده.
دا د طنز خبره مې په دې وکړه چې طنز یوازې د خندولو لپاره نه دی، بلکې د شاعر داخلي فشار او مینې څرګندونه هم کوي٬ ځکه دا خو د شاعر شخصي بیان دی چې دده له روان سره تړلی دی ځکه پرې د شوخۍ ټپه وهل مناسب نه دي.
په کلو کې چې وګرځېږې یار پیدا کېږي
یو نیم په کې زما غوندې وزګار پیدا کېږي
زه فکر کوم ددې بیت ډېر څیړل نه دي په کار ځکه ځینې شعرونه کله کله د شاعر استازیتوبي بیتونه وي چې دې بیتونو ته له شاعر لوی بیتونه ویلی شو٬ په دې کې هر څوک خپل ځان ګوري او د شاعر ملکیت نه ګرځي٬ خو دا مې دلته په دې انتخاب کړ چې دواړه بیتونه یې بېلابېل احساس لري او شدت یې دوه خایه څرګند شوی دی.
یو شدت دا دی چې د کلیو په فضا کې ګرځېدل د ارتباط او مینې غوښتنه څرګندوي او بل شدت یې په دویم نیم بیتي کې دی٬ چې دا بیت د ځان لپاره د همفکره او همزولو نیمګړتیا او محدودیت څرګندوي چې تول یاران نه دي یو نیم زما غوندې هم شته.
دا بیت د ټولنیز اړیکو د لټون، یوازیتوب، رواني مقابلې او مستقیم بیان ښکارندویي کولای شي.
بل که وګورئ دا بیت نرم اهنګ لري چې په قافیه کې الف او رې په ګډه یو واحد لوړ غږ جوړه وي چې د بیت ټوله توله په همدې ځای ولاړه ده. دا خبره په دې مهمه ده چې په شدت٬ مقابله او مستقیمه ژبه کې اهنګ لوړتیا بیت ته نور قوت ورکوي او لوستونکی هڅوي چې بیت خپل وګڼي.
دوی ښار کې مستي کوي؛ مزې کوي
کلی؛ کور يې وران؛ ياران مې پرېښودل!
په دې بیت کې د یارانو د پرېښودو غم او بې وسۍ احساس یو څه ژور دی٬ ځکه شاعر له سمبولیزم او استعارې څخه کار اخلي٬ ښار یې د بې پروایۍ مزو او بې عدالتیو ځای بللی دی٬ کلی او کور یې ارزښتونو٬ دودونو٬ دوستي او اړیکو په توګه راوړي دي.
ځواب صیب په دې بیت کې پر خپلو یارانو اعتراض کړی او ژبه یې ورته ساده، روښانه او مستقیمه کارولي ده.
ځواب صیب د شاعرۍ په ډګر کې د خپلې نیغې ژبې او نرم طنز له امله مشهور دی خو د هغه په شعر کې ډېرې زاویې شته چې برسیرن نظر پرې اچول مناسب نه دي٬ ځکه دا کار د شاعرۍ اصلي منبع پټه ساتي او د اوسنۍ شاعرۍ ماډلونه هم له پامه غورځي. ځکه شاعر ځان ویلې کوي او نورو ته رڼا ورکوي لکه ځواب صیب چې وایي:
زه چې له چا سره وه نه خاندم سړی نه يمه
زه چې د هر چا په غم وير نه کړم شاعر به نه يم
که دا بیت وګورو نو د اخلاقي، انساني او شاعرانه کس ډېر روښانه تعریف دی.
شاعر یو معیار وړاندې کوي او وایي چې انسانیت او شاعري دواړه د احساس له لارې ثابتېږي، نه دا چې شعار له لارې ثابت شي.
په دې بیت کې مقاومت یا مقابله ډېره واضحه ده ځکه دا یو ډول اخلاقي مقاومت دی ځکه هغه په خپله وایي چې که احساس نه وي، زه نه سړی یم، نه شاعر. زه فکر کوم دا ډېر پیاوړی رواني دریځ دی. ده هم همداسې که احساس نه وي، شعر به له کومه شي.
بل بیت:
چې جدا شوى يم له تانه، زړه مې وچاودېده
لېونى شوى يم جانانه، زړه مې وچاودېده
دا شاید تاسو ته عادي بیت ښکاره شي خو په اصل کې دا بیت د شدت له پلوه موضوع له ټولنیز ډګر نه وباسي او رواني او عاطفي ډګر ته یې وړي، او همدا یې ارزښت ډېر لوړوي. ځکه دلته خبره د بېلتون ده٬ که څه هم دا ردیف چې زړه مې وچاودیده عادي جمله ښکاره شي خو دا مبالغې عادي جمله نه ده، بلکې د رواني ماتېدنې وروستی حد یې ګڼلی شو.
که وګورو ځواب صیب په پورته بیتونو کې مقابله کوله خو دلته مقاومت مات شوی ځکه جدا کیدل یو رواني ټکان دی او دا چې وایي لیونی شوی یمه د عقل کنټرول له لاسه ورکول دي. خو دا ماتي په خپله هم یوه مقابله ده ځکه چې شاعر خپل درد نه پټه وي٬ بلکې اعتراف کوي٬ د بیت ژبه مستقیمه ده یا که ووایو چې بیخي ښکاره ژبه ده نو بده به نه وي ځکه جدا شوی یم٬ لېونی شوی یم او زړه مې وچاودېده نه سمبول لري نه پرده شته او نه کومه ښکلا پالنه.
ددې بحث له تړلو مخکې باید ووایو چې د پښتو په اوسنۍ شاعرۍ کې د شدت او مقابلې مستقیمه ژبه یوازې یو سبکي انتخاب نه دی، ځکه اوسنی شاعر په داسې چاپېریال کې ژوند کوي چې شدت په کې څو اړخونه لري فزیکي، ټولنیز، اخلاقي، رواني او عاطفي٬ له همدې امله شعر نور د خیال په فضا کې نه درېږي، بلکې د ژوندي تجربې، اعتراف او پوښتنې بڼه خپلوي.
بل د ځواب په شعرونو کې دا هم څرګنده شوه چې مستقیمه ژبه په دې شاعرۍ کې د ښکلا ضد عمل نه دی، بلکې د درد د رښتینولۍ تضمین دی. ځکه شدت ابهام نه زغمي او رواني فشار استعاره نه شي تحملولای خو دا ژبه باید دېره برسیرنه او لوڅه نه وي٬ په بیتونو کې خوږې٬ نرمې او مناسبې کلمې د ګلونو په څیر دي او ډېر لوڅې کلمې بیا د ازغیو په څېر دي چې شاعران یې باید د راوړلو عادتي نه شي.
شعرونه له هغو کلمو چې د شعر په بیتونو کې د ازغیو په څیر ښکاري باید پاکه وي.
د عزتالله ځواب شاعري د دې ماډل ښه بېلګه ده، ځکه د هغه په شعر کې ټولنیز او اخلاقي شدت شته، رواني مقابله روښانه ده، طنز ژور دی، نه سطحي،او ژبه یې بېله پردې، نیغه او صادقه ده.
په پای کې ویلای شم چې د پښتو اوسنۍ شاعري، په ځانګړي ډول د شدت او مقابلې دا ماډل، د انسان د بقا، احساس او وجدان شاعري ده. دا شاعري نه غواړي یوازې واورېدل شي، بلکې غواړي وپېژندل شي، ومنل شي او د لوستونکي په روان کې خپل ځای ومومي.
په پای، کې د ویلو ده چې ځواب صیب ډېر شمېر زنګیدلي٬ خواږه٬ نرم احساس لرونکي٬ خاموش او د هنر په رنګینو پاڼو پټ غزلونه او بیتونه هم لري خو دا چې بحث ځانګړی و دلته یې د نمونو راوړل مناسب نه ښکاریدل.
Comments are closed.