!..راشه

عزت الله ځواب

361
راشه په زلفو باندې ټال راکړه کابل کې يمه
راشه ډالۍ د نوي کال راکړه کابل کې يمه..!
راشه باغونو د پغمان ته به چکر درکړمه!
راشه ګلونو د بوستان ته به چکر درکړمه
راشه خولګۍ راته په سوال راکړه کابل کې يمه
راشه ډالۍ د نوي کال راکړه کابل کې يمه..!
راشه اوږدې مساپرۍ باندې مې نه یې پيرزو.!
راشه د بل په مزدورۍ باندې مې نه یې پيرزو
راشه د هغې وطن حال راکړه کابل کې يمه
راشه ډالۍ د نوي کال راکړه کابل کې يمه..!
راشه مڼه راته اوبو کې را لاهو کړه کنه…!!!
راشه په مينه کې مې ځان سره ساهو کړه کنه
راشه د خپل لاس جوړ دسمال راکړه کابل کې يمه
راشه ډالۍ د نوي کال راکړه کابل کې يمه..!
راشه د سرو شونډو په ميو مې نشه کړه مړې
راشه په ژمي کې مې ګرمه تماشه کړه مړې..!
راشه سپرلي کې پشکال راکړه کابل کې يمه
راشه ډالۍ د نوي کال راکړه کابل کې يمه..!
راشه د بنګو په لوګي به دې نظر مات کړم…!!!
راشه که نه راځي نو ګورې به چې سر مات کړم
راشه جلال راکړه جمال راکړه کابل کې يمه
راشه ډالۍ د نوي کال راکړه کابل کې يمه..!
راشه ځواب به درنه شعر واوري داستان واوري
راشه سندرې به دې ګرد افغانستان واوري..!
راشه نری غوندې مسکال راکړه کابل کې يمه
راشه ډالۍ د نوي کال راکړه کابل کې يمه…!!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.