ماښام دی

عزت الله ځواب

423
غوړېدلي ګلابونه دي ماښام دی
لګېدلي څراغونه دي ماښام دی
مېکده ړنګه باران د خدای عذاب شو
ځنګېدلي قدمونه دي ماښام دی
سپوږمۍ غلې ورته ګورې ستوري ناڅي
جنګېدلي ګيلاسونه دي ماښام دی
زه د ژمي په يخنۍ مئين لوفر يم
لړزېدلي مې لاسونه دي ماښام دی
په دوبۍ کې خلک لوڅه کونه ګرځي
په کابل کې اذانونه دي ماښام دی
ګيدړان چې اواز وکړي سپي غپېږي
د کلا لوړ دېوالونه دي ماښام دی
لکه خره غوندې مې ځانته په شا کړي
سرخوړلي کتابونه دي ماښام دی
که زما منئ همدغلته ودرېږو
د انارو دوکانونه دي ماښام دی
جينکۍ ګلالۍ هر څه کې تکړه دي
هلکان غټ غټ سرونه دي ماښام دی
https://af.dawatmedia24.com/?p=168140

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.