شومه څو ځل دېوالي کيسه خرابه
شوه زما او د لالي کيسه خرابه
نه د مور او پلار ازار اخلمه پيره
نه کوم انډيوالي کيسه خرابه..!
حرمونی د کابل غېږه کې ناست دی
کړي لاهور ته دلالي کيسه خرابه
قاري ګل چې ارغنداب کې ولسوال و
په کونړ کې شو والي کيسه خرابه
د ملا صاب تر فرمان لاندې رانغلل
د حاجيانو د مالي کيسه خرابه
ما ويل ته به په خبره باندې پوه شې
تا شروع کړه قوالي کيسه خرابه
سياست هم پردې واده کې ګډېدل شو
شاعري زاړه کالي کيسه خرابه
کاغذونه يې خوړل د لواړګي غوا وه
د ګمرک د جوالي کيسه خرابه
دا پوهاند دوکتور د هر دربار استاد و
دنده يې وه خبريالي کيسه خرابه
څه بې خونده موسيقي د ولس ذوق دی
څه بې شرمه ليکوالي کيسه خرابه
بازان هسک الوځي ځانله ځانله ګرځي
کارغان کړي کليوالي کيسه خرابه
ګناهګار به چېرته بيا شمه که نشم
لاس مې وګوره پالي کيسه خرابه
ميکده کې د يارانو د خندا شوم
کور خالي خانه خالي کيسه خرابه
انګريزي يې زدکولای پښتو نشوه
ځکه شوه د شمالي کيسه خرابه
تيمور شاه ۳۱۰ نجونې نکاح کړې
کړه يې ښه د ابدالي کيسه خرابه
انجينر په کې ماسټر د پتاسو دی
ډاکټر کړي څارنوالي کيسه خرابه
د خوښۍ محفل کې کړيکې کړمه ژاړم
غم کې کړمه خوشالي کيسه خرابه
نه ساتلی موټران نه هلکان شو
نه کولای شو سيالي کيسه خرابه
څه د کوز شېخچلي کونه کې فساد دی
څه د بره ګلالي کيسه خرابه
نه د کلي مازيګر نه جينکۍ شته
نه ګودر نه کشمالي کيسه خرابه
مسلمانه کوکنار بند شو بنګ حرام دي
راغله بېرته وچکالي کيسه خرابه
حقيقي کيسه دې ونه کړه ځوابه.!!
په سړي دې کړه جالي کيسه خرابه
https://af.dawatmedia24.com/?p=171686
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.