نن د فبرورۍ ۱۳مه د راډیو نړیوالې ورځې سره برابره ده.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ ویلي چې راډیو د خبر رسونې او ښوونې یوه له مهمو وسیلو ده او په لرې پرتو ښارونو او کلیوالو سیمو کې د پیغام رسولو حیاتي رول لري.
دې استازولۍ زیاته کړې چې راډیو هغه ځایونو ته رسېږي چې نورې رسنۍ نه شي رسېدلی او پ ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو د خبر رسونې او ښوونې برخه کې یې له رول انکار نه شي کېدای.
اروپايي ټولنه ټینګار کړی چې د خپلواکو، معلوماتي او تعلیمي رسنیو ملاتړ د خلکو د باوري معلوماتو ترلاسه کولو او پوهاوي د لوړولو لپاره حیاتي اهمیت لري.
همدارنګه، د رسنیو ملاتړي موسسې وايي چې د راډیو ملاتړ د عامه پوهاوي، ښوونې او د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د توانمندۍ لپاره اساسي رول لري.
دا ورځ داسې مهال افغانستان کې نمانځل کېږي، چې د طالبانو د سخت دریځه تګلارو له امله هېواد کې ګڼ شمېر راډیويي رسنۍ د مالي، فشارونو او کاري قویې د نه موجودیت له امله تړل شوې دي.
ABN
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.