پاپولیزم سیاست او پښتانه:
پاپولیزم د معاصر سیاست هغه رجحان دی چې په ظاهره ځان د ولس د ژغورنې د محرومو طبقو د دفاع او د عدالت د اعادې په نوم معرفي کوي، خو په عمل کې ډېر ځله د ټولنیزو د وېشلو او د ادارو کمزورولو او د سیاسي بې ثباتۍ د زیاتېدو سبب ګرځي. دا سیاست نړۍ په ساده بڼه په دوو برخو کې وېشي. مونږ چې ځانونه پاک او ریښتیني ګڼو، او هغوی چې فاسد، اشراف او د ولس د ستونزو مسؤل ګڼو. همدا ساده وېش د پاپولیزم تر ټولو لوی Attraction دی، ځکه عام ذهن ته اسان او قابل فهم ښکاري، خو همدا سادهګۍ یې تر ټولو ستر خطر هم دی، ځکه پېچلې سیاسي او اقتصادي مسئلې په شعاري تعبیرونو بدلېږي او د حل پر ځای د ټکر زمینه برابروي.
د پښتنو په څېر ولس لپاره چې لا دمخه د جګړو، بې باورۍ، سیاسي حاشیې، اقتصادي محرومیتونو او امنیتي فشارونو اوږد تاریخ لري، پاپولیزم یوازې یو سیاسي انتخاب نه، بلکې یو تاریخي ازموینه ده. دا کولی شي د هغوی غږ لوړ کړي او د مرکزي سیاست په میز کې ورته ځای پیدا کړي، خو په هماغه اندازه دا خطر هم لري چې خلک او ټولنه د نوو ستونزو، نوو تورونو او نوو بې ثباتیو پر لور ټېل وهي. ځکه چې هر هغه سیاست چې د ادارو پر ځای پر اشخاصو ولاړ وي او د قانون پر ځای پر جذباتو تکیه وکړي، په اوږدمهال کې کمزورې ټولنې نورې هم کمزورې کوي.
پاپولیسټ مشران اکثر ځان د ولس یوازینی ریښتینی استازی ګڼي. همدا تصور دوی دې ته هڅوي چې پارلمان، عدالت، ازادې رسنۍ او نور بنسټونه د ولس د ارادې پر وړاندې خنډ وګڼي. کله چې ادارې کمزورې شي او تصمیم نیونه د اصولو پر ځای د شخصي خوښې تابع شي، بیا قانون خپل ارزښت له لاسه ورکوي. په داسې فضا کې اقلیتونه حاشیوي قومونه او کمزورې ټولنې تر ټولو زیات زیان ویني. پښتانه چې ډېر وخت د ریاستي جوړښتونو په حاشیه کې پاتې شوي دي. د ادارو په کمزورۍ کې نور هم بې وسه کېږي، ځکه د هغوی ډېر حقوقي او سیاسي غوښتنې یوازې د قوي قانوني چوکاټ له لارې خوندي کېدای شي، نه د یوه مشر د ژمنو او جذباتو ویناوو له لارې.
پاپولیزم هغه وخت لا خطرناک کېږي چې د مونږ او هغوی بیانیه قومي یا مذهبي رنګ واخلي. په داسې حالت کې لږکي، اقليتونه ډېر زر د شک، تورونو او سیاسي فشار مرکز ګرځي. پښتانه چې کله ناکله د امنیتي مسایلو، سرحدي شخړو او سیاسي تحریکونو له امله تر شک لاندې راځي، په دې ډول فضا کې ډېر په اسانه هدف ګرځي. مدني تحریکونه تر فشار لاندې راځي، د بیان ازادي محدوده کېږي او سیاسي فعالیت ته د شک په سترګه کتل کېږي. دا حالت ورو ورو د ولس او ریاست ترمنځ فاصله زیاتوي او د اعتماد هغه کمزوری تار هم پرې کوي چې د ګډ ژوند بنسټ جوړوي.
پاپولیزم د تفاهم او عقلاني بحث پر ځای د جذباتو ټکر سیاست ته وده ورکوي. ټولنه په دوو یا څو متخاصمو ډلو وېشل کېږي او هره ډله ځان مطلق په حقه ګڼي. په داسې حالت کې ګډې ملي موخې کمزورې کېږي او د ستونزو ګډ حل ناممکن ته نږدې کېږي. کرکه، بې باوري او تشدد وده کوي. پښتانه چې له وړاندې د جګړو، بې ثباتۍ او کډوالۍ تجربه لري، د داسې پولاریزیشن په فضا کې نور هم ستړي کېږي او د پرمختګ ډېر فرصتونه له لاسه ورکوي. ځکه چې هر سیاسي ټکان دلته ژور اغېز پرېښی دی ځکه خو له ټولنیز زخمونه نه دي رغېدلي.
اقتصادي اړخ یې هم لږ خطر نه لري. پاپولیزم اکثر د فوري خوږو ژمنو پر بنسټ ولاړ وي. سبسایډي، وړیا خدمتونه، لویې دعوې او د چټک بدلون وعدې هغه شعارونه دي چې خلک زر را جذب کوي. خو که دا ژمنې له پیاوړي اقتصادي پلان، شفاف مدیریت او حساب ورکونې پرته عملي شي، پایله یې مالي بحران، پورونو زیاتوالی او اقتصادي بېثباتي وي. اقتصادي ټکانونه د پښتنو سیمو ته دوه چنده زیان رسوي، ځکه پانګونه کمه ده، صنعتي بنسټونه کمزوري دي او د روزګار فرصتونه محدود دي. په داسې حالت کې هر اقتصادي بحران دلته ژور زخم پرېږدي او د بې کارۍ او غريبۍ کړۍ لا هم تنګوي.
دا ټول خطرونه ځکه زیات دي چې پښتانه په سیاسي ځواک کې نسبي کم استازیتوب لري، په اقتصادي لحاظ کمزوري دي او د اوږدو جګړو له امله ټولنیز جوړښتونه یې زیانمن شوي دي. هر هغه سیاست چې ادارې کمزورې کړي، قانون شاته کړي او ټولنه په جذباتي ډلو ووېشي، په مستقیم ډول د هغوی پر زیان تمامېږي. ځکه چې کمزوري تل د بې ثباتۍ لومړی قرباني وي.
د دې حالت پر وړاندې مؤثره لاره دا ده چې واک له مرکز څخه تر کلي او ښار پورې ورسېږي او مقامي حکومتداري پیاوړې شي، څو خلک خپله د خپلو ستونزو په حل کې برخه واخلي. د شخص پر ځای د سیسټم او نظريې ملاتړ وشي، ځکه مشران ځي او راځي خو بنسټونه او نظريې پاتې کېږي. د قومي جذباتو پر ځای د ولس ګټو سیاست ته لومړیتوب ورکړل شي، ځکه تعلیم، صحت، روزګار او انصاف هغه مشترکه مطالبې دي چې ټول ولس پرې یو کېدای شي. له نورو ولسونو سره بین القومي اتحادونه جوړ شي، څو سیاست د ټکر پر ځای د ګډو ګټو پر محور وڅرخي. او تر ټولو مهمه دا ده چې سیاسي شعور لوړ شي، څو ولس یوازې شعار ته نه، بلکې پالیسۍ، پلان، شفافیت او حساب ورکونې ته ارزښت ورکړي.
پاپولیزم د پښتنو لپاره یوه دوه مخی توره ده. دا کولی شي د هغوی غږ لوړ کړي او د محرومیتونو بحث ملي سطحې ته ورسوي، خو که له قوي ادارو، قانوني چوکاټ او سیاسي شعور سره مل نه شي، نو همدا غږ به د نوي بحران چيغه او پلمه وګرځي. پاپولیزم ښايي دروازه خلاصه کړي، خو کور نه شي جوړولی. کور هغه وخت جوړېږي چې بنسټونه یې قانون، ادارې، شعور او ګډه مبارزه وي. که پښتانه غواړي د تاریخ په دې پړاو کې تاواني نه، بلکې ګټونکي واوسي، نو باید د احساساتي او جذباتي سیاست پر ځای د شعوري، پالیسۍ محور او بنسټیز سیاست لار خپله کړي. همدا لار ده چې له شعاره تر سیسټم، او له هیجانه تر ثباته سفر ممکن کوي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.