غزل

نعمان دوست

28
څنګه درته ووايم چې څومره پرېشانه یم
دومره پرېشانه یم چې ورک له خپله ځانه یم
تېره ورځ جومات مخې ته کټ ایښی و، خلک وو
ما ویل که دا زه یم او نور تللی له جهانه یم
داسې ډېر پېښ شوي چې خپل کور مې غلط کړی دی
دومره لالهانده یم او دومره سرګردانه یم
ويښ چې یم ویده ښکارم، ویده چې یمه ويښ یمه
دغه مې حالت دی، بې طبيب او بې درمانه یم
سیوری مې نږدې شي، ترې نه وډار شم او منډه کړم
خدای خبر چې ولې آن په خپل ځان بد ګومانه یم
شپه وه، شړق باران و، زما ځاله یې را ړنګه کړه
خدایږو ګیله من ډېر له باران او له توپانه یم
زه هغه ګلاب یم چې په خوند د سپرلي پوه نشوم
زه خو ویرېدلی په سپرلي کې له خزانه یم
ياد مې شي روڼ ستوری وم، شغلې به خوریدې رانه
هېر مي دي چې څنګه غورځېدلی له اسمانه یم
تا سوې نارې کړې او زه ځوړند سر ولاړ ومه
و مرغۍ! بېوسه یمه خدایږو که ناځوانه یم
سرې سترګې دې ځار شم ، زړه مې غواړي دواړه ښکل کړمه
څه وکړم (نعمانه) د حالاتو بندیوانه یم
نعمان دوست
١٤٠٤/ ١١/ ٢٤
https://af.dawatmedia24.com/?p=182655

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.