رواني وژنه

لیکوال: نبي ستوری

104

ارواپوهنه وایي «که رواني زخمونه ونه رغېږي د انسان شخصیت ورو ورو زهرجنوي». دا زهري ټکونه نه بیا په دارو او درمل سمېږي او نه په هسې اوتو بوتو کیسو!

په نړۍ کې هغه وژنه ډېره دردناکه وي، چې نه یې وینه توی شي، نه یې څوک جنازه وکړي او نه یې قاتل د قانون منګولو ته وسپارل شي، دا اصلا رواني وژنه ده، چې یو انسان زهیر کړې، سپکاوی یې وکړې، احساساتي بې رحمۍ ورسره وکړې؛ هغه که د خبرو له لارې یې که د چلند/ عمل!

تاسې فکر وکړئ یو انسان چې له بدني پلوه روغ وي؛ خو هېڅ هیلمنتیا او امید ونه لري، حس ترې کډه کړې وي، ځان ته په بې ارزښته سترګه ګوري، پر ځان باور یې وفات شوی وي دا انسان مړ نه دی؛ خو ژوندی هم نه دی، بلکې دا یو خفي/ مخفي قتل دی، چې له بده‌مرغه نه یې ټولنه مني او نه یې قانون ویني.

ځینې پلرونه د خپل زوی وړتیاوو ته په سپک نظر ګوري؛ یوه مور د لور احساساتي دردونه او زخمونه بې ارزښته بولي؛ یو خاوند د مېرمنې اروایي نړۍ ته اور اچوي؛ یو ښوونکی د زده کونکي استعداد او وړتیا له پامه غورځوي، رييس خپل کارمند تر خوږ ګوته نيولی وي. دا په اصل کې ټولې وژنې دي، قاتلان دي؛ خو ناځوانه ټولنه یې د تربیې، ادب او اصلاح برخه ګڼي.

نو اړینه ده، چې موږ باید د خپلو کلماتو، ژبې، چلند او کړنو اغېز درک کړو. د یو چا رواني روغتیا باید تباه و برباد نه کړو دا تباهي نو بیا تر جسماني مرک ډېره دردناکه او ځورونکې ده.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.