«له ځان سره څه وکړو؟» په کتاب ځينې خبرې

لیکوال: نبي ستوری

26

انسان پخپل ژوند کې دوه نړۍ لري، چې یوه یې دروني او بله یې بیروني ده، دروني او بیروني نړۍ تر ډېره له یوې بلې څخه اغېزمنې وي، د حقیقتونو په برخه کې که فکر وشي تر ډېره له دروني نړۍ سرچینه اخلي. هر انسان په ذات کې دوه دی، چې یو یې ظاهري اړخ دی بل یې دروني یا په بل عبارت انسان کې د ننه یو بل کس دی، چې دروني اړخ ورته وایي. د انسان ظاهري ژوند، له خلکو سره چلند، کړه وړه، په ژوند کې بریاوې، ناکامۍ، موخو ته رسېدل، نه رسېدل، راحتي، ناراحتي او… دا ټول مسایل له دروني اړخ سره مستقیمه اړیکه لري. که موږ درون ته فکر کړی و، ښه ملګرتیا مو ورسره وکړه، له منفي فکرو او خبرو مو لرې وساته، د بدو تصوراتو پر ځای مو له حالاتو او راتلونکي ښه تصورات لرل؛ نو ضرور ښې پایلې په لاس راځي. هغه خونه (فکر) چې درون پکې اوسېږي دروازې او کړکیو ته یې جدي پاملرنه وکړئ، که د خونې ټولې کړکۍ او دروازې مو همداسې خلاصې پر ایښې وې، هر ولی او ناولی به وځي ننوځي، له بلې خوا به بادونه د خلاصو کړکیو او دروازې له لارې دوړې، خاورې، خځلې او هر ناولی شی راوړي، چې په پایله کې به د درون خونه ګډه وډه او ده ته به پکې ښه ژوند کول سخت شي.که دې درون/ فکر سم او منظم و، ټولې چارې به غوره او زبردسته وي. متصوفین او تصوف‌پوهان حتی پنځه‌نوي سلنه چارې په دروني نړۍ پسې تړي، هغوی په دې باور دي، چې که د انسان درون نه وای یوه چاره هم انسان په ښه ډول پرمخ نه شوای بیولی، ځکه خو هغوی تل لومړی د باطن/ درون پر پاکي او جوړولو  ټینګار کړی، حتی دوی وایي چې هغه کس د مشرۍ لیاقت نه لري، تر هغو چې درون یې زبردست او پاک نه وي او هغه رهبر یا مشر چې پر درون یې کار کړی وي تر هغه کس په څو ځله زبردسته رهبري کولی شي، چې درون یې زبردست نه وي. روانپوهنې هم په دې مهمه برخه ستر ستر بحثونه کړي دي اوسټین به ویل چې که درون دې جوړ و او ډاډ دې ورکړ چې هر څه سم دي دا باور کولی شي، چې غرونه له منځه یوسي او که مو ډارن عادت کړ، پام مو پرې ونه کړ، هر ډول فکر او منفي کلماتو ته مو پکې ځای ورکړ، د ناهیلۍ پر ټغر مو کېناوه، بیا نو دا وېره ده او دا وېره کولی شي، چې له کوچنیو خنډونو لوی لوی غرونه درته جوړ کړي او د ژوند په ډېری چارو کې تاسو وروسته‌پاتې او د بریاوو مخه مو ونیسي. په دغه کتاب تر ډېره پر هغو لارو چارو خبرې شوې، چې زموږ پر درون مستقیماً اغېز ښندي. د پښتو ژبې د بډاینې په برخه کې د یوه ټکي زیاتېدو او د ټولنې اړتیا ته په کتو مې دا کتاب وژباړه، تر څو هر افغان انسان د ځان‌جوړونې په برخه کې ورنه ګټه واخلي.

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.