تشکیل جوړونه او تعیینات
(Organizational Structuring & Appointments)
د لیکنې موخه
ګرانو لوستونکو!
د دې لیکنې موخه دا ده چې تاسو او د ادارو کارکوونکي:
د تشکیل مفهوم په روښانه ډول وپېژنئ
د تعییناتو له بهیر سره بلد شئ
د تشکیل او تعیین ترمنځ اساسي او عملي توپیر درک کړئ
دا موضوعات په مختصر، ساده او عامفهم ژبه تشریح شوي دي. هیله ده چې دا لیکنه به ستاسو لپاره ګټوره او د زدهکړې وړ وګرځي.
تعریف:
تشکیل جوړونه هغه اداري بهیر دی چې له مخې یې یوه اداره خپل رسمي اداري جوړښت ټاکي، څو معلومه شي:
اداره څو بستونه لري؟
هر بست څه نوم لري؟
هر بست کومې دندې او مسؤلیتونه لري؟
څوک چاته راپور ورکوي؟
په ساده ډول: تشکیل دا ښيي چې اداره څنګه جوړه شوې ده.
د ادارې جوړښت هغه چوکاټ دی چې ټاکي یوه اداره څنګه تنظیم او اداره کېږي. دا د ادارې دننه د څانګو، ټیمونو او اشخاصو ترمنځ اړیکې څرګندوي.
د ادارې جوړښت د دې لپاره ډېر مهم دی چې:
د قوماندې واضح سلسله رامنځته کړي،
دندو او مسؤلیتونو تعریف یقیني کړي،
او د مؤثره اړیکو او همکارۍ ډاډ ورکړي.
ښه ډیزاین شوی اداري جوړښت کولی شي د سوداګرۍ په بریالیتوب باندې په بېلابېلو لارو مهم اغېز ولري، چې ځینې یې په لاندې ډول دي:
د موثریت ښه کول: دندو او مسؤلیتونو په روښانه تعریف سره، ادارې کولی شي ګډوډي کم کړي، د هڅو تکرار مخه ونیسي، او پروسې اسانه او چټکې کړي.
د تشکیل اساسي عناصر:
تشکیل جوړونه لاندې مهم ټکي رانغاړي:
د بستونو شمېر
د هر بست رسمي عنوان
د هر بست دندې، مسؤلیتونه او صلاحیتونه
د راپور ورکولو اداري سلسله (Hierarchy)
د تشکیل جوړونې موخې:
تشکیل د دې لپاره جوړېږي چې:
د هر کارکوونکي دنده روښانه شي
ګډوډي او دندو تکرار له منځه ولاړ شي
حساب ورکونه او نظارت اسانه شي
د ادارې عمومي فعالیت اغېزمن شي
په هره اداره کې د کارونو د سم تنظیم او مؤثر مدیریت لپاره دوه بنسټیز عناصر مهم دي: تشکیل جوړونه او تعیینات.
تشکیل جوړونه
تشکیل جوړونه هغه اداري بهیر دی چې له مخې یې اداره خپل رسمي جوړښت ټاکي. دا جوړښت څرګندوي:
څو بستونه موجود دي
د هر بست رسمي عنوان څه دی
هر بست کوم مسؤلیتونه لري
د راپور ورکولو سلسله څنګه ده
د تشکیل موخه دا ده چې دندې روښانه شي، ګډوډي او تکرار کم شي، حساب ورکونه اسانه شي او د ادارې فعالیت اغېزمن شي. د دې بهیر پایله یو رسمي تشکیلاتي چارت او د بستونو بشپړ لېست دی.
تعیینات
تعیینات هغه بهیر دی چې له مخې یې اشخاص د جوړ شوي تشکیل پر بنسټ مناسب بستونو ته ټاکل کېږي. دا ټاکنې کېدای شي دایمي، موقتي، سرپرستي یا د ترفیع له لارې وي. د تعییناتو اصول د وړتیا، شفافیت، عدالت او د قوانینو رعایت دي.
توپیر په لنډ ډول
تشکیل جوړونه د بستونو او اداري جوړښت په اړه ده
تعیینات د اشخاصو ټاکنې او ګمارنې پورې اړه لري
تشکیلات مخکې له استخدامه جوړېږي، ټاکنې وروسته ترسره کېږي
پایله
تشکیل د ادارې هډوکی دی، او تعیینات د هغې وینه. سالم تشکیل او عادلانه تعیینات په ګډه اداره فعاله او اغېزمنه ساتي.
اخذ
www.digitalleadership.com
نصيراحمد”څپاند”
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.