سیاسي ارواپوهنه د ارواپوهنې او سیاسي علومو ترمنځ یوه ژوره او نښلوونکې څانګه ده، چې پر سیاسي باورونو او پرېکړو باندې د انسان د اروایي جوړښتونو، عاطفو او چارچلند اغېزې څېړي. د دې پوهې له لارې موږ ښه درک کولای شو، چې ولې خلک ځانګړي سیاسي دریځونه خپلوي، څنګه د رهبرانو شخصیتونه نېغ په نېغه او نامستقیمه توګه پر لارویانو اغېز کوي او ولې ځیني ټولنې د مدني زغم پر ځای جګړو او تاوتریخوالي ته مخ کوي. یا په بل عبارت، سیاسي ارواپوهنه موږ ته دا ښيي، چې د فرد او ټولنې اروایي ځانګړتیاوې څنګه د واک، ځواک، تبلیغاتو او ټولنیزو اړیکو په رامنځته کېدو او دوام کې ونډه لري.
د شلمې پېړۍ د ټولنیزې ارواپوهنې تجربې لکه د سټرنلي میلګرام د اطاعت مشهوره ازموینه (۱۹۶۳ز) او د فیلیپ زیمباردو د زندان تجربې (۱۹۷۱ز) وښودله، چې د انسان چلند تر ډېره د شرایطو، فشارونو او واکمنو جوړښتونو تابع دی. همدې موندنو سیاسي ارواپوهنه له یوه نوي څېړنیز تمایل څخه د یوې خپلواکې علمي څانګې تر بریده ورسوله؛ دا څانګه وروسته د سیاسي رهبرۍ د شخصیتي نظریو، د ټولنیز هویت نظریو او د ټولنیزو اړیکو د نورو څېړنو سره وتړل شوه او د سیاسي او ټولنیزو کړکېچونو د تحلیل لپاره یوه مهمه علمي وسیله وګرځېده. د دې څانګې بنسټیزې ریښې د کلاسیکو ارواپوهانو په نظریو کې هم موندلی شو.
زیګمونډ فروید په خپل اثر Group Psychology and the Analysis of the Ego (۱۹۲۱ز) کې د رهبر او ډلې تر منځ د اړیکو ژور رواني تحلیل وړاندې کړ. اریک فروم په خپل اثر Escape from Freedom (۱۹۴۱ز) کې څرګنده کړه، چې ولې خلک کله ناکله د آزادۍ پر ځای د اطاعت لاره غوره کوي. کارل یونګ د ګډ لاشعور (Collective Unconscious) تیوري وړاندې کړه او پر دې یې ټینګار وکړ، چې ټولنیز سمبولونه او اسطوري بڼې څنګه د سیاسي خوځښتونو په بنسټیزو جوړښتونو کې ځای نیسي او پر خلکو نفوذ کوي. دغه نظریات د دیوېډ باربر د سیاسي رهبرۍ د شخصیتي تیورۍ او د هنري ټاجفل د ټولنیز هویت تیورۍ سره یوځای د ملتپالنې، قومي شخړو او تبعیضي کړنو د تحلیل لپاره بنسټیز چوکاټ جوړوي.
دغه کتاب د ښاغلي سعید عبدالملکي د اوږدمهالو څېړنو، فکري زحمت او علمي ژمنتیا ثمره ده. هڅه شوې، چې په مهارت سره د ارواپوهنې کلاسیک او معاصر نظریات د سیاسي نړۍ پېچلو واقعیتونو سره وصل شي او لوستونکو ته یې د پوهې په یوه منظمه او د باور وړ بڼه وړاندې کړي. په دې پروسه کې د ژباړن، ښاغلي محمدنبي ستوري ونډه خورا ځانګړې او د ستایلو وړ ده. ستوري صاحب په دې وروستیو کلونو کې د پښتو ژبې د بډاینې لپاره داسې ژباړې کړې، چې نه یوازې د ژبني دقت له پلوه بېساري دي، بلکې د عامو خلکو او زدهکوونکو لپاره یې د پوهې نوې کړکۍ پرانیستې. د هغه ژباړې د علمي متنونو لوستل، د زدهکوونکو او عامو خلکو لپاره اسانه کړي او د هغه مشهوره ژباړه «توره ارواپوهنه» د همدې لړۍ ښکلی مثال دی، چې لوستونکي ترې هم د علمي اندونو ژوره پوهه او هم د عملي ژوند لپاره ګټور لید ترلاسه کولای شي.
دا اثر له شخصیتي نظریو لکه د فروید، اډلر، یونګ، اریکسون او فروم بیا تر زورزیاتي، جګړو، تبلیغاتو، شایعاتو، ملي هویت او نړیوالو اړیکو پورې بېلابېلې موضوعګانې رانغاړي. د تاریخي او معاصرو رهبرانو لکه هټلر، چرچیل، قذافي او بوش رواني ځانګړنې یې هم څېړلي، تر څو یې لوستونکو ته علمي او عملي اړخ څرګند شي. لیکوال د اسلامي سیاسي اخلاقو په اړه هم ځانګړی څپرکی وړاندې کړی، چې په مسلمانو ټولنو کې ځانګړې مانا لري.
په افغانستان کې، چې اوږدې جګړې، قومي ستونزو او ټولنیز فشارونو یې د خلکو پر اروایي روغتیا ژور اغېز کړی، د سیاسي ارواپوهنې مطالعه یوازې یو علمي تمرین نه، بلکې د ټولنیز ثبات، مدني پوهاوي او سولې د ټینګښت لپاره یوه مهمه اړتیا ده. زموږ د ټولنې د قومي هویتونو اروایي جوړښت ډېر ځله د تاوتریخوالي او سیاسي کړکېچونو سبب ګرځېدلی. زورزیاتی د محرومیت، ټولنیزو فشارونو او ناکامیو له لاملونو سره تړاو لري. د جګړې اوږدې تجربې د خلکو په اروایي جوړښتونو کې دایمي ټپونه پرېښي، لکه څنګه یې چې د وېرې د مدیریت نظریه یې ښکاره بېلګه ده.
لوستونکي کولای شي د دې کتاب نظریې د خپل ژوند چاپېریال سره وتړي. د رهبرۍ د تیوریو لوستل به مرسته وکړي، چې د افغانستان د سیاسي مشرانو د چلند ژور اړخونه او پټ رنګونه درک کړي. د رسنیو او تبلیغاتو څپرکی به مرسته وکړي، چې د پروپاګند او درواغو په وړاندې انتقادي لید پیدا کړي او د زورزیاتي او جګړو اړوند څپرکی د افغانستان د وروستیو لسیزو پېښو د دقیق تحلیل لپاره یوه مهمه مرجع ګڼل کېږي. زه د ښاغلي ستوري دا ستره هڅه ستایم. هغه توانېدلی، چې دا پېچلې علمي محتوا په روانه او ساده ژبه د پښتنو لوستونکو مخې ته کېږدي.
د ستوري دا هڅه یوه نوې لاسته راوړنه ده، ځکه د هغه ژباړې د پښتو علمي ادبیاتو په بډاینې کې بنسټیزه ونډه لري او د ځوان نسل لپاره د انتقادي فکر، مدني زغم او علمي پوهاوي د ودې یوه مهمه سرچینه ګرځي. دا کتاب یوازې د پوهې یو اثر نه دی، بلکې د فرهنګي پرمختګ یوه برخه ده، چې زموږ ټولنه د نړۍ له علمي بهیرونو سره نښلوي او د راتلونکي لپاره د پراخ لید دروازې پرانیزي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.