«پیسې خوشالي نه راولي» دا جمله له کلونو راهیسې د خلکو ترمنځ مشهوره ده. دا خبره زیاتره د کمعاید لرونکو خلکو له خولې اورېدل کېده او کله ناکله د اقتصادي ستونزو د زغملو لپاره د تسل په توګه کارېده. خو کله چې د نړۍ تر ټولو شتمن کسان، لکه ایلان ماسک هم همدا خبره کوي، نو موضوع نوی رنګ اخلي او دا پوښتنه راولاړوي چې:
ایا رښتیا هم پیسې د خوشالۍ لپاره هېڅ ارزښت نه لري، که حقیقت تر دې یوې لنډې جملې ډېر پېچلی دی؟
ښايي تر قضاوت مخکې، یو ځل دا تصور وکړو چې خپله، د خپلې کورنۍ او حتا د خپل هېواد ژوند له اقتصادي اندېښنو پرته څنګه وي. داسې نړۍ چې پکې د کور کرایه، د درملنې لګښتونه، د ماشومانو زدهکړه او د ورځنیو اړتیاوو برابرول ستونزه نه وي. په داسې حالت کې به په رښتینولۍ دا پوښتنه وکړو چې:
ایا پیسې خوشالي نه راولي، که دا فقر دی چې بدبختي او زیات کړاوونه رامنځته کوي؟
بېله شکه، پیسې په یوازې ځان د خوشالۍ ضمانت نه شي کېدای. تاریخ او ورځنی ژوند ښيي چې ډېره شتمني هم د انسان احساساتي تشې، یوازیتوب او د زړه نارضایتي نه شي له منځه وړلای. ډېر شتمن خلک هم له اندېښنو، دوامدارې سیالۍ او د شتمنۍ د له لاسه ورکولو له وېرې سره ژوند کوي. د «لا ډېر لرلو» نه ختمېدونکې هیله ډېر وخت د انسان ارام له منځه وړي، ځکه د بس کېدو احساس پکې نه پیدا کېږي. په دې لاره کې ځینې خلک خپلې انساني، عاطفي او کورنۍ اړیکې هم د پیسو قرباني کوي او د اړیکو ارزښت د مال له اندازې سره تلي.
خو له بلې خوا، د فقر ترخه حقیقت هم نه شي نادیده کېدای. فقر یوازې د پیسو کموالی نه دی؛ بلکې د محدودیتونو، فشارونو او نابرابرۍ ټولګه ده. فقر د ژوند کیفیت، د پرمختګ فرصتونه او حتا د انسان عزت اغېزمنوي. د لومړنیو اسانتیاوو نشتوالی، د ګوزار فشار او د راتلونکې تلپاتې اندېښنه داسې کړاوونه زېږوي چې د شتمنو د ستونزو په پرتله ډېر ژور او ستړي کوونکي وي.
ښايي حقیقت د دې دوو نظرونو ترمنځ وي. پیسې بشپړه خوشالي نه راولي، خو نشتوالی یې د ارام او رضایت په لاره کې لوی خنډ ګرځي. شتمني کولای شي امنیت، فرصتونه او یو څه اسانتیا برابر کړي، خو د ژوند مانا، سالمې اړیکې او د زړه سکون هغه ارزښتونه دي چې د بانکي حساب په شمېر نه تلل کېږي. په پای کې، پیسې نه د خوشالۍ دښمنې دي او نه یې تضمین؛ بلکې یوه وسیله ده چې ارزښت او اغېز یې زموږ د کارولو او د ژوند په اړه زموږ د فکر پورې تړلی دی.
لیکواله: حمیده عرش
“ژباړه : نصيراحمد”څپاند
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.