وېره که احتیاط؟

لیکوال: نبي ستوری

162

نه هر ولاړ /درېدلی محتاط وي او نه هر روان زړور وي.

وېره هغه پټ خنډ دی، چې په ښکاره عقلانه برېښي؛ خو اصل د انسان د ودې مخنیوی کوي. ډېر وخت موږ وېرې ته د احتیاط نوم ورکوو؛ خو په اصل کې دا وېره ده چې له موږ څخه فرصتونه اخلي او وروسته لاس پسې مروړو؛ خو په لاس هېڅ نه راځي. وېره هغه وخت ډېره خطري وي، چې د احتیاط جامې واغوندي؛ ځکه انسان فکر کوي چې عاقلانه پرېکړه ده، حال دا چې وېرېدلی وي.

ځينې وختونه انسان د نورو لخوا نه زنداني کېږي، بلکې خپله وېره یې د لاس، پښو او فکر تر ټولو لوی ځنځیر وي؛ ارواپوهنه د دې ډول وېرې مختلف لاملونه ښيي چې ځينې د ناکامۍ له کړکۍ راځي، کله د انتقاد او نیوکې له وېرې، کله هم د یوازیتوب له وهمه او کله هم د راتلونکي ناڅرګندتیا څخه!

موږ ډېری وخت له واقعي نه، بلکې له تصور شوې وېرې تېښته کوو او پر ځان مو یوه دلۍ غمونه بار کړي وي؛ خو په حقیقت کې د وېرې احتمال دومره نه وي لکه څومره چې موږ ژوند پرې تریخ کړی وي، حتی ډېری وخت مو خپل مثبت ګامونه پخپله تړلي وي مثلا «که ناکام شې!؟ که خلکو درپورې وخندل!؟ که چا پېغور درکړ!؟ او… .» کله چې دغو پټو غږونو ته لبیک ووایې او ویې منې؛ نو ځانپېژندنه او هڅه درته بې معنی څه ښکاري. ځکه وېره ډېری وخت د راتلونکي، نوښت، بدلون او ګام پورته کولو سره تړلې وي. خو د ډېرو کمو خلکو دې ته پام کېږي، چې ولې له دې وېرې سره ژوند کوم؟ د وېرې د له منځه تللو یوازینی قانون او لاره دا ده، چې له څه وېرېږې باید له هغه سره مخ شې؛ نو هغه وخت پرې غالبېږې او انسان پوهېږي، چې څومره وېره تصورېده په حقیقت کې دغومره نه ده. د احتیاط او وېرې ترمنځ نازکه کرښه ده، ځکه یې تفکیک لږ ګران کار وي. مثلا وېره دا نه وايي: مه راځه، وايي که راغلې لوېیږې؛ خو احتیاط وایي: راشه؛ خو له پلان سره. زده کونکی وايي «که دریځ ته ودرېږم، که خطا شوم که خلکو راپورې وخندل او… »؟ بل زده کونکی ورته احساس لري؛ خو له دې سره سره متن برابروي، تمرین کوي ځان سره وایي زه باید ځان چمتو کړم بیا سټېج ته ځم.

وېرېدونکی وايي که کاروبار وکړي ښایي تاواني شم، پیسې به مې له لاس ووځي؛ نو پښه یې پر پښه اړولې وي هېڅ نه کوي بل کس ورته شک لري؛ خو مارکېټ ګوري، مشوره اخلي، لږ پانګونه کوي، ازمایښتي کار پيلوي او بالاخره بریالی کېږي.

وېره په وړتیا شک پیدا کوي؛ خو احتیاط د وړتیا پیاوړي کولو ته لار هواروي. همدا راز وېره د درېدو لامل دی خو احتیاط د ښه چمتوالي یا قدم اخیستلو هڅونه ده.

نو له ځانه وپوښتئ دا چې حرکت نه کوم، ګام نه اخلم، نه یې پيلوم دا عقل/ احتیاط دی که وېره؟ که عقل وي خو ښه او که وېره وي باید ورسره مخ شې، څو هغو هیلو او ارمانونو ته ورسېږې، چې ژوند دې پرې لاخوندور او ارزښتمن کېدای شي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.