خدایه دا مور یی لیونۍ کړې
میٔن پرې زه یم، دا یی بل ته ورکوینه
زړگی مې داسې درنه تور شو
چې اوس دې نوم اورم، خبره بدلومه
په پټو پټو لارو راشه
دا پښتانه دي بیا به سل کیسې کوینه
د لنډیو د دې برخې لهپاره تاسو درنو لوستونکو ته دا لنډۍ راټولې شوې دي:
د خدایرسول ته به گیله کړم
ستا په امت کی زه بی یاره گرځېدمه
د زړگي تاؤ مې پرې کم نهشو
د پشکال باران ته ډېره ودريدمه
د بېلتانه زور مې لیدلی
پر میـږي پښه نهږدم چې یار بې پاتېشینه
د بې وفا په نوم دې یادکړم
تا څه لیدلې دې زما د زړه داغونه
د دعا چل دې رانه هېر کړ
مئین دې ډېر شه، چې ښېرې درته کوینه
د سترګو ټول نظر پر ما کړه
لکه ويشتلې مرغۍ بېله ناستهيمه
ستا تر نازکو شونډو جار شم
یا دې چیچلي، یا دې بیا یادشوی یمه
زړگیه ځان ورته تکړه که
اشنا له سپین مخ نه نقاب پورته کوینه
زړگی مې داسې درنه تور شو
چې اوس دې نوم اورم، خبره بدلومه
زما و ستا روغه یی ونهکړه
اوس به ښېـری د کلي مشر ته کومه
خدایه دا مور یی لیونۍ کړې
میٔن پرې زه یم، دا یی بل ته ورکوینه
لېونتوب نه دی مئینتوب دی
هسې مې مور د ليونتوب علاج کوينه
ملنگه کبر باندې مهکړه
که جانان خاور درکوي، تړه بارونه
مړه به مې کړي، دربه مې نهکړي
بـېـگاه مـې مــور راتــه صـفـا ویـليدیـنـه
پر لالي سختېورځې راغلې
د مور سکه ورونه ترې لارې بدلوینه
په پټو پټو لارو راشه
دا پښتانه دي بیا به سل کیسې کوینه
په ما شکمن لالیه واوره
که بل می یار وی زه به سره کافره یمه
پر خپل زنگون به دې حلال کړم
د بل یارۍ ته به دې پرېنږدم مئینه
په غړېدلو سترگو گوره
د زړهټکوره لیونی درپسې شومه
په توره شپه راپسې ګرځې
د تورو شپو ورک شوي چا موندلي دینه
څنگه په ځیرځیر راته راگورې
زه هماغه یم، اندیښنو خوړلی یمه
څنګه ناڅاپه را په زړه شوی
داسې ناڅاپه مو خدای راوله مينه
جانان چې خپله راسره وي
د بېلتانۀ دې تل تر تل خلاص وي لاسونه
ځان رانه هیـر، تۀ مې پۀ زړۀ یې
د بـل وطـن جـانـانـه تــل دې یــادومــه
ټپې مې ډېرې درته وکړې
مطلب مې دا دی چې میٔن درباندې یمه
غرور مې ښه درته مالوم دی
که دې په ضد کړم، بیا به وکړې ارمانونه
اول یاري دې پۀ زاري وه
اوس دې راځي پۀ غم لړلي ځوابونه
اوس د هيچا د سيالۍ نه يم
لکه زخمي کوتره بېله ناسته يمه
اوس به دې پلار رانه خلاص نهشي
له ما دې دې ټول عمر ریوړۍ خوړليدينه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.