ھغه د تیرې اونۍ په سر کې نظامي محکمې غوښتی و او له دندې یې گوښه کړی و خو ھغه مھال شرائط حساس و، ھلته له پنجاب سرہ پر فرضي پوله نښتې او په قطر او ترکیه کې مذاکرات روان ول.
په ھغسې حالاتو کې، ډاکتر صیب پخپله نه غوښتل چې د دندې پریښودو خبرہ یې رسنیزہ شي. اوس ھم که خبر مطبوعاتو ته نه و لیک شوی، ښایي ډاکتر صیب تر ډیرہ دا خبرہ ھمداسې غلې پرې ایښې وہ، ځکه ھمدا ورته د امارت او افغانستان په خیر ښکاریدہ! ھغه نه غوښتل د څو محدودو کسانو لخوا ورته د رسیدلي ضرر څخه د امار ت مخالفین ناوړہ گټه پورته کړي.
تاسې له ھمدې څخه اټکل کولای شئ چې ھغه ته د ھیواد او امارت منافع تر خپلو شخصي ھغو څومرہ عزیزې دي؟
د کونړ پر سیند د مستند جوړول؟
د تړون په نوم چا لیکلي د کونړ پر سیند یې مستند جوړاوہ خو ډاکتر اعظم صیب حاضر نشو، مرکه ورسرہ وکړي!
یوې مرکې ته نه حاضریدل یې داسې ښودلی چې گواکې اعظم صیب د پاکستان څخه ویریږي او د ھیواد ملي گټو ته ژمن نه دی!
دې خبر ته په خواله رسنیو کې د غني جمبوریانو، پخوانیو غوړہ مالانو او په اخلاقي لحاظ ټیټو او لویدلو کسانو زور ورکړ.
ښایي ډاکتر اعظم پخپله که مناسب یې وبولي د تړون د خبرې ځواب ووایي، خو زہ به دلته یو څو پوښتنې د دې لنډ اندو مخې ته کیږدم!
۱- دا پوښتنه ھغه مھال ولې نه مطرح کیدہ چې ډاکتر صیب پر کار و؟
۲- آیا یوې مرکې ته نه حاضریدل د ملي گټو سرہ د ټکر او یا د گاونډي څخه د ویریدو مانا ورکوي؟
تیر کال ماته یو ملگري زنگ وھلی و چې د پښتونستان په اړہ په یوہ گردي میز کې ورسرہ گډون وکړم.
ما ورڅخه معذرت وغوښت. آیا دا اوس په دې مانا دہ چې زہ د لر وطن داعیې ته ژمن نه یم؟! یا لَلعجب!
۳- تړون وایي:
اعظم صیب د پاکستان له ویرې مرکې ته حاضر نشو.
زہ وایم:
د روسانو سرہ د جھاد پر مھال چې د مجاھدینو ټول مشران په پاکستان کې میشت وو، اعظم صیب یو کتاب د “ افغان مجاھدین ولې بې اتفاقه دي” تر عنوان لاندې لیکلی و. په ھغه کتاب کې یې د مجاھدینو د بې اتفاقۍ پړہ پر پاکستان اچولې وہ.
ھغه مھال داسې څه لیکل یا ویل د سر پر قیمت تمامیدای شو. ھمدا راز لیکنو خو شھید عزیز الرحمن “ الفت” شھید بھاؤ الدین “مجروح” شھید عبد الرحیم “څینزائي” او زموږ د ولس نور د فکر او سر سړي خوړلي وو.
که اعظم صیب ویرہ لرلای نو ھغه مھال، چې د مجاھدینو د مشرانو کورونه په پاکستان کې و، د مجاھدینو اکمالات له ھغه ځایه و او موږ په ھر لحاظ ورته اړ وو، نو به ولې یې داسې ستر خطر پر سر اخیست؟!
اوس چې موږ، لله الحمد د خپل قوي مرکزي حکومت څښتنان یو، پاکستان ته ھیڅ راز اړ نه یو، نه مو کورونه ھلته دي او نه مو نور اکمالات له ھغه ځایه دي نو بیا به د کوم منطق پر اساس ډاکتر صیب له پاکستان څخه ویرہ لري؟!
۴- د کونړ پر سیند بند جوړول یوہ مطلقه تخنیکي او مسلکي مسئله دہ، چې زموږ رسنیو او د پاکستان څخه ولسي نفرت حساسه کړې. سرہ له دې چې د اوبو او بریښنا وزارت پرې د بند جوړولو اعلان کړی خو بیا ھم افغان حکومت باید پریښودل شي چې بې د ولسي فشار څخه د اولیتونو په درک کولو تصمیم ونیسي.
زہ شخصاً د کونړ سیند پر غاړہ پرتو سیمو کې ډیر گرځیدلی یم. موږ ھلته د ډیرو اوبو د ذخیرہ کولو او مصرفولو ھیڅ ظرفیت نه لرو. په کومو ځایونو کې چې د کونړ سیند بھیږي، ھلته داسې پراخې دښتې، صحراوې او یا لوی میدانونه ھم نشته چې دا اوبه به پکې مصرف کړای شو، بله یې دا چې د کونړ د سیند اوبو یوہ سترہ برخه د ھمالیا له غرونو څخه سرچینه اخلي او دا غرونه د پاکستان په خاورہ کې موقعیت لري.
د کونړ پر سیند د بند یا وړو بندونو جوړول د پاکستان په گټه ھم دہ، ځکه موږ ټولې اوبه نه شو مصرفولای، ھغوی ته به په منظمه توگه ورځي او کوزہ پښتونخوا به ھم د اوس پڅیر له سیلابونو نه کړیږي.
دوستانو!
الله عزوجل قرانکریم د “ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ”
ھغو خلکو ته را استولی چې د ځمکې او اسمانونو په تسخیر کې فکر کوي، خو موږ د ھر چا خبرہ بې فکرہ منو!
قرانکریم موږ ته ھدایت کوي چې د فاسق په خبر کې څیړنه وکړو، خو موږ ډیر کم دا کار کوو!
تړون و امثالھم به یې ھر څه وایي خو راځئ! موږ به په ھر خبر کې فکر او څیړنه کوو، تر څو وروسته له پښیمانۍ سر مخ نشو!
ډاکتر اعظم یو ملي شخصیت دی!
راځئ! خپل ملي شخصیتونه د کومې سیمه ایزې رسنۍ سرہ پر مرکه کولو یا نه کولو داغدارہ نه کړو!
والله المستعان
_______________________
حفیظ الدین پیرزادہ
د نومبر ۵/ ۲۰۲۵ م
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.