د افغانستان او پاکستان شخړه او مذاکرات

لیکوال: نیک محمد نیکمل

188

افغانستان او پاکستان د سیمې هغه دوه هېوادونه دي چې له جغرافیې، تاریخ، کلتور او ژبې سره سره، تر ټولو ژور بې‌اعتمادي هم لري. دا بې‌اعتمادي یوازې د سیاست او سرحد په کچه نه ده، بلکې د ذهنیت، ارادې او هدف تر بنسټه رسېږي. پاکستان له خپل جوړېدو راوروسته د افغانستان په کورنیو او بهرنیو چارو کې لاسوهنه کړې، او تل یې هڅه کړې چې کابل د خپلې “ستراتیژیکې ژورې” د منطق تابع وساتي.

پاکستان، لکه اسراییل، د سیمې په سیاسي جوړښت کې د یو بهرني ذهنیت او مصنوعي جوړښت نښه ده. دواړه هېوادونه د غرب له ملاتړ پرته نه شي پاتې کېدای، او د خپل موجودیت ضمانت د نورو د کمزوري کولو او د کړکېچ رامنځته کولو په دوام کې ویني. د دوی ستراتیژي تل پر دوکه، ژمنه ماتوونکي چل، او د لنډمهاله امتیاز اخیستو ولاړه ده.

پاکستاني پوځ او استخبارات د افغان ولس د زغم، جرئت او د ایمان له ځواک سره نه شي مقابله کولای. د دوی “قوت” د بنګله‌دیش په بیلتون، د کشمیر په جګړه، او د خپلو کورنیو تاوتریخوالو په بڼه ننگار شوی. د پاکستان پوځ یو مصنوعي ځواک دی، چې د دروغو پر تبلیغاتو ولاړ دی، نه پر ملي باور.

افغان ملت اوس خپل استقلال د قربانۍ په بیه تر لاسه کړی. د مزاکرو دروازې باید د عزت او برابري پر بنسټ پرانیستې وي، نه د فشار او غوښتنو پر اساس. د افغانستان اسلامي نظام باید هوښیار وي، ځکه د پاکستان ژمنې د باد په څېر بې‌ثباتې دي.

په حقیقت کې، د سیمې اصلي کینسر هغه هېوادونه دي چې د نورو په وینه ځانونه ژوندي ساتي — پاکستان او اسراییل یې روښانه بېلګې دي. خو د تاریخ قضاوت تل د حق په لور وي؛ او دا ځل د افغانستان ولس د ایمان، غیرت او وحدت په ځواک ولاړ دی.
درنښت …. یارب 🤲🏻

د کونړ د بند ستراتیژیک اهمیت – له اوبو مهارولو تر زراعتي او اقتصادي بیدارۍ پورې

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.