د پاکستان هوايي ځواکونو نن نیمه شپه د افغانستان د پکتیکا په برمل او اُرګون او د ننګرهار د خوګیاڼو، غنيخېل او بهسود ولسوالیو په شاوخوا کې هم بمباراو ستر جنایت تر سره کړ.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره تایید کړه، چې په افغانستان کې یې پر ۷ ځایونو هوایې بریدونه کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد هېواد هوايي ځواکونو د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ډیورنډ کرښې ته څېرمه پر ۷ ځایونو باندې هوايي بمبارۍ کړې دي.
طالبانو تر اوسه د پاکستان د هوايي بریدونو په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، د ننګرهار پر بهسودو ولسوالۍ د پاکستاني اجیر پوځ په هوایي بمباریو کې د ۱۲ ماشونو په ګډون ۱۷ ملکیان شـهیدان شوي دي. دا ټول د یوې کورنۍ غړي دي او یوازې ۲ کسان یې ژوندي پاتې دي.
د پنجابي پوځ په هوايي بریدونو کې، د ننګرهار د شهیدانو لېست:
د یو کلن ماشوم په ګډون د یوې کورنۍ ۱۷ شهیدان
په دې کورنۍ کې له ۱۹ تنو ۱۷ تنه شهیدان شوي.
۱شهاب الدین ولد ضیالدین عمر۸۰ کاله
۲شراکت ولد شهاب الدین عمر۳۰ کاله
۳ شیر ولد نزاکت عمر۱۵ کاله
۴فخرعلم ولد نزاکت عمر ۱۲ کاله
۵نورعلم ولد نزاکت عمر۱۰ کاله
۶میرعلم ولد نزاکت عمر۸ کاله
۷فریشه ولد نزاکته عمر۱۷ کاله
۸خدیجه ولد نزاکت عمر۱۵ کاله
۹مروا ولد نزاکت عمر۶ کاله
١٠- د نزاکت مېرمن مهمنده ولد شاتور عمر۴۰ کاله
١١ بی بی روضه ولد ذین العابدین عمر۳۰ کاله
١٢نازمه ولد شراکت عمر۱۶ کاله
١٣شمس ولدشراکت عمر۱۴ کاله
۱٤ افتاب ولد شراکت عمر۱۰ کاله
۱٥باسط ولدشراکت عمر۵ کاله
۱٦محمدولدشراکت عمر۱کال
۱٧زحمیان ریاض الله ولد نزاکت عمر۲۰ کاله
د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکي تل داسې تورونه لګولي خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وايي هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي او د پاکستان حکومت تورنوي چې د داعش خراسان ډلې ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی دی.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.