خوزه انټونیو نوګیرا د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې مشر روزونکی وټاکل شو

26

کابل (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۴): برازیلی خوزه انټونیو نوګیرا د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وټاکل شو.

نن په همدې اړه جوړه شوې غونډه کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون د اجرائیوي کمېټې غړي عبدالحق فیضي وویل چې له خوزه انټونیو نوګیرا سره د فوټبال ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه د یوه کال لپاره قرارداد لاسلیک شو.

هغه هیله څرګنده کړه چې د نوي روزونکي په راتلو سره به د فوټبال ملي لوبډله ښه وځلېږي.

هغه زیاته کړه، په نږدې راتلونکي کې به د ملي لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو ټاکلو په موخه په کابل کې کمپ ترسره شي چې د داخلي لوبغاړو ترڅنګ به له هېواده بهر هغه افغان لوبغاړي هم ګډون په‌کې وکړي چې مخکې د ملي لوبډلې برخه وو.

دغه‌راز، په دې غونډه کې د فوټبال ملي لوبډلې روزونکي خوزه انټونیو نوګیرا وویل، ډېر خوشحاله دی چې افغانستان ته راغلی دی.

هغه زیاته کړه، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لپاره ښه پلان لري او غواړي چې له دغو لوبغاړو سره سخت کار وکړي څو فوټبال پرمختګ وکړي او زیاتوي چې دا به یوه څه وخت ته اړتیا ولري.

د یادونې ده، له دې مخکې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې مشر روزونکی ایټالیایي «وینچنزو البرټو انزه» و.

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.