د عصري بشري منابعو مدیریت تاریخچه او رامنځته کېدل

نصيراحمد څپاند

55

سريزه:
بشري منابعو مدیریت (HRM) نن ورځ د هر سازمان د بریا یو اساسي او ستراتیژیک بنسټ بلل کېږي، خو دا تل داسې نه و. پخوا دا یوازې د استخدام، معاش او اداري چارو پورې محدود و، خو د وخت په تېرېدو سره یې پراخ بدلون وکړ او اوس د سازمان د پرمختګ، کلتور جوړونې، او د کارکوونکو د وړتیاوو د لوړولو مهم محور ګرځېدلی دی.
دا مقاله د بشري منابعو مدیریت تاریخچه په ساده، روانه او عام فهمه پښتو ژبه تشریح کوي، تر څو لوستونکي وکولای شي د دې مهم علمي او عملي ډګر پرمختګ په ښه توګه درک کړي.
۱.له صنعتی انقلاب مخکې دوره(Pre-Industrial Era)
د صنعتي انقلاب نه مخکې، خلک زیاتره په کرنه او لاسي صنعتونو بوخت وو. کارونه په کوچنیو کورنیو یا محلي ډلو کې ترسره کېدل.
ځانګړتیاوې:
د کار مدیریت غیر رسمي و
کوم منظم سیستم یا پالیسۍ نه وې
ځانګړي HR مسؤلین نه وو
د کارکوونکو حقونه نه وو تعریف شوي
په دې دوره کې د کارکوونکو هوساینه او رضایت تقریباً هېڅ اهمیت نه درلود.
۲. پیل او صنعتي انقلاب
د بشري منابعو عصري مدیریت د صنعتي انقلاب وروسته رامنځته شو، شاوخوا د ۱۷۶۰ میلادي کال په انګلستان کې.
مهم بدلونونه:
فابریکې جوړې شوې
ډله‌ییز تولید پیل شو
د کارکوونکو شمېر زیات شو
له همدې امله، د کارکوونکو د تنظیم او مدیریت اړتیا پیدا شوه.
نوې دندې رامنځته شوې:
د کار مدیران (Labour Managers)
د هوساینې مسؤلین (Welfare Officers)
دا د Personnel Management (د پرسونل مدیریت) پیل و.
د صنعتي انقلاب له امله، فابریکو او تولیدي شرکتونو کې کارکوونکو ته اړتیا زیاته شوه، او په همدې اساس د کار مدیریت او کارکوونکو روزنه مهمه موضوع شوه.
د دې دورې کارونه د فابریکو په شرایطو کې د تولید زیاتوالي لپاره مرکوز وو.
۳. لومړني مکتبونه او نظریې
په ۱۹ پېړۍ کې، د کارکوونکو لومړني قواعد او لارښودونه جوړ شول.
کارکوونکي یوازې د تولید او فزیکي کار له نظره ارزول کېدل، او د کارکوونکو حقونه او هوساینه دومره مهمه نه ګڼل کېده.
۴.علمي مدیریت او انساني اړیکې
علمي مدیریت
په دې مرحله کې هڅه وشوه چې کارونه په علمي ډول تنظیم شي.
مهم ټکی:
کارونه باید منظم، معیاري او چټک ترسره شي
انساني اړیکې
وروسته پوه شول چې کارکوونکي یوازې د کار لپاره نه دي، بلکې احساسات هم لري.
مهم ټکي:
د کارکوونکو سره ښه چلند مهم دی
ښه چاپېریال کار ښه کوي
اړیکې د کار په کیفیت اغېز لري
نتیجه: کارکوونکي یوازې د کار وسیله نه، بلکې انسانان دي.
فریډریک ټیلر (Frederick Taylor – د ساینس مدیریت بنسټګر) د کارونو د ساینسي مدیریت نظریه وړاندې کړه چې هدف یې د کارکوونکو د تولید زیاتوالی او د وخت کمول وو.
۵. د بشري منابعو مدیریت د عصري مفکورو رامنځته کېدل
د ۱۹۳۰ او ۱۹۴۰ مېلادي کلونو په جریان کې، د کارکوونکو رواني او ټولنیزې اړتیاوې هم مهمې وګرځېدې.
ایلډا هارټ (Elton Mayo) د هاکس فابریکو تجربې ترسره کړې چې وښودله کارکوونکي یوازې د معاش یا فزیکي شرایطو له مخې نه، بلکې د ټولنیز چاپیریال او همکارانو له اړیکو څخه هم اغېزمن کېږي.
له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، سازمانونه پراخ شول او اقتصادونه وده وکړه.
مهم بدلونونه:
د کار قوانینو رامنځته کېدل
د کارګرو اتحادیو پیاوړتیا
د HR رسمي څانګو جوړېدل
همدا تجربه د انساني چلند مدیریت (Human Relations Management) د رامنځته کېدو سبب شوه.
۶. د عصري HR مدیریت اصول
په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ مېلادي کلونو کې، د بشري منابعو مدیریت د شرکتونو د ستراتیژۍ مهمه برخه وګرځېد.
اصلي تمرکزونه یې:
د کارکوونکو استخدام او انتخاب
روزنه او پرمختګ
د اجراآتو ارزونه
د کارکوونکو رضایت او هوساینه
د شرکت ستراتیژیک اهدافو سره د بشري منابعو همغږي
۷. نننۍ عصري HR مدیریت
نن ورځ، د HR مدیریت یوازې د کارکوونکو استخدام نه دی، بلکې د ټیمونو رهبري، استعداد مدیریت، سازماني کلتور، متنوعیت، شمولیت، او ټکنالوژۍ سره همغږي شاملوي.
شرکتونه هڅه کوي چې د کارکوونکو مهارتونه د بازار اړتیاو سره برابر کړي او د هغوی هوساینه او رضایت لوړ کړي.
اخذ:https://www.qandle.com

د ناروغ پوښتنې (عیادت) کلتور

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.