له نږدې پنځه لسیزو راپدېخوا په پاکستان کې د افغان کډوالو مېشت کېدو د دغه هېواد سیاسي، ټولنیز او اقتصادي جوړښت بدل کړی دی. د تاریخ په اوږدو کې هېڅ داسې بيلګه نلرو چې د دواړو هېوادونو برخلیکونه دې دومره سره تړل شوي وي. په پاکستان کې د افغان کډوالو ځاى په ځاى کيدل هغه اړيکه وه چې د انسانیت پر بنسټ رامنځته شوه، خو د ناسمو نيتونو او کږو روایتونو په څپو کې یې د بدګمانيو او بي باوريو ګڼ ديوالونه هم ودرول. د پوښتنې اړتیا ده چې نن ولې د پاکستان په سیاسي بحثونو او رسنيو کې افغانان احسان فراموش او محسن کُش بلل کېږي. تر هر څه مخکې اړینه ده چې دغې ګډ ناورين ته په غوسه او سليقوي چلن نه، بلکې د ريښتینولي او متوازن درک له زاويې څخه وکتل شي.
افغانان بې له شکه د پاکستان د خلکو له لورې شوې مېلمه پالنې د زړونو له کومې منى. میلیونونو افغان کډوالو کورنیو د هغوی په ښارونو او کلیو کې پناه وموندله، په داسې وخت کې چې افغانستان د شوروي یرغل په وړاندي د سپيڅلي مبارزې په کولو د مکلفيت له امله په جګړه اخته وو. پاکستاني ولسونو، په ځانګړي ډول د خیبرپښتونخوا او بلوچستان خلکو ورته خپل زړونه او غيږه پرانیسته، لږې سرچینې یې له خپلو وروڼو سره شریکې کړې، او افغانان یې د خپلو وروڼو په څېر ومنل. دغه سپيڅلي انساني عاطفه چې په کلتور، عقیدې او ګډ تاریخ ولاړه وه، هېڅکله باید هېره نه شي. ملتونه یوازې د حکومتونو د سیاستونو له مخې نه، بلکې د خلکو د اخلاقي چلن په شاخصونو باندې پيژندل کيږي.
توپير دادى چې دَ سياست په رنګونو، نيرنګونو او د ستراتېژيو په مارکيټونو کې د افغانانو ملاتړ هېڅکله د هغو ولسونو په څېر رښتیني او سوچه نه وو . د پاکستاني وګړو سخاوت منل عدالت دی، خو دا به تاریخي جفا وي چې افغان کډوال یوازې یو اړخيزه توګه په پاکستان باندې بوج وګڼل شي. هغه هم داسې بوج چې د پاکستاني حکومت دې د سوچه احساس له مخې پر اوږو وړی وى. کډوال یوازې مېلمانه نه وو؛ هغوی د یوې سترې جیوپولیټیکي معادلې برخه شول چې پاکستان ورڅخه څو لسیزې د سیاست، اقتصاد او نړیوال نفوذ په ځانګړي ډول د ستراتېژیکو موخو او د افغانستان په سياستونو باندي د نفوذ درلودلو په برخه کې د پام وړ ګټې ترلاسه کړي.
د شوروي یرغل پر مهال د افغان کډوالو شتون پاکستان له یوه عادي سیمهيي دولت څخه په نړیواله کچه د لومړۍ کرښې په لوبغاړي بدل کړ. نړیوالو مرستندويه بنسټونو پاکستان ته میلیارډونه ډالر پمپ کړل، غيردولتي موسساتو پراخ ماموریتونه ترسره کړل او نړيوال ځواکمن هېوادونه د شوروي ځواکونو د يرغل په وړاندي د پاکستان د ستراتیژیک موقعیت پر محور راټول شول. پاکستان یوازې مالي مرستې نه؛ بلکې نړیوال مشروعیت، ستراتیژیک اهمیت، او په سیمه ييزو معادلو کې ځانګړې برلاسى ومونده . د کډوالو کړکېچ د نړيوالو مرستو تسلسل توجیه کاوه، پاکستان یې په دپلوماتيک ډګر کې پیاوړی کړ، او د سړې جګړې په سیاسي نقشه کې یې د یوه مهم لوبغاړي حیثیت ورکړ. دا د افغانانو دعوې نه دي؛ دا مستند تاریخي حقیقتونه دي چې نه پټېدلی شي او نه باید ورباندي سترګې پټې شي.
په داسې حال کې، نن افغانان د امنیتي ګواښ يا احسان هېروونکي په نومونو یادول په هغو ګډو ګټو باندي خاورې اړوي چې د دواړو ملتونو اړیکې یې جوړې کړې وې. مننه او احسان منل یوازې یو طرفه سړک نه دی او د تاريخ پاڼې هم یوازې هغه څه نه ثبتوي چې د پاکستان سیاست پرې تکیه وکړي. د افغانانو ټولیز بې ځایه کېدو جریان او د شوروي يرغل په وړاندي د افغان ولس مقاومت ددې لامل شو چې په دغه هېواد باندې ستره نړیواله پانګونه وشوه او د پاکستان ستراتیژیک اهمیت يې ور زیات کړ.
اوسنی بحران د افغانانو او پاکستاني خلکو ترمنځ نه، بلکې د تاریخي واقعیتونو، سیاسي مانورونو او د ناکامو استخباراتي روايتونو ترمنځ د ټکر او پيچلتياو کيسه ده. حکومتونه تل خپله ناکامي پټوي او خپلې قرباني غټوي. نننی رسمي بحث په پاکستان کې د کډوالو اقتصادي بوج بربنډوي او امنیتي نيمګړتياوې بانه ګرزوي، خو په خپلو ناکامو تګلاره پرده اچوي، د څو لسیزو اوږدمهاله مالي مرستې، نړیوال ملاتړ او ستراتیژیک فرصتونه نه یادوي چې د همدغه بحران په نتیجه کې پاکستان ترلاسه کړې وو. افغانان داسې هم نه دي چې د سیاسي کیسو ساده شوې نسخه ونه پيژني او نه هم داسي چي احسان د تلپاتې سیاسي غلامي نوم وګڼي.
مېلمهپالنه هغه مهال خپل لوړ اخلاقي ارزښت له لاسه ورکوي او د احسان له دائرې څخه وزي چې دغه عاطفي او انساني ځانګړتيا د فشار او برلاسي د وسیلې په توګه وکارول شي. هغه مرستې بيا خپله اهمیت بايلي او په يوه نفسياتي بار او پيغور بدلېږي چې په ملت تحميلېږي، د مرستې ترلاسه کوونکی د سپکاوي او تمسخر د يوې بېارزښته آلې په توګه انځوریږي. افغانان باید د پاکستاني ولسونو مرسته مني، خو دغه مرستې د نمک حرام او احسان هيروونکو په څير پيغورونو منلو ارزښت نه لري.
دواړه هېوادونه هغه مهال له تلپاتي ثبات څخه برخمن کېږي چې احساساتي تورونه، يو بل ته ګواښونه او په يو بل باندې د احسان اچولو خبره پرېږدي او خپل روایتونه په ځمکنيو واقعیتونو پورې وتړي. جرمونه او غيرقانوني کړنې هر ځای کېږي، خو دا د ملتونو هويت نه وړاندې کوي بلکې د افرادو کړنې ګڼل کېږي. عدالت دا نه دی چې د کډوالو ټولنه د څو افرادو د کړنو مسئوله وګڼل شي، په ځانګړي ډول هغه وخت چې کډوال پخپله د پاکستان تر ټولو زیانمنونکي قشر وي. افغان کډوال په ټوليز ډول د پاکستان د امنیتي ستونځو سرچینه نه وو او نه باید وي. د دغو ستونځو ریښې په هغو ناکامو پالیسیو کې نغښتې دي چې د پاکستان لخوا د ستراتېژیک ژوروالي ترعنوان لاندې پیل شوې وې.
که پاکستان غواړي د امنیتي ستونځو حل ومومي، نو د عام ولس د تورنولو او افغانانو ته د پړې ګوته نيولو پرځاى باید خپله ستراتیژي په ريښتوني ډول له سره وارزوي او افغانان هم باید د دومره اوږدې مېلمه پالنې احساساتي او دروند بار درک کړي، او د کډوالي د حل او له بې هويته حالت څخه د راوتلو لپاره عملي ګامونه واخلي. د خپلو تګلارو له سره ارزونه دواړو هیوادونو او د کډوالو ټولنې ته لازم دی.
په پای کې، د افغانستان ـ پاکستان راتلونکې هغه وخت سمون مومي چې دواړه هېوادونه له هغو روایتونو څخه راووزي چې د خلکو پر ځای سیاستونو ته ګټه رسوي. دواړه ملتونه باید له احساساتي نیوکو واوړي او معقول تعامل ته مخه کړي. د کډوالو کيسه د پاکو او ناپاکو خلکو قصه نه ده؛ دا د ګډو کړاوونو، ګډو مسوولیتونو او ګډو ګټو داستان دی. د دغو پېچلتیاو پېژندل یوازې فکري سمون او ريښتونولي نه، بلکې د باورونو د بیا رغونې بنسټ دی. پرمختګونه هغه وخت پیلېږي چې پاکستان د کډوالو، د دروازو تړلو، تجارت او ټرانزټ مسایلو ته د فشار په وسیله نه، بلکې د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو او ګډو اړتیاو په سترګه وګوري. کابل هم باید د کډوالو منظم ستنېدو یا ځای پر ځای کېدو لپاره کوټلي ګامونه واخلي او د امنیتي مسایلو په اړه له پاکستان سره په اوږدمهاله ډول او له درناوي ډکو خبرو کې بوخت پاتې شي.
د افغانستان–هند اړيکې او د پاکستان اندېښنې: ګواښونه او واقعیتونه
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.