د نړۍ ټول ملتونه د تاریخ د ډیرو پیچلو پړاونو څخه تیر شوي، ستونزې يې ګاللي، قرباني یي ورکړي او مهاجرتونو ته اړ ایستل شوي دي؛ مګر بالاخره د تکامل، پرمختګ پړاو او نسبتآ د ټولنېزې سوکالۍ مرحلې ته رسیدلي دي.
افغان یو ستر ملت دی شاوخوا 70 میلیونه نفوس لري چې په دوه جلا او خپلمنځو رقیبو دولتونو (افغانستان او اوسنی پاکستان) قلمرو کې (د آمو او د اباسین سیندونو په شاوخوا کې) میشت دي.
افغانان د نړۍ او دسیمې د نورو ملتونو څخه متفاوت د ژوند رسوم او عنعنات لري. زمونږ د هیواد اقتصادي منابع او زمونږ د ولسونو ګټې وټې سرچېنې په طبعي ډول د نړۍ د نورو ملتونو سره توپیر لري. افغانان اکثره په کرکیله، مالدارۍ او سوداګریزه راکړه ورکړه او همدارنګه يو شمیر يې هم په لاسي صنایعو کې بوخت دي.
افغانستان یو غرنی هیواد دی، د غرونو دغه سلسلې د دې سبب شوي دي چې د افغانستان محلات او سیمې متفاوت اقلیمي شرایط ولري.
د افغانستان زیات شمیر نفوس په غرونو او درو کې ژوند کوي، اففان انسان هم لکه د نورو هیوادونو د وګړو په شان غوښتل يې چې یو پرمختللي او مرفع ژوند ته ورسیږي؛ خو هر ځلي د داخلي کشمکشونو او بهرنیو استعماري ځواکونو د (فکري، سیاسي او اقتصادي) یرغلونو سره په مخکېدو د افغانۍ ټولنې د تکامل سرعت سست او ورو کړل شوی دی. اوس په یوویشتمه پیړۍ کې هم افغان انسان د ژوندانه د ډېرو ابتدایي او لمړنیو اسانتیاو څخه بې برخې دی چې د منځنیو پیړیو یا د بیزانس د دورې سره په معادل حالت کې ژوند کوي؛ دا په داسي حال کې دی چې اوسنۍ صنعتي نړۍ د معلوماتي تکنالوژي خدماتو برخه، روباټ (مصنوعي انسان) جوړونې، سفینه جوړونه او د اتومي انرژي د تولید پروسه په چټکی سره بشپړوي؛ مګر افغانان لا هم د ډېرو کوچنیو ټولنېزو ستونزو په حل کې پاتې راغلی.
دلته د ټولنپوهني د علم په اساس د افغانۍ ټولنې د شاته پاتې کیدو څو عمده لاملونه په ګوته کیږي.
- بهرنی لامل.
- کورنی لامل.
- مذهبي لامل
لومړی لامل (خارجي يا بهرني لامل):
دلته د ټولنپوهنې اکثره شنونکې او د نظر خاوندان بیلابیل نظرونه وړاندي کوي، یو شمېرکسان د افغانۍ ټولنې د وروسته پاتېوالي عمده لامل بهرني فکتور په ګوته کوي او داسې استدلال کوي چې کورني لاملونه د خارجی لاملونو تر تاثیر لاندې دي او که بهرني لاملونه نه وي، داخلی ستونزې زر حل کیدای شي. دغه شمیر خلک اکثرا د توطیی د تیوري پر اساس استدلال او دعوې کوي چې بهرني ځواکونه د خپل استعماري برنامو د تطبیق لهپاره په کمزورو ملتونو کې د پرګنو ترمنځ نفاق ته لمن وهي، د وګړو د کمزورتیاو لکه فقر، غربت او بیکارۍ نه ناوړه ګټه اخلي او د خپلو پرمختللو وسایط او ابزارو نه غلطه استفاده کوي ترڅو ناتوان ولسونه پرې وځپي او د عامو خلکو فکر منحرف کړي؛ خو دلته که دغه استعماري برنامې تطبیق نهشي افغان یا هره بله وروسته پاتې ټولنه د پرمختګ مسیر زر طی کولی شي؛ یا په بل عبارت ځینی کسان د افغانۍ ټولنې د شاته پاتېوالي عمده لامل بهرنۍ ګټې او کورنۍ ستونزی یواځې د تسریع کوونکې لامل په توګه ورپیژني. د دغې نظرې پلویان استدلال لري چې په ټولنه کې موجود داخلي تضادونه، فکري خلاوې، د وګړو دیني وهمیات، خرافاتي روایات او رایج منفي عنعنات د انسانانو په ورسته پاتېوالي کې کوم بارز تاثیر نهلري؛ بلکې په واقعيت کې د دې نظرې پلویان ټولنه منفي طرف ته سوق کوي. ددغي نظرې پلویان د هیواد په صنعت، تولید او دټولنې د سیاسي او اجتماعي نظم په ایجاد کې سهم نهاخلي او نورو وګړو ته هم دا ذهنیت ورکوي چې هر څه د بهرنیانو په لاس کې دي او د ټولنې بومي خلک باید د نورو پرمختللو هیوادونو رحم او کرم ته په تمه شپې سبا کړي؛ ترڅو په دي ډول ټولنه د فلج کیدلو خواته سوق کړي.
دویم لامل (داخلي او کورنۍ لامل):
خو ځیني نور شنونکي بیا په دي فکر دي چې داخلي لاملونه عمده او اساسي دی او په ټولنه کې موجود تور تضاد (د سیاسي واک لهپاره ناسالم رقابت یا جګړه)، ټولنه کې شته فکري تشه یا خلا، دیني وهمیات، خرافاتي روایات، رایج منفی عنعنات، د بهرنیو ځواکونو کار چې مخکې نه په کمین کی ناست دي اسانه کوي او بهرني استعماري ځواکونو ته د وروسته پاتې هیوادونو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې زرین فرصت ورکوي. هغوي چې داخلي لاملونه د ټولنې د وروسته پاتېوالې عمده دلیل ګڼي پړه د ټولنې د افرادو په کړه وړه کې ګڼي چې د ټولنې افراد خپل مسولیتونه نه درک کوي، د پردیو په غلطو وعدو غولیږي، راحت طلبه دي؛ خو د یو مستریح ژوند لهپاره د لوازمو او ابزارو په تولید او تهیه کې برخه نه اخلي.
فقر او غربت په کار زیار او زحمت له منځه ځي، اقتصاد او شتمني هله ثبات پیدا کوي چې په مثبت او مشروع طریقه ترلاسه شي او د مشروع لارې شتمن کیدل ډیر وخت او زیات کار ته اړتیا لري؛ همدا ډول د کار وسایط په علم، هنر او فن په مټ پرمختللي کیږي. کوم وګړي چې د بي اتفاقۍ په مرض اخته دي خپله خو څه نه کوي ورسره د ټولنې هغه کم شمیر کسان چې څه کول غواړي تمسخر پري کوي؛ خو ملاتړ يي نه، دوي بیا پردي خیراتونو ته په تمه وخت تیروي، د استعماري رسنیو د تبلیغاتو تر تاثیر لاندي وي او خپلو نږدي دوستانو او ملګرو سره په یو منفي او نا سالم رقابت اخته وي چې دا هر څه د ټولنې له داخل نه سرچېنه اخلي تردې چې بالاخره بهرنيو لاسوهنو ته لاره هواروي او د هغوي د برنامو تطبیق آسانه کوي.
په پای کې ویلی شو، ویښ ولسونه د مبتکر، متعهد او ریښتنو مشرانو ملاتړ کوي؛ خو ویده او لټ خلک سالمه مشري نهشي رامنځته کولی یا د زړه سواند او مدبرو مشرانو ملاتړ نه کوي او ترڅنګ يي نه ودرییږي؛ ځکه نو یو ویښ او با خبره ملت د با ثباته دولت او غښتلي حکومت څښتنان وي.
دریم لامل (مذهبي لامل):
د ټولنې روحاني او مذهبي خلک دغه دواړه پورته ذکر شوي داخلي او خارجي فکتورونو د خدای د خوا د تقدیر کار ګڼي او دوي معتقد دي چې د یوې ټولنې وګړي تر هغې ټولنيزي هوساینې ته نه رسیږي ترڅو چې د خدای عبادت کې سستي کوي او د بهرنیو هیوادونو مداخلې هم د خدای د خوا نازل شوی عذاب ګڼي. په وروسته پاتي ټولنو کې ددغي نظري پلویانو شمیر ډیر زیات ځکه دي چې دا په ټولنه کې افرادو ته لاره خلاصوي، ترڅو د ټولنيزو مسولیت نه تېښته وکړي او هر څه چې پري کیږي د خدای د ارادې مربوط او یا د بهرنیو هیوادونو د توطیي زېږنده وګڼي؛ يعنې د ټولنېزو سیاسي او اقتصادي ستونزو په حل کې خپله هیڅ نوع برخه وانخلي په ټوله کې دا نظریه خلک خرافاتو ته ټیل وهي، خلک د کار وسایل نه لټوي او پر ځاي يي زیارت، قبر، هدیره، یا کوم پیر ته رجوع کوي او خلک د علم کسب او هنر په عوض مزخرفاتي کارونو ته سوق کیږي.
متاسفانه چې افغانستان کې دغه پورته ذکر شوي دریواړه لاملونه هر یو په خپل نوبت سره لاس په لاس شوي او افغانۍ ټولنه يي د سولې، پرمختګ او ثبات د قافلی نه ایساره کړی ده. او ولسونه يي په یو عمیق داخلي تضاد کي ښکیل کړی.
خو زمونږ په ټولنه کې پر لومړني او دریم لامل د معتقد کسانو شمیر زیات او د هغو کسانو شمیر ډیر کم دی چې کولای شي خپل ټولنيز مسولیتونو نه درک، د بهرنیو د توطیو په وړاندې مقاومت، او د خپل ولس په فکري ویښتیا کې ارزښمتن رول ولري او د کار د زیار له لاري خپله ټولنه رفاه او پرمختګ پوړیو ته ورسوي.
خو هغه نظریه چې نږدې ټولو ته د منلو ده، هغه دا ده چې د انساني فکر د تکامل او د انساني ژوند د پرمختګ کاروان مطلق نه بندیږي او نه ودریږي.
د یوم البدتر(ورځ بدتري) کلیشه ناچله او نا معقوله ده، او دا ځکه چي انسان د خپل ژوند په دوران کې نوي شیان زده کوي او ډېر تجارب ترلاسه کوي په دي اساس د انساني ژوند د پرمختګ کاروان سست او ورو کیدلی شي؛ خو هیڅوک يی ودرولي نشي. سره له دي چې افغانۍ ټولنه د نړۍ د ملتونو په قطار کې وروستۍ او د پرمختګ د لست په آواخرو کې ده؛ خو د ا کله هم په دې معنا نه ده چې افغانان بېرته د حجر دوره یا کمون اولیه دورې ته ورګرځی، د نړی ټول پرمختللي ملتونه د تیارو یوه دوره تیره کړي خو تر یوي اوږدي مبارزي او سرښندي وروسته توانیدلي چي نسبي رفاه او پرمختګ ته ورسیږي. که د اروپا د منځنیو پیړیو تاریخ تر نظره تیر کړو اروپایان هم له همداسي یو پړاو څخه تیر شوي دي یا د تیریدو په حال کي قرار لري.
اروپا کې فکري انقلاب (اوښتون):
منځنی پیړی او اروپا کي تیوکراسي:
منځنیو پیړیو کي چي په اروپا د مسیحي پاپانو واک چلیده او د قدرت اصلی محور کلیسا کي وو عوام له پوهي، علم اوپرمختګ نه ایثار کړل شوي وو پاپان ډاریدل که ولس زده کړی وکړي او هوښیار شي نو بیا د هرې ستونځې د هواري دپاره پاپ ته مراجعه نه کوي ځکه خو عامو خلکو ته دا انګیزه ورکړل شوي وه چي د هري ستونځي کیلي یوازې له مذهبي روحانیونو او پاپانو سره ده. همدي پیړي کي وه چي کلیسا د ښځو پر وړاندې ډېره ژوره کرکه ښکاره کوله. هاغه مهال اروپا کي یو شمېر ښځو چې درمل یې جوړول او د ناروغانو درملنه یې کوله د خپل کار و بار لپاره داسې ځایونه يي ټاکل چې له ګڼه ګوڼې پر څنګ ول. د کلیسا اټکل دا وو چې دغه شمېر ښځې په یوازېتوب کې د کار تر څنګ په فیلسوفيک او ټولنیز تفکر کې هم ډوبېدای شي او د پېښو څرنګوالي ته په ژوره توګه ځیر کېدای شي او بل خوا د کلیسا له کړۍ بهر درملنه پر ناروغانو ښه اغېز غورځولی شي او د وګړو پاملرنه ور اوړي. دغه دواړه عواملو نه کلیسا کرکه لرله، ځکه چې هم یې د خپل ماهیت د رسوا کېدلو وېره درلوده او هم یې هغه داعیه بې ارزښته کېده چې ګوندې د هرې ستونځې د هواري کیلي یوازې له روحانیونو او پاپانو سره ده. له همدغه لامله یې پر داسې ښځو تور لګاوه چې جادوګرې دي او په یوازېتوب کې له شیطان سره پټ اړیکي لري. دوی د همدغو اړیکیو په ترڅ کې له شیطان سره جنسي اړیکي ساتي او بیا درملنه ترې زده کووي. مذهبي انځورګرو شیطان داسې کرغېړن و کرکجن انځوراوه چې په لیدلو یې د هر چا غونی ځیږېده. ځکه خو له هغه سره د اړیکیو تور د دغو بېچاره ښځو پر وړاندې کلکه ټولنیزه کرکه پاروله او سزا یې له مرګ پرته بل څه نه وه. روحانیونو د خپلو زړونو د سړولو لپاره دغه بدمرغه ښځې ژوندۍ په اور سېزلې او وژلې. پر پېنځلسمه پېړۍ د چادوګرۍ په تور د ښځو د ژوندي سېزلو بهیر په سیستماتیکه بڼه پیل شو او پر شپاړسمه او اووهلسمه پېړۍ پر کاتولیک کلیسا سربېره پروتستانت کلیسا او دولتي واکمنو هم د وجدان پلټنو په محکمو کې تورنې ښځې تر سختو شکنجو لاندې دې ته اړ وېستلې چې ووايي «هو موږ چادوګرې یو» چې ووژل شي. پر همدغو پېړیو زښته ډېرې ښځې د لرګیو د بارو له پاسه ژوندۍ وتړل شوې او د اور په لمبو وسېزل شوې. دا لړۍ نېژدې درېسوه کاله اووږده شوه او وروستۍ ډله ښځې د جادوګرۍ په پلمه او تور د اتلسمې پېړۍ په وروسیتو کلو کې په سویس کې په اور وسېزل شوې.
منځنی پیړی په اروپا کې په اور د انسان سېزنه
د تیوکراسي (دینواک دور) یوه دودیزه سزا وه. دغه سزا د هر هغه چا په برخه کېده چې کړنو یې له واکمن سیستم سره ټکر کاوه او یا داسې اټکل ترې کېدای شو چې ګوندې دغه سیستم ته به ګواښ پېښ کړای شي. دې زړه رېږنده سزا د انساني ژوندانه بېشمېره خواخوږي او سمونپال شخصیتونه (وګړې)، فیلوسوفان، پوهان، هنرمن، او د بلې ګروهې، اند و باور خاوندان ژوندي وریته او ایرې، سکاره کړل.
په منځنیو پیړیو کې اروپا د بیزانس د دورې څخه هغه وخت رنسانس ته داخله شوه، کله چې هلته د فکري انقلاب زمینه سازي وشوه د تقدس بت او مکان (پاپ او کلیسا) د مطلق تقدسیت نه نسبي تقدسیت ته نزول وکړ. د اروپا په دغه نوي دور کې انسان د تفکر او تعقل وزرونه وکړل او ټول خلک د مسیحي دین د متنونو خرافاتو او وهمیاتو ته د شک په سترګه وکتل؛ خو پاپ د ویښو انسانانو د پوښتنو په ځوابولو کې پاتې راغی. همدا وخت دی چې هلته ولسي حکومتونه رامنځته شول او د دغو دولتونو له خوا د پاپانو لهپاره د وظایفو مشخصه لایحه او د کار ساحه محدوده کړل شوه؛ مګر دا باید هېر نکړو چې کلیسا مطلقه بنده نه ده؛ بلکې اوس هم دین د اروپا او غرب د خلکو په ژوند کې ژوره اغیزه لري.
په یووشتمه پیړی کې چې د انساني ټولنو د پرمختګ کاروان ډېر سریع حرکت لري او مخ په وړاندي ځي، متاسفانه افغانۍ ټولنه اوس هم ډېره سسته او کنده په دغه مسیر روانه ده، ورسره دا به ډیره ستونزمنه او ناممکنه شي چې په دې شته ظرفیت کې مونږ تر مقصد مقصوده ورسیږو او د نړۍ د خلکو سره یو سیال ملت شو.
نور بیا
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.