د پښتنو په اړه د نظريو په غبار کې د سياسي اغراضو وده

اجمل ښکلی

163

د نولسمې پېړۍ تر دويمې نيمايي لوى روايت دا و، چې پښتانه يهود دي. د نولسمې پېړۍ له دويمې نيمايي د پښتو ژبې د څېړنې په پايله کې د ختيځپوهانو دې خبرې زور واخيست، چې پښتانه اريايان دي. واقعيت به يو اړخ ته کېږدو؛ خو د دواړو نظريو تر شا سياسي غوښتنې وې.

پوهان وايي، چې د پښتنو د يهوديتوب روايت د مغولو په وخت کې زور واخيست، چې پښتانه څرنګه په يوه پردي يا د انګرېزانو خبره other بدل کړي، چې دوښمنۍ يو فکري او تبليغاتي جواز په لاس ورشي او د اريايىتوب روايت هله زور واخيست، چې غربي استعمار زموږ سيمې ته راغى، چې څرنګه له دې مزاحم قوم سره د خپلوۍ او دوستۍ تار وځغلوي.

دا چې په دې دواړو نظريو کې دويمه ډېره مشهوره شوه، ممکن د رښتياوالي او شواهدو برکت وي؛ خو د رسنيو او تبليغاتو ډېروالي هم تر لومړۍ هغې مشهوره کړه، چې نور ورسره د دې سيمې په سياست کې زړه يهودي نظريه له چلښته ولوېده.

د نولسمې پېړۍ له دويمې نيمايي نه د شلمې پېړۍ تر دويمې نيمايي پورې زموږ خپلو پوهانو هم د پښتنو د اريايتوب روايت ومانه او تر دې وروسته بل ګام د ايرانيتوب او هنديتوب و.

 پخپله ختيځپوهان هم لا د نولسمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې په دې وېشلي وو، چا پښتو هندي اريايي ژبه ګڼله او چا ايراني يا ارياني اريايي؛ خو په هنديتوب او ارينتوب کې سياسي ګټه نه وه؛ نو په لويه ټولنيزه کچه و نه پالل شوه.

همداسې په اريايانو کې د پښتنو او د پښتو د ساکيوالي نظريه هم داسې وه، چې زموږد وطن داخلي سياسي موخې ورسره تړلې وې او هغه داسې چې پښتانه داسې وښيي، چې له شماله راغلي او شمال د د پښتنو د اجدادو ټاټوبى دى.  يا پښتانه ډېر لرغوني قوم وښيي، چې تر هر چا لومړى دې جغرافيې ته راغلي دي او د لرغوني تاريخ په درلودو، تر نورو ډېر مهذب دي، ځکه هغه وخت له ايران سره په سيالۍ او ملي هويت کې د تاريخ عنصر مهم ګڼل کېده.

 په تېرو څو لسيزو کې، چې د افغانستان ملي هويت ته جګړو ګڼ زيانونه ورسول، د پښتو او پښتنو په اړه زموږ د خپلو پوهانو څېړنې تر ډېره په ټپه ودرېدې او که چا کتاب نيم هم ليکلى، د ختخپوهانو او زموږ د خپلو پوهانو د هغو تېرو خبرو او څېړنو تکرار غوندې دى؛ خو د يويشتيمې پېړۍ له پيله د پښتنو د نسب او تاريخ په اړه په بهر کې په نوي طرز څېړنې پيل شوې او جينټيکس نه استفاده وشوه. وايي، چې اسراييل په دې لړ کې دلچسپي لري او د ځينو پښتنو قبايلو د ډي اين اې معاينې يې هم کړې دي.

د پښتنو د تاريخ په ساحه کې د جينټيکس لاسوهنه نوې خبره ده، چې د دې قوم د يهوديتوب په مړه نظريه کې د بيا د ساه پوکلو مانا لري؛ خو داسې ښکاري چې د يهوديتوب نظريه له دې لارې هم بشپړه تطبيق نشي؛ نو ورسره په خوا کې د شلمې پېړۍ د هغې بلې تتې نظريې د راژوندي کولو هڅې روانې دي، چې پښتانه يې د ګڼو لرغونو قومونو ګډوله بلل او په دې ډول پرې د يهودو د ورګډېدو امکان جوړ شي.

ځينو ختيځپوهانو او زموږ ځينو خپلو پوهانو لا په شلمه پېړۍ کې د ساکانو غوندې پښتانه هم د قومونو اتحاديه يا اچار بلل؛ خو هغه وخت دې نظريې دومره بازار و نه موند، ښايي د هغه وخت سياسي ګټې مختلفې وې؛ خو نن سبا دا کمزورې نظريه په په علمي کړيو کې زور اخلي.

دا چې دا نظريه تر کومه ځايه دقيقه او رښيتنې ده، لا نورې څېړنې غواړي؛ خو که متوجه شو، د افغانستان جغرافيه له لرغوني پېره د يوې څلورلارې غوندې ده؛ نو که پښتانه ګډوله وي، نو بيا خو د دې جغرافيې نور قومونه هم له دې ګډونه خلاص نه دي.

دا نظريه به رښتيا وي، که نه؛ خو دا چې څه ډول استفاده ترې کېږي، دا ټکى سملاسى مهم دى. په دې د پوهېدو وخت دى، چې کوم کوم هېوادونه او ولې په رسنيو کې د دې نظريې پرچار کوي؟ زموږ او زموږ د جغرافيې په اړه د دوى سياسي موخې څه دي؟ اسراييل ممکن په دې نظريه کې د مسلمانانو د وېش يا د ځينو پښتنو د خواخوږۍ د ورخپلولو موخه ولري. ګاونډيانو مو ځينې خلک په رسنيو کې کېنولي ،چې پښتانه سره د پښتون او افغان، د ساک او تورک او يهودى يا د قبيلو پر بنسټ سره جلا کړي او په ذهن کې يې له يو بل نه د توپير تصور پيدا کړي.

نو دا نظريه رښتىيا ده، که دروغ دا بېله خبره؛ خو بايد د اوسمهال په قومي غوښتنو او يووالي اغېز و نه کړي، ځکه د قوم تعريف د ټولنپوهنې له مخې دا نه دى، چې وګړي يې له يوه بابا پيدا وي، بلکې د يوه فرهنګ او ژبې درلودونکي يو قوم بلل کېږي. فرهنګ او ژبه د قوم په تشخص کې مرکزي توکي دي. شاوخوا د ډېرو قومونو توکمونه سره مختلف دي؛ خو چې فرهنګ او ژبه يې يوه ده، يو قوم يې بولي.  د انګرېزانو غوندې لوى قومونه هم د تاريخ په يوه کږلېچ کې له دې ګډونه بچ نه دي.

د پښتنو په اړه علمي نظريې مو يوې بلې پايلې ته هم رسوي او دا هغه دا چې دا ډول نظريې بې سياسي موخو نه وي. يا ترې سياسي استفاده کېږي يا د سياسي موخو په رڼا کې رامنځته کېږي، د رسنيو له لارې پياوړې کېږي، په يوه روايت بدلېږي او بيا پخپله د علمي ماخذ په توګه کارېږي؛ نو موږ ته پکار دي، چې د دې نظريو سياسي موخې هېرې نه کړو او که يې په خپله ګټه نشو کارولى، لږ تر لږه سياسي استفادې ته يې پرېنږدو. يوه بله خبره هم اړينه ده، چې کاش خداى موږ ته دا توفيق راکړي، چې د خپلې ژبې او قوم په اړه پخپله څېړنې وکړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.