د م.م له نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر: ۲۰۲۵ کال کې افغانستان کې د کوکنارو کښت ۲۰سلنه کم شوی
کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو له نشهیي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د تېر کال په پرتله د کوکنارو کښت ۲۰ سلنه کم شوی او د بازار له شاخصونو سره د کوکنارو د کښت دغه چټک کموالی څرګندوي چې په سیمه کې د تریاکو تولید او قاچاق له سترو بدلونونو سره مخ شوي دي.
د ملګرو ملتونو له نشهیي توکو او جرمونو سره د مبازې دفتر د هغې سروې له مخې چې ترسره کړې یې ده، په ۲۰۲۵ کال کې د کوکنارو تر کښت لاندې اټکل شوې ټوله سیمه ۱۰ زره او ۲۰۰ هکټاره وه چې د ۲۰۲۴ کال (دوولس زره او ۸۰۰ هکټاره) په پرتله ۲۰ سلنه کموالی ښيي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۲ کال کې د کوکنارو د کښت بندیز د فرمان له صادرېدو مخکې په ټول افغانستان کې ۲۳۲ زره هکټار ځمکه د کوکنارو تر پوښښ لاندې وه.
سرچینه زیاتوي چې په ۲۰۲۵ کال کې د تریاکو تولید هم کم شوی چې د ۲۰۲۴ کال په پرتله په ۳۲ سلنه ټیټوالي سره شاوخوا ۲۹۶ ټنو ته رسېږي.
په راپور کې راغلي چې د کوکنارو د پلور له درکه د کروندګرو عاید ۴۶ سلنه کم شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې یادو کروندګرو د کوکنارو د پلور له لارې ۲۶۰ میلیون ډالر عواید ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵ کې دغه رقم ۱۳۴ میلیون ډالرو ته راکم شوی دی.
د افغانستان د اسلامي امارت رهبري د ۱۴۰۱ کال د وري میاشتې په ۱۴مه په یوه فرمان کې د کوکنارو کښت او د هر ډول نشهيي توکو پلور او قاچاق منع کړ.
دغهراز، په یاد فرمان کې راغلي چې په ټول هېواد کې د نشهيي توکو لکه شراب، هیرویین، ښیښه، ټابلیټ کا، چرس او نورو نشهيي توکو او د هغو د تولید فابریکو کارول، لېږد، خرڅلاو، سوداګري، واردات او صادرات منع دي او که چا د دغه فرمان له احکامو سرغړونه وکړه، د اسلامي امارت عدلي او قضایي ارګانونو ته به وروپېژندل او له سختې سزا سره مخ شي.
د ملګرو ملتونو له نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر زیاتوي چې د نشهيي توکو د منعې فرمان له اعلان وروسته، ګڼ شمېر کروندګرو د حبوباتو او نورو کرنیزو محصولاتو کښت ته مخه کړې، خو د اوبو او هوا د وضعیت خرابېدو لکه وچکالۍ او د بارانونو د کمښت له امله څه باندې ۴۰ سلنه کرنیزې ځمکې شاړې شوې دي.
یاد دفتر لیکي، ورته مهال له ګاونډیو هېوادونو د شاوخوا څلور میلیون افغانانو بېرته راستنېدل چې د هېواد لس سلنه وګړي جوړوي، د شته محدودو سرچینو او د کاري فرصتونو په ترلاسه کولو کې د خلکو ترمنځ سیالۍ ته زور ورکړی او د دغو ټولو لاملونو ترڅنګ د بشري مرستو د کمښت له امله د کوکنارو بیا کښت ته د خلکو لېوالتیا ډېروي.
د افغانستان، منځنۍ اسیا، ایران او پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو دفتر مشر اولیور سټولېپ ویلي: «د ناقانونه محصولاتو کښت بندېدو پر لور د افغانستان مزل د نړۍوالې همکارۍ په ګډون همغږې او باثباته پانګونې ته اړتیا لري. دغه امر د بدیلو عایداتي کارونو له لارې د کروندګرو پر پیاوړتیا، د غیرقانوني کرنیزو محصولاتو ختمولو او د نشهیي توکو د قاچاق پر مخنیوي ټینګار کوي، په داسې حال کې چې په دې برخه کې د پیاوړې وقایې او درملنې له لارې د نشهیي توکو د اړتیا کمولو هڅه هم کارنده ده.»
د سرچینې د معلومات له مخې، ۲۰۲۵ کال کې د وچو تریاکو بیه ۵۷۰ میلیون ډالرو ته راټیته شوې چې دا د ۲۰۲۴ کال د ۷۸۰ ډالرو په پرتله ۲۷ سلنه کموالی ښیي خو ارزښت یې اوس د کوکنارو پر کښت له بندیز مخکې د معمولي نرخ په پرتله ۵ ځله ډېر دی.
سرچینه لیکي، د کوکنارو بیې او تولید کې کموالی د مارکېټ د بهیرونو پر بدلېدو دلالت کوي او په نورو هېوادونو کې د تریاکو د تولید د نښو ښکارندویي کوي، د کوکنارو کرکیلې، بیې او ضبط اړوند معلومات په افغانستان کې دننه او شاوخوا د نشهیي توکو په بازار او قاچاق کې د ژورو بدلونونو څرګندونه کوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستيالې او د يوناما سرپرستې جورجیټ ګانیون ویلي: «د افغانستان د نشهیي توکو ننګونه یوازې د دغه هېواد په پولو پورې اړه نه لري. د نشهیي توکو د برابرولو، اړتیا او قاچاق اړوند بهیرونو کې دواړه افغان او نړۍوال لوبغاړي شامل دي. د دې ننګونې حل د کلیدي اړخونو ګډ کار ته اړتیا لري. د دوحې پروسې په چوکاټ کې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې کاري ډله د ګډو حللارو رامنځته کولو لپاره ډېره مهمه ده او دغه پروسه د واکمنو چارواکو او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د تعامل یو مهم پلټفورم دی.»
پر نشهیي توکو له بندیز وروسته د ترکیبي نشهیي توکو تولید او قاچاق په ځانګړې توګه میتامفیتامین د ډېرېدو په حال کې دي او د ۲۰۲۳ کال د وروستیو درېیو میاشتو په پرتله، د ترکیبي نشهیي توکو ضبط په افغانستان او شاوخوا هېوادونو کې د ۲۰۲۴ تر پایه ۵۰ سلنې ته لوړ شوی دی.
سرچینه زیاتوي، د کرنیزو محصولاتو له لارې د تریاکو د تولید په کمېدو سره ترکیبي مواد اوس د جرمونو د سازمان شوو ډلو لپاره د یوه نوي سوداګریز فرصت په توګه راڅرګند شوي؛ ځکه تولید یې نسبتاً اسانه دی، کشف یې سخت دی او د اقلیمي بدلونونو اغېز پرې لږ دی.
له همدې امله، د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو دفتر لیکلي چې د نشهيي توکو پر ضد ستراتیژي باید یوازې پر تریاکو متمرکزه نه وي، بلکې ترکیبي مواد هم باید د څارنې، ضبط، تحلیل او د تقاضا د کمولو په چارو کې شامل شي.
اسلامي امارت تر اوسه د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو د دفتر د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.