پاکستاني ملایان د دین سوداګر او د ای اس ای وسایل دي

9
په جمهوري نظام کې د ملي امنیت شورا وياند او دیني عالم، مولانا رحمت الله اندړ د یوې توندې لیکنې په ترڅ کې ویلي، د پاکستان هر ملا، مفتي او شیخ (که هغه عزیز الرحمن وي، که تقي عثماني او نور…) د دین پر ځای د پاکستان ګټو ته ژمن دي.
هغه زیاته کړې چې که دوی ته د دین او پاکستان د ګټو ترمنځ د انتخاب حق ورکړل شي، دوی به خامخا د پاکستان ګټې غوره کوي.
نوموړي د جمعیت علماء اسلام د غړي شیخ ادریس د وروستي دریځ په اړه ویلي، چې د پاکستان مسجد، مدرسه او ملا اوس “استخباراتي” شوي او یواځې د پوځ او ایايسای په خدمت کې د وسیلې په توګه کارول کېږي.
اندړ وايي، دا چې د فضل الرحمن ډله اوس له خپلو پلویانو د خاموشۍ غوښتنه کوي او دا بحثونه “سازش” بولي، په حقیقت کې دا سازش نه دی، بلکې د ټولنیزو رسنیو په مټ د دغو “دیني تجارانو” د اصلي څېرو بربنډېدل دي.
د مولانا اندړ په وینا، د دغو ملایانو له مخونو د “جعلي تقدس” نقابونه لوېدلي او عام ولس پوه شوی چې دوی د دین علماء نه، بلکې د پاکستاني ریاست خدمتګاران دي.
دا په داسې حال کې ده چې د جمعيت علماء اسلام غړي عطاء الحق درویش له خپلو پلویانو غوښتي وو چې د شیخ ادریس په اړه (چې د پاکستاني پوځ ستاینه یې کړې وه) له تبصرو ډډه وکړي.
ABN

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.