ځینې وخت هېڅ ښه نه وي
ځینې وخت داسې ورځ راځي،
چې د زړه په کوڅو کې چوپتیا وړاندې کېږي،
د فکر د باغ ګلونه مړاوي ښکاري،
او د ژوند هر رنګ د خړې خاورې په څېر ښکاري.
انسان حیران وي، چې ولې دا ټولې دروازې تړل شوي؟
ولې هره هیلـه نیمګړې پاتې شوې؟
ولې د تلو لار تیاره ده او د راتلو لاره هم سپینه نه ښکاري؟
خو په همدې شېبو کې د صبر غوټۍ زرغونېږي،
په همدې چوپتیا کې د زړۀ زنګون د زړورتیا غږ پیدا کېږي.
د شپو تر ټولو اوږده تیاره هغه وخت راځي،
چې سهار د رڼا له څو شېبو وړاندې وي.
ځینې وخت هېڅ ښه نه وي،
خو همدا “هېڅ ښه نه” د دې نښه ده،
چې د ژوند نوی بهیر په رنګینو څپو کې رانژدې کېږي.
لکه باران چې د وچکالۍ له ستړیا وروسته د ځمکې تنده ماتوي،
لکه خندا چې د اوښکو له اوږدو لارې وروسته د شونډو پر څنډه کېني.
انسان باید پوه شي:
هره تیاره د رڼا مور ده،
هر درد د درملو دروازه ده،
او هره ستړیا د یو نوي پیل زېری کوي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.