د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ښاغلی منظور احمد پشتین په یوې وینا کې، پښتنو ته فریاد کوي او ورته وایي:« په څه یرېږئ؟ ستاسې کورونه خو ړنګ دي، ستا وطن خو غرق دی..!»
ښاغلي پشتین، ځکه دا فریاد کړی چې د لر او بر ویده پښتانه په افغانستان او پښتونخوا کې د پنجابي فوځ د اشغال پر وړاندې راویښ کړي او په دې یې وپوهوي، چې پښتنو هېڅکله د زبر ځواکونو غلامۍ ته سر نه دی ټیت کړی، نو اوس ولې د پنجابي فوځ د غلامۍ زنځیر په غاړه ګرځوي او ولې د خپلو نېکونو په څېر آزادي خوښونکي نه دي؟
د اشغالګرو پر وړاندې مبارزه او آزادي خوښونه د پښتنو ځانګړې، ځانګړنه ده او په همدې ځانګړنې د نړۍ ډېرو تاریخ لیکونکو پښتانه ستایلي دي. ډېرو تاریخ لیکونکو دا خبره کړې ده او منلې یې ده، چې پښتون قام هېڅکله د پردیو اشغال او استعمار ته د غلامۍ سر نه دی ټېټ کړی. د پښتون قام دا ځانګړنه په دې معنی ده چې د پښتنو فطرت غلامي نه مني او آزادي خوښونکي خلک دی.
پښتانه اوس مهال د خپل تاریخ تر ټولو ذلیل عصر تجربه کوي او د داسې خلکو په غلامۍ او اشغال کې اسیر دي، چې نېکونه او پلرونه به یې مېندو د پښتون د نوم په ډار ویده کول. پښتانه مشران روایت کوي، چې پنجایي مېندو چې به کله خپل زامن ویده کاوه، ورته ویل به یې:« ویده شه، که نه پټان راځي او تا خوري!»
دا روایت په ساده معنی کې متشدد ښکاري او داسې تصویر ورکوي، لکه پښتانه چې خونخواره وو او انسانان یې خوړل، خو نه داسې نه ده، دا روایت د پښتون قام د هیبت او دبدبې تصور راښيي، هغه پښتون قام چې د خپل سرکښ او آزادي خوښونکي فطرت له مخې به یې اشغالګر او استعمارګر دړې وړې کاوه او د آزادۍ بیرغ به یې د خپلې خاورې په پولو سر لوړی ساته.
تاریخي واقعیتونه دا شهادت ورکوي چې پښتنو یوناني، مغلي، انګریزي اشغالګر ځپلي دي او د پښتنو په هکله دا خبره په ویاړ لیکي، چې په لویدیځ او ختیځ کې د انګریزانو د استعماري امپراتورۍ نه ډوبېدونکی لمر هم پښتنو ډوب کړی، خو؛ اوس دا هر څه برعکس روان دي. آزادي خوښونکي سرکښ او مبارز پښتانه د یوه داسې هېواد یا خلکو په غلامي کې ایسار دي چې د نوم په اخیستلو یې انسان شرمېږي، ځکه هغه قام چې د لوی سکندر، چنګیز او انګریزانو استعمار او اشغال ته سر ټیت نه کړ، اوس پنجابي اشغال ته سرټیتي ګرځي!
ملي شهید ګیلامن وزیر(شهید ګیله من) د پښتنو دا سرټیتي د شعر په ژبه داسې تصویر کړې ده:
عجبیه وخت دی، لُنګ مزې په دستارونو وهي
پردي راځي، پښتنې مېندې په مخونو وهي
اې ګیله منه! ستا د خاورې دا زلمي ځوانان به
آخر په کومو سترګو ګوتې په برېتونو وهي؟
څو کاله پخوا ښاغلي منظور احمد پشتین د لر او بر وطن پښتنو ته، د پښتنو د نسل وژنې د یوه معلوم او وژونکي جلاد پر وړاندې د ویښېدلو وینا کړې ده. ښاغلی پشتین د لر وطن پښتنو ته، د پنجابي پوځي جلادانو د وحشت او دهشت کیسې وریادوي. هغه په سوي غږ داسې فریاد کوي:
« … موږ یې سخت ذلیل کړلو، سخت یې برباد کړل پښتانه، سخت یې بې وسه کړل، بې انتها ظلم دې وکړ د ده په خاوره، زموږ په ټول پنځه زره کلن تاریخ کې داسې جبر او ظلم زموږ له پښتنو سره چا هم نه دی کړی، لکه تا چې (پنجاب) وکړ. زموږ اوس هم کورونه ړنګ پراته دي، زموږ اوس هم وطنونه بند پراته دي، داسې خو به امریکې له کابل سره هم نه وي کړي، لکه تا چې (پنجاب) زموږ له دې خاورې سره وکړل…
ستا بازارونه رنګ شول، ستا عزتونه لوټ شول، ستا ځوانان ورک شول، ستاسې د سپین ږیږو ول ول پګړۍ مو ډېرې په وینو کې ولیدلې، خو، بیا هم داسې پښتانه دي، چې په کورونو ناست دي، یوه داسې د شرم او ذلالت کیسه وي، چې انسان سوچ وکړي چې که دا وشوه بیا به راووځم… په څه یریږئ؟ ستاسې کوروونه خو ړنګ دي! ستا وطن خو غرق دی، څه به دروکړي نور؟ ها د تیرا ۶۵ ماشومان مو هېرل شول، چې په جېټ بمباري کې مړه پراته و، شهیدان پراته و؟ کوم څه نه دي درسره شوي…؟ په مرګ یرېږئ! نو ایمان مو په فوجیانو او په طالبانو راوړی دی، که ایمان مو په خدای راوړی، چې مرګ د هغه په لاس کې دی…! په غیرت باندې یو سکېڼد (ثانیه) ژوند خدای نه درکموي، له علماوو نه ټپوس وکړئ او نه په دووسي باندې ستا ژوند زیاتوی شي… د دې دومره مجبورۍ، د دې دومره بې وسۍ باوجود، زموږ په بربادۍ کې خلک (پنجابي جنرالان) ډالر ګټي… کوم حالات چې زه وینمه… هغه دا چې په دې خاورې باندې بل جنګ را روان دی. بیا بربادي درته راوړي، تباهي درته راوړي! بیا به خبرونه اورئ، چې کوکي خیل تباه شول او په پنجاب کې یولس موتړوې جوړې شوې، بیا به خبرونه اورئ، چې د بابړه او میرانشاه بازارونه رنګ شول… بیا به خبرونه اورئ چې په ملتان کې او فیصل اباد کې ابادۍ جوړې شوې، ستاسې د خاورې پر بربادۍ به، بیا آبادۍ روانې وي…!»
د ښاغلي منظور احمد پشتین په دې فریاد کې د ظالم پنجابي پوځ د جنایتونو داسې تصویرنونه ښکاري، چې په تصور کولو یې انسان ډارېږي، هغوی چې لیدلي او ویني یې د هغوی به څه حال وي؟ په دې فریاد کې د یوه ستر قام د بدمرغیو کیسه روانه ده، یو ۵۰۰۰ کلن قام چې د یوه ۷۸ کلن ظالم او وحشي پوځ لخوا هره ورځ وژل کېږي.
په دې فریاد کې د ړنګونو کورونو، بندو بازارونو، سړکونو او سوځېدلي جسدونو عکاسي کېږي. دا وینا نه ده، دا یوه چیغه ده، چې د یوه ویده قام د ویښولو لپاره وهل کېږي، فریاد کوونکی باور لري چې په دې چیغه به دا ویده قام راویښ شي. هغه چیغه کوي او وایي: «په څه یرېږئ؟ ستاسې کورنه خو ړنګ دي، ستا وطن خو غرق دی!»
د لر او بر وطن پښتانه ولې د ړنګو کورونو او غرق وطن په معنی نه پوهېږئ؟ دوی په شخړو کې دا ښېرا خامخا کوي،« کور دې ړنګ شه!» خو، د ړنګ کور په معنی ولې نه پوهېږي؟ ړنګ کور هغه نه وي چې چت او دېوالونه یې ولوېږي، ړنګ کور هغه دی، چې چت او دېوالونه یې وي، خو هست یې نېست وي، سړي یې نه وي، ښځې یې سرتوري او ماشومان یې یتیمان وي او د لوی وطن واک او صلاحیت یې د بل په لاس کې وي. د ښاغلي پشتین په دې وینا کې د ړنګ کور او غرق وطن د چیغې موخه همدا ده، چې اې پښتنو! ولې په هست کې نېست یاست؟
د ښاغلي پشتین په دغه فریاد کلونه تېر شول، خو پښتون قام لا هم ویده دی، هره ثانیه، هره دقیقه، هر ساعت، هره ورځ، هره هفته، هره میاشت او هر کال د ظالم او وحشي پنجابي پوځ لخوا وژل کېږي، خو؛ پښتون قام په داسې درانه خوب ویده دی، چې د ارمان لوني شهادت راویښ نه کړل، د عارف وزیر، طاهر داوړ، عثمان کاکر، ګیلامن وزیر، مولوي شاکر او ان دا چې د مولوي خانزیب شهادت هم ټکان ور نه کړ.
دا خو څو کسان دي، چې ظالم پنجابي پوځ په رڼا ورځ شهیدان کړل او خلک پرې خبر شول، هغوی چې یې ۴۸ کاله پټ ووژل او اوس یې هم هر ورځ پټ وژني، د هغوی حساب لا معلوم نه دی. ښاغلی پشتین بیا بیا پښتنو ته وایي: « چې د ۸۰ زره پښتنو مړو راویښ نه کړې، نو په څه شي راویښېږئ؟»
دا ۸۰ زره شهیدان یوازې د پښتونخوا د پښتنو د نسل کشۍ ۲۴ کلنه کربلا ده او پنجابی یزید لا هم مستانه ګرځي، لا هم د پښتنو ویني څښي خو، تنده یې نه ماتېږي. پنجابي پوځ د اندړو د ښوونکو او زده کوونکو د جلاد «قاري بابا» په څېر دی، چې د انسانانو د حلالولو او د وینو د چړو په څتولو یې نشه ماتېږي. تاسې د جلاد قاري بابا نوم اورېدلی دی؟
قاري بابا د غزني ولایت د اندړو په ولسوالۍ کې یو جهادي قومندان و او د جهاد لویه کارنامه یې دا وه چې بې شمېره ښوونکي، زده کوونکي او سرتېرې یې « د جهاد افغانستان، دفاع پاکستان» په لاره کې حلال کړل او د زړې کلا په څاه کې نیم ژواندي خښ کړل. زړه کلا چېرته ده او داسې وحشت یې څه دول د خپلو برجونو په ایسار کې ساتلی دی؟ زړه کلا د اندړو په ولسوالۍ کې د پنجابي جهادي وحشت دویم نوم دی، چې په برجونو کې یې د بې ګناوو حلال شويو ښوونکو، زده کوونکو او سرتېرو چیغې انګازې کوي او دا پوښتنه کوي، چې په کومې ګناه، لکه څاروي داسې حلال شول؟
زړه کلا یوازې د قاري بابا د جنایتونو غمیزه نه ده، داسې ډېرې کلاوې دي، چې د افغانستان او پښتونخوا د هر کلي د غمیزې کیسه کوي او د هر کلي د زړې کلا څاګانې د پنجابي جهادي وحشت د حلالېدلو او د ثواب په نیت د انسانانو په وینو د چړو څټولو کیسې لري.
په پښتونخوا او افغانستان کې پنجابي اشغال ته په کتو، زه (د لیکنې لیکواله) د حیرانۍ نه، د شرم احساس کوم او په دې ډېره شرمېږم، چې یوه پنجابی جنرال راځي او د لوی وطن په پلازمینې کې د اشغال د فتحې پیاله نوش کوي او په محکومې پښتونخوا او افغانستان کې د خپل د تور اشغال د پایښت لپاره پښتانه مېړني مبارزین وژني او د ماشومانو په وژلو یې نسل وژنه کوي.
اې د پېښور په محلونو کې ویدو پښتنو! ولې داسې غلي یاست او هېڅ خوځښت نه لرئ؟ تاسو ته د وزیرستان د پښتنو د چیغو او ساندو آوازونه نه درځي؟ هغه وزیرستان چې ستاسو له قام او خیل څخه دي. تاسو ولې د منظور، ګیلامن، عثمان کاکر، علي وزیر، مولوي شاکر او مولوي خانزیب چیغې نه اورئ؟ تاسې ته د زوی په مرګ د پېښور د هغې مور ژړا او بې وسي نه دریادېږي، چې پنجابي پوځي ورته ویلي و: « زوی دې مړی شوی، دا نو څه خبره ده، ورشه بل وزېږوه…» ولې په داسې وحشي ظلم غلي یاست او غږ نه شئ کولای؟
اې د افغانستان پښتنو! تاسې ته ولې پنجابي اشغال نه درښکاري؟ ستاسې وطن هم لکه محکومه پښتونخوا د یوه پټ پنجابي ځنګل قانون د عدالت په کټاړه کې ولاړ دی او هر ورځ ښه سم ذلیل کېږي او تاسې د کور او ګور په نوم زندان کې اچول کېږئ، خو تاسې تول ژوندي مړي یاست، نه سا در پکې چلېږي او نه له الله ﷻڅخه ډارېږئ. ستاسې په سر غایب انساني خدای حاکم دی او په سترګو یې د بې رحمۍ پټۍ درتړلي دي، په غوږونو کې یې د جهالت، نفرت او کینې مالوچ در ایښي دي او له تاسو یې د الله ج هغه بندګان جوړ کړي چې ګونګي دي، کاڼه دي، ړاڼده دي او په هېڅ نه پوهېږي.
تاسو هر څه وینئ، خو له ډاره غږ نه شي کولای، ځکه له یوه پټ تور سیوري څخه ډارېږئ! نو؛ په څه ډارېږئ؟ ستاسې کورونه خو ړنګ دي! ستاسې وطن خو غرق دی! څلور کاله کېږي، ستاسې زړونه ته یې د جهل قلف اچولی دی، د خپل خوب او ویښېدلو او ان د خیال وهلو واک لا نه لرئ. د خپلې خوښې د لباس اغوستلو واک نه لرئ، څلور کال کېږي، د مور، خور، ښځې او لور واک مو له بل چا سره دی.
څلور کال کېږي، د لوڼو او خویندو پر مخ مو د ښوونځي دروازې تړل شوي دي، فرض علم یې درباندې حرام کړی دی، ښوونکې ښځه، ډاکترې لوڼي او خویندې مو دندې ته نه شي تللی او څلور کاله کېږي له دفتره، دندې، بازار، لارو او کوڅو څخه ذلیل شړل کېږئ. په تاسو دا بې واکي او ذلت د الهي قانون په نوم عملي کېږي، په یوه داسې قانون او عدالت مو ذلیل کوي چې په هغه سپېڅلې قانون کې دا ټول ظلم او وحشت حرام دی.
تاسې د پنجاب اشغال ځکه نه وینئ، چې د دروغجنو حاکمانو خبرو ته مست ناست یاست، هغه دورغجن حاکمان چې په بې شمېرو تنکيو ځوانانو یې جبري حرامه ځانمرګي وکړه او د دین د دفاع په لاره کې یې هغه ناروا کړنې پرې روا کړې چې په دین کې مطلق حرام دي.
ستاسې دروغجن حاکمان ټوله ورځ په اللهﷻ او د هغه په رسول دروغ تړي، تمهت پرې وایي او داسې خیالي داستانونه بیانوي چې عقل او شعور هک پک حیران پاتې وي. هغوی دوروغ وایي چې « د کابل د کانتینتل هوټل قاتل عام ته د مرستې لپاره د الله رسول حضرت محمد ﷺ راغلی و او له موږ سره یې په ګډه بې ګناه خلک ووژل. هغوی دروغ وایي چې د ځانمرګي قاتل جسد خوشبويي کوله، هغوی دروغ وایي چې په ونه کې کباب شوي پسونه را ځوړند و او هغوی دروغ وایي چې د خلیفه دین مامد د مور جنازه پیغمبر ﷺوکړه.»
هغوی دورغو وایي او تاسې دا دورغجنې کیسې اورئ، تاسې حاکمانو ته دا نه شي ویلای، هغه پیغمبر ﷺچې زرګونه کیلو متره لرې په بې سا وجود تر کابله راتلی شي، ولې څو کیلومتره لرې فلسطین ته نه شي تللی چې د غزې وږې ماشومان وژغوري او غزه فتحه کړي؟ تاسې دروغ اورئ، چې کبیره ګناه ده ، خو رښتیا ویلای نه شئ، چې فرض دی، ځکه تاسې په اللهﷻ نه په حاکمانو ایمان راوړی او ستاسې د مرګ، ژوند، خوراک او پوښاک واک هم له دوی سره دی.
«اې د لر او بر پښتنو! تاسې په څه شي ډارېږئ چې غږ نه شئ پورته کولای، په مرګ ډارېږئ؟ نو ایمان مو په طالبانو او پوځیانو راوړی، که ایمان مو په خدای ج راوړی چې مرګ او ژوند د هغه په لاس کې دی!»، تاسې ولې هغه ټیت سرونه سلامت ساتئ، چې د ظالم پر وړاندې د پورته کېدو جرآت نه لري او د سا ایستلو واک یې له بل چا سره دی؟
پوهېږم تاسې به وایاست موږ بې وسه یو، د خپل وجود او وطن واک نه لرو، ځکه چوپ او سر ټیتي ګرځو. خو نه، داسې نه ده، تاسې بې وسه نه یاست، تاسې ځان بې وسه کړی دی، تاسې د خپل تاریخ د مېړنو له مېړانې ناخبره یاست او نه هغه غیرت درپکې شته چې پښتون قام د ذات ګانه وه. تاسو په غفلت کې هر ذلت او رسوایي ته سر ټېت نیولی دی. تاسې په وزیرستان، خوست، پکتیا، ننګرهار او کڼړ کې پنجابي اشغالګرې الوتکې وینئ، چې ماشومان د ترهګرو په نوم وژنئ؟ تاسې د تورخم په دروازه کې د خپل هویت او د خپلو خویندو او مېندو بې عزتي وینئ، خو غږ نه کوئ. آیا بل داسې ذلت پاتې دی، چې هغه درسره وشي او تاسې به بیا غږ اوچت کړئ؟
تاسې که نن د پنجابي بربریت پروړاندې د بې وسۍ سر ټیت نیولی، نو د قیامت په ورځ د الله ﷻپر وړاندې هم سرټیتي او بې وسه یاست. هغه ورځ به بیا نه پټ او نه ښکاره امیر وي او نه به جعلي عمري عدالت، یوازې به د عادل اللهﷻ عدالت وي. الله ﷻبه تاسو ته وایي، ما په قرآن کې تاسې ته ویلي دي، هغه قام چې خپل تقدیر نه شي بدلولی، زه یې نه وربدلوم، نو ولې مو د خپل تقدیر د بدلولو هڅه و نه کړه؟ ولې مو د خپل وجود واک نورو ته په لاس کې ورکړی و؟ ستاسې په وجود ظلم کېده او تاسې ظالم ته سر تیت نیولی و او د حق خبره مو نه شوای کولای؟ تاسې نه پوهېدئ، چې ستاسو رب ظلم او ظالم نه خوښول؟
هغه ورځ بیا به د بې وسۍ د عذاب ورځ وي، نه به د امیرانو خیالي افسانې وي او نه به د پټ او ښکاره تور جلاد چاړې وي، یوازې به د قهار الله ﷻعذاب وي او ستاسې فریادونه به وي. هغه ورځ به ارمان وکړئ، چې کاشکې موږ د حق ویلو جرآت لرلی، کاشکې موږ پر خپل ځان رحم کړی وای او ظالم ته مو سر ټیت نه وای نیولی.
اوس پرېکړه ستاسې ده، د آخرت د ورځې سرټیتي منئ او که د ظالم په خلاف غږ اوچتوئ او د دنیا او آخرت سر لوړي ګټئ!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
یادونه: د ښاغلي منظور احمد پشتین وینا له څو ویډیوګانو څخه اخیستل شوې ده، ما یې بشپړه لیکلي وینا یا ویډیو پیدا نه کړه، که په لیکلې وینا کې د خبرو تسلسل سم نه وي، بښنه غواړم، ماته د وینا همدا برخې ډېرې دردونکي وې او ومې لیکلې.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.