کله چې موږ پښتانه د ایمل ولي خان قد او قامت او د ده په نوم پسې تړلي نوم «ولي خان» ته ګورو، موږ ته د پښتون قام د یوې سترې مبارزې کورنۍ او په مبارزو کې د دې کورنۍ د قربانیو راڼه تصویرونه مخې ته راځي. ولي خان او غني خان د عدم تشدد د ستر لاروي فخر افغان خان عبدالغفار خان (باچا خان بابا) دوه ښاغلي زامن دي. ایمل ولي خان د همدې کورنۍ د ولي خان بابا لمسی او د باچا خان بابا کړوسی دی. د ایمل ولي خان په نوم پسې د ولي خان بابا نوم تړلی دی، دې نوم ته په کتو موږ پښتنو ته یوه هیله پیدا کېږي چې د باچا خان بابا د کورنۍ دا ځوان میراث خور به د پښتنو د پېړیو پېړیو پرهرونو لپاره ملحم شي، خو؛ له بده مرغه داسې هېڅ هم نه شته. د پښتون قام د حق غوښتنې په مبارزه کې د عدم تشدد د فلسفې د بنسټګرې کورنۍ کړوسی، د پښتنو پرهرونو ته ملحم نه دی، بلکې په خپلو زهرجنو خبرو، د هر دردېدلي او کړېدلي پښتون او پښتنې په زخمونو مالګه شیندي. لکه ما ښایي ډېر نور پښتانه دا پوښتنه ولري، چې د عدم تشدد فلسفه او د زهرجنو خبرو تشدد څه اړیکه سره لري؟
د زهرجنو خبرو تشدد د عوامي نشل پارتي (ګوند) مشر ایمل ولي خان تل کوي او تېره اوونۍ یې په یوې مرکې دا بده کړنه بیا تکرار کړه، چې دا تکرار نه لومړی ځل و او نه به اخري ځل وي، ځکه د ایمل ولي خان په خبرو کې هېڅ ثبات نه شته، کله یو څه او کله بل څه وایي او لفظي تشدد کول یې عادت ګرځېدلی دی.
په اوردو ژبه خپره شوې مرکې کې له ایمل ولي خان څخه پوښتنه وشوه چې « د خیبر د ۱۱ اکتوبر له لویې جرګې» وروسته ولې د پښتون ژغورنې غورځنګ ( PTM) ختم شو؟ ایمل ولي خان دېر په تکبر او بې ادبۍ ځواب ورکړ: « زه ترې تېرېږم، پرېږده چې په ګودام کې پټ وي.» همدرانګه په یوې بلې مرکې کې وایي چې: « جرګه یې کوله او ځان یې چنډخې چنډخې کول او اوس پټ دی….»
د ایمل ولي خان د خبرو مطلب دا وه چې د پښتون ژغورن غورځنګ مشر ښاغلی منظور احمد پشتین په ګودام کې پټ دی او همالته یې پرېږده او د چنډخې کلمه خو د بې ادبۍ اخري حد دی چې ویې کاروله. دا چې ایمل ولي خان څوک دی ټول یې پېژنو. د افسوس او خفګان خبره دا چې ایمل ولي خان د باچا خان بابا کړوسی دی، خو تل ډېر په تکبر او بې واکه غږېږي. تکبر، بې ادبۍ او ملڼدې وهل هغه ناوړې کړنې دي چې د باچا خان بابا اروا ناراموي، د دې کورنۍ اصل او اصول پایمالوي او ډېر پښتانه د باچا خان بابا د کورنۍ په تربیه او پښتونولۍ شکمنوي.
فخر افغان باچا خان بابا د پښتنو د حقونو لپاره د عدم تشدد سپېڅلې لاره غوره کړه، هغه په پښتون وطن داسې ولسي غورځنګ «خدایي خدمتګار تحریک» پیل کړ، چې د خپل وخت د حق غوښتنې او آزادۍ د سترو غورځنګونو په کتار کې شمېرل کېده. باچا خان بابا ۳۱ کاله د پنجاب په زندانو کې تېر کړل، ټول عمر یې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه وکړه، نو اوس دا څرنګه ومنو چې کړوسی یې په یوه ځوان پښتون مبارز چې د پښتنو د حقه حقونو لپاره مبارزه کوي، د هغه په نظر بندي باندې ملنډې وهي!
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ښاغلی منظور احمد پشتین په یوې مرکې کې وویل: « ما په خپلې لس کلنې مبارزې کې هېڅکله هم سپکه خبره نه ده کړې، هېچاته مې پیغور نه دی ورکړی او د ایمل ولي خان د خبرو په ځواب کې یې وویل: « زه دومره وخت نه لرم چې سیاست وکړم، زه د خپلو خلکو غږ اوچتوم او انصاف غواړم. هغه انرژي چې د خپل پښتون په تخریبولو ضایع کوم، ولې یې د دښمن په کمزوري کولو کې و نه کاروم.» ښاغلي پشتین خپلو پلویانو ته هم تل وایي، چې له زما دفاع لپاره چاته سپکې خبرې مه کوئ، پیغور مه ورکوئ.
ښاغلی منظور احمد پشتین په عمر کم خو په پوه او حوصله کې د خپل عمر سل چنده دروند او د سترې حوصلې څښتن دی، ښاغلی پشتین خپل سرسخت پښتون مخالف ته هم سپکه خبره نه کوي، ځکه مخالف یې پښتون دی او پښتون هغه څوک دی چې ښاغلی منظور ېې د حقونو لپاره مبارزه کوي، که مخالف دی او که پلوی دی، منظور ته یوازې د پښتون ژوند مهم دی چې وژغورل شي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعالیت یوازې لس کاله تېر شوي دي، خو کومه پوهه او فکري بدلون چې یې د پښتون په قام کې رواستل، ساری یې په تېرو څو پېړیو کې نه لیدل کېږي، هغه فکري بدلون چې باچا خان بابا پېړۍ وړاندې پیل کړ او پایله یې ډېره کمه محسوسه وه، هغه فکري بدلون منظور احمد پشتین په لسو کلونو کې په ډېرې چټکۍ سره راوست او پایله یې دا ده چې نن ورځ د لر او بر پښتانه پوهېږي چې د پښتنو د حقونو اصلي مبارزین څوک دي او د پښتنو وژونکي څوک دي.
د هند دوه ټوتې کېدو او د پاکستان په پیدا کېدو سره د خدایي خدمتګارانو تحریک د پنجابي استمعارګرو د جبر لاندې راغی او پنجابي پوځ د دې تحریک په غړو خپل ظلمونه پیل کړل. باچاخان بابا په زندان کې ۳۱ کاله زنداني شو او هغه د ځوانۍ تانده حوصله د زندان د تېرو تبو شاته تېره کړه. « د بابړې پېښه» خو د پښتنو کربلا ده چې هر پښتون یې له وحشت څخه خبر دی. د دې ټولو ځورونو سره سره باچا خان بابا مات نه شو او د ژوند تر اخري سلګۍ یې مبارزه وکړه، هېڅ پښتون ته یې سپکه خبره و نه کړه، له پښتنو ډېر خفه و، خو له پښتنو هېڅلکه مرور نه شو، نه یې پیغور ورکړ او نه یې د چا زړه آزار کړ، ان دا چې په مړینه یې هم خپله مبارزه تمامه نه کړه او وصیت یې وکړ چې جسد یې په محکومه او اشغال شوې خاوره کې مه خښوئ. په ازاد وطن یعنې افغانستان کې د باچا خان بابا خښېدل د هغې مبارزې د دوام لاره وه چې نن هم پښتانه پرې روان دي.
په افغانستان کې بدمرغه ثور انقلاب او د روسانو پر خلاف د جهاد پیل پاکستان ته د افغانستان بربادۍ او د پښتنو د وژنې طلایي چانس په لاس ورکړ. په پښتونخوا کې د پښتنو د حقونو ډېر ګوندونه او د پښتونخوا پښتانه د افغانستان د بد حالت په لیدو، د پاکستان په سیاسي چال باندې ورو ورو په پنجابي فرهنګ کې مدغم شول، پښتون جګړه مار، ساده او سخت دریځه دین پرست شو. د سخت دریځۍ فرهنګ کابو ټول پښتانه تر خپلې اغېزې لاندې راوستل او د مجاهدینو تر ټولو ډېره ننګه او ملاتړ هم په همدې پښتنو وشو. دوی ته افغانستان بدمرغه او پاکستان اباد ښکارېدو چې دا یو واقعیت دی، انکار ترې نه شو کولای.
د پاکستان په پنجابي فرهنګ کې د پښتنو د ورګډېدلو دې بدمرغي د باچا خان بابا له کورنۍ هم هغه اصول هېرل کړل چې باچا خان بابا یې بنسټ ایښی و او اخري نسله یې نه یوازې دا چې د باچا خان د مبارزې اصل نه مراعاتوي، بلکې شخصي اخلاق او تربیه هم تر خطا شوې ده او داسې بیانونه یې د کورنۍ د غړو یا پلویانو له خولې راوځي چې د باچا بابا مبارزې، قرباني، شخصیت او حیثت ته ډېر زیان رسوي او د همدغو د بدو کړنو او خبرو له امله د عدم تشدد د لارې ستر لاروي باچا خان بابا ته هم په ټېټه سترګه کتل کېږي او یا هم کنځل کېږي.
په پښتو کې یو متل دی چې: « په نوم بدي اولاد، مور او پلار یادېږي.» همداسې کیسه د ستر باچا خان بابا له کورنۍ سره هم روانه ده او د دې په ځای چې په یوه شخص باندې نیوکه وشي، خلک یې د کورنۍ شجرې پسې بد ویل پیل کوي. اوس که ووایو چې دا هم یو پلان دی، نو شرم به وي ځکه پښتون قام به څومره د پنجابي پوځ په پلانونو کې بندیږي، ولې عقل نه لري چې د پنجابي پوځیانو او سیاستمدارانو په پلانونو او د پلان په شومتیا پوه شي؟
د پاکستان په ۷۷ کلن تاریخ کې د پښتوستان د ازادي لپاره پښتنو د لکونو په شمېر سرونه وبایلل او هغه هم د سر سرونه، روڼد اندی سر لښکر، فرهنګي، عالم، معلم، محصل، استاد، ملا او مولوي په ډېر مهارت سره د دښمن له خوا له مخې لرې کېږي. زیاتره هغه ښاغلي کسان شهیدان شول چې د خپل حق غوښتنې په مطلب پوه شول. د پښتونو او افغانانو د پوهانو او عالمانو وژنه له اروا ښاد پوهاند شهید سید بهاوالدین مجروم څخه پیل شوه او تر ننه دوام لري او اخري قرباني یې په پوهه او بهترینو اخلاقو سمبال شهید مولانا خانزیب رحیم الله دی، چې پنجابي پوځیانو په رڼا ورځ شهید کړ.
شهید مولانا خانزیب د ایمل ولي خان د نشل پارتۍ غړی و خو د مولانا ژبه او اخلاق لکه د منظور پشتین داسې و. مولانا ژبور، زړور، حق ویونکی، مودب او د سترې حوصلې خاوند و. د شهید مولانا په جنازه کې ایمل ولي ګډون و نه کړ او څو ورځې وروسته یې د شهید مولانا خانزیب په ویر کې په جوړ شوې جرګې کې یې هم ګډون و نه کړ. د شهید مولانا شخصیت او مبارزې ته چې پام وکړو هغه ډېر ستر مبارز، عالم او سیاست وال و او په خپل ګوند یې ډېر زیاد حق و، خو د ګوند مشر یې په دومره سپک نظر ورته وکتل چې نه یې جنازه او نه یې جرګه وکړه. زه په دې باور یم چې ایمل ولي دا کار د بې احترامۍ له امله نه دی کړی، بلکې هغه د پاکستان د پوځ د فشار یا ډار له امله کړی، خو جالبه یې دا ده چې په دومره ډار او فشار کې روان ایمل ولي خان ښاغلي منظور پشتین ته د پټېدو پیغور ورکوي!
پوښتنه دا ده چې د نشل ګوند د خدایي خدمتګارانو او یا هم د عدم تشدد د لاروایانو پاتې شوني دي، ولې په ښاغلي پشتین باندې تشدد، تشدد نه ورته ښکاري؟ ولې د دې پر ځای چې پر هغه د ناروا نظر بندي پر خلاف اعتراض وکړي، برعکس ملنډې پرې وهي؟ ولې ښاغلی پشتین، انسان، پښتون او مسلمان نه دی چې ایمل ولي یې په جبري نظر بندۍ ملنډې وهي؟
عوامي نشل ګوند او بل هر ګوند چې په پښتونخوا کې مبارزه کوي، اصلي موخه یې د پښتنو حقونه او د پښتونخوا ازادي ده. د پښتونخوا پښتانه باید دا خبره معلومه کړي چې د نشل پارتي مشر او غړي د باچا خان بابا او د هغه د مبارزې تګلارې« عدم تشدد» ته څومره پاپند دي او دوی ته ولې په ښاغلي پشتین نظر بندي تشدد نه ښکاري؟ هغه ته د انصاف غوښتنې پر ځای ولې د پټېدو پیغور ورکول کېږي؟
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.