د کابل د اوبو مدیریت یوازې د تخنیکي حللارو مسأله نه ده، بلکې ټولنیزه، اقتصادي، اداري او چاپېریالي موضوع ده. که چیرې عاجل او دوامدار تدابیر و نه نیول شي، د کابل راتلونکی له یوې سختې اوبو ستونزې سره مخ کېدونکی دی. خو که همدا اوس همغږي، سمه پالیسي، او ملي تعهد رامنځته شي، نو د اوبو دا بحران کنټرولېدلی او راتلونکو نسلونو ته یوه سالمه اوبه لرونکې پلازمېنه پرېښودل کېدای شي.
په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلون، چټک نفوس زیاتوالي، د بېبرخې مدیریت، د ځمکو غصب، او د ناسم ښار جوړونې له امله د کابل ښار د اوبو زیرمې له جدي ګواښ سره مخ شوې دي. د څېړنو له مخې، که همدا وضعیت دوام وکړي، په راتلونکو ۵ کلونو کې به د کابل تر ځمکې لاندې اوبه تقریباً له منځه ولاړې شي – دا به نه یوازې د ژوند د دوام لپاره یو فاجعه وي، بلکې د بشري مهاجرت، روغتیايي ستونزو او ټولنیز ناورین لامل همع شي.
د اوبو د بحران اساسي عوامل:د ځمکې لاندې اوبو بیروحي استخراج: د ژورو چاودنو له لارې ناسم استخراج او د پایپونو بېنظمه کارول.
باران او واورې کمښت: اقلیمي بدلون د طبیعي اوبو سرچینې کمزورې کړي.
بېپلانې ښاري پراختیا: د شنو سیمو له منځه تلل او د کانکریټ جوړښتونو زیاتوالی، د اوبو جذب کموي.
د پاکو اوبو ضایع کېدل: د اوبو د بیا کارونې او راټولولو سیسټمونه نهشته.د حکومت او ښاروالۍ نشت همغږي: نه د قوانینو تطبیق شته، نه دوامداره پلانونه.
د بحران مخنیوي لپاره حللارې:
د باراني اوبو راټولول: باید د ښاروالۍ له خوا ټولو نویو ودانیو ته د باراني اوبو د ذخیره کولو سیستم اجباري شي.
د اوبو د بیا کارونې تکنالوژي: صنعتي، تجارتي او کورني مصرف ته باید د فلټر او پاکولو سستمونه رامنځته شي.
د ژورو څاګانو قانونمندول: د ژورو څاګانو کیندل باید له سختو مقرراتو سره سم وي؛ هر چا ته باید اجازه ور نهکړل شي.
کابل، د افغانستان پلازمېنه، له اوږدو کلونو راهیسې د اوبو د کمښت او مدیریت له جدي ستونزو سره مخ ده. د نفوس چټک زیاتوالی، اقلیمي بدلونونه، غیر معیاري ښاري پراختیا او د زیرمو له حده زیات کارول، د کابل د اوبو سیستم ته سخت زیان رسولی دی. د اوبو مدیریت د یوې دوامداره او سالمې ښاري پراختیا لپاره حیاتي اهمیت لري، ځکه چې د ژوند، اقتصاد، کرنې او حفظالصحې بنسټیزه اړتیا ده.
د ښاري پراختیا تنظیم: باید د شنو ساحو پراخوالی تشویق شي؛ پارکونه، باغونه او طبیعي ځمکې د اوبو د جذب مهمې سرچینې دي.
د عامه پوهاوي کمپاینونه: خلکع باید پوه شي چې هر لیتر اوبه چې بېځایه ضایع کوي، د راتلونکي نسل له خولې یوه قطره تږي اخلي.
د اوبو ملي اداره: یوه واحده اداره دې رامنځته شي چې د ټول هېواد د اوبو مدیریت همغږی کړي.
کابل یوازې د ودانیو، سرکونو او برجونو له لارې نه ساتل کېږي؛ بلکې تر ټولو مهمه موضوع د ژوند بنسټي اړتیاوې دي. که اوبه نه وي، ژوند نه شته. دا نه یوازې د حکومت، بلکې د هر اوسېدونکي، سوداګر، دیني عالم، معلم، زدهکوونکي او ټولنیز فعال مسؤلیت دی چې نن اقدام وکړي، تر څو سبا ژوندی پاتې شو.
راځئ، چې د اوبو ساتنې ته ودرېږو دا د ژوند جګړه ده.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
Donate Here
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.