ما په هېنداره کې د لنډ ژوندانه
هم مې وفا هم مې جفا ولیده
اسمان ته پورته شوم نیشې په وزر
زړه نسخه مې د موسی ولیده
ځنګل ته لاړم خپلې ورکې پسې
هلته مې طرحه د بودا ولیده
بیدیا سراب کې راته سیند ښکاره شو
د بحر تل کې مې بیدیا ولیده
پیړۍ پيړۍ يي په جار تېریستلو
په دین کې غلا، مې د ملا ولیده
د ګونګي ولس پوهه اسانه نه ده
ما يي په پوهه کې سزا ولیده
پوهه په یو، جهل په بله لار ځي
ما دغه لیکه په ریښتیا ولیده
اسمان په ګواښ شو د غضب په ژبه
خو واز تندې کې مې بریښنا ولیده
که تورې وریځې د لمر مخ پټوي
باد کې د وریځو مې ځغلا ولیده
پخپل باور باندې ډاډه پاتې شوم
کړنلار د ډېرو مې خطا ولیده
زیات وم نهیلی، ناامیده ژوند کې
د تیارو منځ کې مې رڼا ولیده
مرادزی شوم ډاډه په خپله لاره
په خپله لار کې مې ښکلا ولیده
سرلوڅ مرادزی
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.