سترګې 

سرلوڅ مرادزی 

184

چې یې سترګې دې په سترګو کې خمارې 

ډېر به وباسي دې کلي کې له لارې 

چې په یو نظر له نورو نه سا اخلې 

سترګي نه دي بس قاتلې دي خونکارې 

یو دیدن یې میسر خلکو ته نه دی 

دم قدم یې په کوڅه کې خلک څارې 

بې له میو هم نېشه ښکاري له سترګو 

په نېشه یې عشق له سترګو وهي دارې 

د کتلو دریغ چې ونه کړې په تږو 

د ښکلا موده څو ورځې ده په شمارې 

نه به پاتې دا ښکلا نه به ځواني شي 

که بیا ووهې هرڅو پسې کوکارې 

د خوبانو په کوڅه کې چې تېرېږم 

زړه او پښې مې دواړه سم رېږدې له ډارې 

چې په تش کاته راولولېده بې هوښ شو 

سترګو وکړې په مرادزي هسې چارې 

 

  Donate Here

Dawat in English

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.