افغانستان له پاکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه بنده کړه

38

کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۴): د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال له صنعت‌کارانو او سوداګرو وغوښتل چې د پاکستان پر ځای دې له نورو لارو سوداګرۍ ته مخه کړي او که دغه کار ونه کړي نو د ستونزو رامنځته کېدو په صورت کې یې ا.ا ستونزو ته رسېدنه نه کوي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په کابل کې له صنعتګرو او سوداګرو سره په غونډه کې وویل: «د هېواد ټول صنعت‌کاران او سوداګر دې د پاکستان پر ځای له نورو بدیلو لارو سوداګرۍ ته مخه کړي، دې لارې نه یوازې زموږ تجاران زیانمن کړي، بلکې بازارونه او عام ولس یې هم له ستونزو سره مخ کړی دی.»

ده له ټولو سوداګرو په ټینګار وغوښتل چې په پاکستان کې د توکو د پېر او له دغه هېواده د توکو د واردولو پر ځای بدیلې لارې وټاکي او هڅه وکړي چې د نورو هېوادونو له مارکېټونو ګټه واخلي.

د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال وایي: «دویم په دې کې هيڅ شک نشته چې زموږ د صحي سکټور اساسي ستونزه او د په کلني ډول د سلګونو میلیون ډالرو د وتلو اصلي علت له پاکستانه د بې‌کیفیته دوا ورود دی. له پاکستان څخه د دوا واردوونکو څخه په ټيڼګار غواړم چې خپل واردات مو له نورو هېوادونو او نورو لارو ترسره او ژر تر ژره له بدیلو لارو استفاده وکړئ.»

ملا بردار وايي: «د دې خبرتیا له لارې اسلامي امارت خپلې غاړې خلاصوي او په واضح ډول درته وايي چې که له دې خبرتیا وروسته هم تجاران مالونه د پاکستان له لارې واردوي او یا یې صادروي، د ستونزو د رامنځته کېدو په صورت کې یې اسلامي امارت هيڅ ډول مشکل ته رسېدنه نه کوي او نه یې غږ اوري.»

دی زیاتوي، که چا په پاکستان کې قراردادونه یا خریدارۍ کړې وي، درې مياشتې وخت ورکول کېږي او په همدې موده کې دې هلته خپل ټول حسابونه تصفیه او کار دې راونغاړي.

ملا برادر وايي، دا چې پاکستان په کراتو د سوداګرۍ پر مخ لارې تړلې او اوس یې هم تړلې دي، له تجارتي او بشري مواردو یې سياسي استفاده کړې او د دواړو هېوادونو تجاران او صنعت‌کاران یې متضرر کړي دي، اسلامي امارت اړ شو چې پورتنۍ پرېکړه وکړي.

هغه وویل چې مخکې هم ستونزې رامنځته شوې، کله به چې د پاکستان د حاصلات موسم راغی، لار به پرانستې وه، خو کله به چې د افغانستان د بزګرانو د مېوو وخت و، پاکستان به په یوه او بله پلمه لار بنده کړه.

 

  Donate Here

Dawat in English

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.