اقتصادي خودکفايي او سیاسي ثبات

ډاکټر نجيب الله زاخېلوال / سويډن

247

اقتصادي خودکفايي د یو هېواد د سیاسي ثبات لپاره حیاتي شرط دی. زه غواړم د اقتصادي خودکفايي او سياسي ثبات د افغانستان د معاصر تاریخ له لارې اړیکه په لنډ ډول وڅېړم او دا جوته کړم چې څنګه د بهرنی تمويل او مرستو له پرې کېدو سره سم افغان حکومتونه سقوط کوي. دلته د افغانستان د کمونیستي دولت، د جمهوري نظام (2001–2021)، او اوسني طالب واکمنۍ باندې ځغلنده کتنه کوم تر څو وښايو چې اقتصادي بېوسې يا تنگلاسي د سیاسي بې‌ثباتۍ یو بنسټیز لامل دی.

په نړېوال سیاست کې سیاسي ثبات او اقتصادي خودکفايي دوه داسې اړوند مفاهیم دي چې یو د بل بشپړونکي دي. هغه حکومتونه چې خپلې مالي اړتیاوې د نورو هېوادونو پر مرستو، بسپنو او لاسنيوي پوره کوي، هيڅ ډول سیاسي خپلواکي نه لري او دغه خپلواکي يوازې يو شعار وي او تل ددې خطر وي چې روان سياسي بهير هر مهال چې دغه لاسنيوی بند شوی د مينځه تلونکې دی چې د همدغه دعوې لپاره د افغانستان وروستي تاریخي سياسي بهیرونه دا موضوع ښه روښانه کوي.

اقتصادي خودکفايي د يو هېواد دا وړتيا ده چې خپل داخلي عوايد، سرچينې او توليدونه د خپلو اساسي اړتیاوو لپاره وکاروي، پرته له دې چې پر بهرنیو مرستو او بسپنو تکيه وکړي. دا خودکفايي له حکومت سره مرسته کوي چې خپلواکه پاليسي جوړه کړي، د بهرنیو فشارونو پر وړاندې مقاومت وکړي، او د خلکو ترمنځ باور رامنځته کړي.

موږ په تېرو څلوېښتو کلنو کې د دغه خودکفايي د نشتوالی بدې پايلې هم د روسيي ملاتړي حکومت، جهادي تنظيمونو، د يوولسم سيپتمبر څخه راپردېخوا د رامينځ ته شوي جمهوري حکومت او بيا د طالبانو حکومت هر څه په خپلو سترګو وليدل.

د شوروي د ملاتړي حکومت سقوط (۱۹۷۹۱۹۹۲)

د افغانستان د ډيموکراتيک جمهوريت (PDPA) حکومت د شوروي اتحاد له خوا تمويلېده، د افغان حکومت ټولې نظامی اړتياوو سربېره د خلکو سره د کوپون په نوم مرسته او همدراز نورې پرمختيايي پروژې پر مخ وړلې. ډاکټر نجيب الله د يو لوظنامې له مخې په ۱۹۸۹ کال کې شوروي پوځونه د خپل هېواد څخه وويستل خو لا دوه کاله تېر شوي نه وو چې په ۱۹۹۱ کال کې د شوروي حکومت سقوط وکړ او شوروي خپله د سياسي او اقتصادي کشمکش سره مخ شو، نو په پايله کې يې د افغانستان پر ديموکراتيک جمهوريت مرستې او بسپنی بندې کړې هماغه چې پوره يو کال وروسته په ۱۹۹۲ کال کې د ډاکټر نجيب الله حکومت سقوط وکړ. دا ځکه چې د شوروي د بسپنو د بندېدو سره جوخت د اردو تنخواوې، اکمالات، ملاتړ سربېره د کوپون پروژه او هم پرمختيايي کارونه بند شول چې د حکومت پر وړاندې په داخل کې مخالفتونه هم پيل شو او زور يې واخيسته.

دلته اړينه چې په پاکستان کې د مېشتو جهادي ډلو هم يادونه وکړو چې د نبراسکا د پروژې د ترسره کولو په پار ورسره بې خرته په خلاص مټ مرستې کېدلې د شوروي د سقوط (۱۹۹۱) سره جوخت ټولې مرستې پرې بندې شوې نو هماغه چې دغه ډلې چې هېڅ ډول سياسي فکر او نظر لا څه چې ان اقتصادي خودکفايي لپاره يې څه نه درلودل او نه يې دغه حال د ځان لپاره وړاندووينه کړې وه، د اقتصادي اړتياوو د پوره کولو په پار د هغه سيمو د نيولو لپاره چې اقتصادي سرچينې بلل کېدلې د يو بل سره لاندې وتل او هم د ديموکراتيک دولت څخه په پاتې شوو وسلو په خرڅولو او کباړ کولو لاس پورې کړ تر څو د خپلو جنګياليو لګښتونه پوره کړي. د يوې غيرې رسمي احصايي له مخې د جلال اباد په قل اردو کې نزدې ۲۰۰ ټانګونه روغ او خراب ولاړ وو چې د دوو کلنو په جريان کې ټول اره اره شول او پاکستان ته د کباړ په شکل يوړل شول. د ثمرخېلو د پلی قواو کنډک ته پورې غاړه د غونډۍ يه شېله کې په لسګونو ويجاړ شوي ټانګونه ولاړ وو چې يو کال وروسته د نبراسکا د پروژی پلې کوونکو (مجاهدينو) اره اره کړل او د کباړ په تول يې وپلورل. ان د برق ستنې ، مسي لاينونه پلونه او مرمۍ … خو دوی بيا هم ونشو کولای د خپلو جنګياليو اړتياوې پوره کړې نو د غلا غدو سره بېره يې په اجوره د خلکو وژلو او اختطاف ته مخه کړه او يو شمېر يې نور د ګاونډي استخباراتي کړيو لپاره په دنده بوخت شول تر څو ددې لارې خپلې اقتصادي اړتياووې پوره کړي. ښه بېلگه يې د شمال جبهې د غړو د ډاکټر عبدالله پر گډون بسم الله محمدي او يا هم د حزب اسلامی حکمتيار ډلې مشر په خپله ګلبدين حکمتيار او  وراخوا نور جهادي مشران دي.

د جمهوريت سقوط (۲۰۰۱۲۰۲۱)

د بېلا بېلو سرچينو له قوله له ۲۰۰۱څخه تر ۲۰۲۱ پورې افغان حکومت تقريباً ۷۰-۸۰٪ مالي بوديجه له بهرنی تمویل، په ځانګړي ډول د امریکا، ترلاسه کوله. امريکا د خپل ستراتژيک او سياسي ټاکنيز کمپاين لپاره چې په امريکا کې دغه کمپاينونه پر پاپوليزم سياست ولاړ دي، د وخت ولسمشر وغوښتل چې د خپل حزب د بيا واکمن کېدلو لپاره خپل پوځ ويستل د کمپاين برخه کړي هماغه وو چې د خپلو پوځيانو ويستلو سره سره يې خپلې مالي مرستې هم کمي او يا ودرولې.  چې په ۲۰۲۰ کال کې دغه پروسې د پاموړ پرمختگ وکړ او دغه چټک پرمختگ ددې لامل شو چې د دولت مالي سيستم سقوط وکړي دا ځکه چې د نظامیانو معاشونه بند شول، د خدماتو سیستم فلج شو. دقيق راته ياد شي يو چارواکي خبره کوله چې ولسمشر غني د خپل امريکايي سيال سره په خبرو کې د نوموړي څخه وغوښتل چې د ډرون د ورکولو سربېره ورته د ځينو نور ځانګړو وسلو مرسته وکړي چې هغوی ورته رټ ځواب ورکړی وو او بلاخره يې ترې غوښتنه کړې وه چې دوی بايد پرېښودل شي چې خپلې اړتياوې د روسيې او يا هم بل هېواد څخه پوره کړي نو هماغه و چې پدغه برخه کې ورته رټ د ٬٬نه٬٬ ځواب ورکول شوی. دغه خبره پخوانی ولسمشر حامدکرزي هم په خپلو خبرو کې کړې وه او په يو مجلس کې يې په زغرده وويل که امريکا موږ سره د وسلو او د پاکستان پر خلاف مرسته نه کوي نو موږ اړ يو چې روسانو سره خبرې وکړو. خو دا چې اقتصادي خودکفايي شتون نه درلوده نو ددغه ډول گام اخيستلو  او ترسره کېدو لپاره هيڅ شواخون يا احتمال نه و او نه ترسره کېدلای شو.

د نړۍ زبرځواکونه او په ځانګړي ډول امريکا پدې پوهېدله چې د کډوالۍ له مهاله افغانان په ګدايي (راشن) روږدي شوي دي دوی هيڅکله د خپل ځان لپاره پر خپل ځان او د کور دننه د بسيا کولو فکر نشي کولای. له دې وراخوا امريکا د هماغه پاليسۍ له مخې چې په تايوان، تايلند، جرمني او د نړۍ نورو هېوادونو کې ترسره کړه پراخ فساد ته مخه هواره کړه چې د ټولنې زياتره نخبه‌گان په فساد اخته شول او د ځان بسيا کولو او ازادۍ د اخيستلو د فکر پر ځای ورسره د نورو لارو د پيسو پيدا کولو فکر شو، کټ مټ لکه د ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۶ کال پورې چې جهادي رهبرانو دغه کار وکړ. نو دغه سياسي نخبه‌گانو به يوازې په هغه پرگرامونو کې برخه اخيسته چې د دوی لپاره ورته مالي امکانات ورکول کېدل. دقيق راته ياد شي چې موږ يو چارواکې ته د ځوانانو د انسجام، رهبريت او راتلونکې لپاره د خودکفايي خبره وکړه او ورسره مو خپله برنامه شريکه کړه. نو د نوموړي لومړۍ خبره داده چې تاسې سره مالي مرسته څوک کوي. طبعا زما ځواب ٬٬نه٬٬ و نو هماغه وو چې هيڅ هاغه مشر چې نن يې هر څوک د ملې مشر په نوم يادوي زموږ سره مرستو ته حاضر نشو.

ولې همدغه مشران موږ وليدل چې د پروژه يي ځوانانو د ټولنو سره چې ان مشران يې داسې څوک وو چې موږ يې نه په تېر خبر وو او نه يې کوم خوا او شا څه درلودل د هغوی سره ښکته پورته کېدل.

بل لور ته امريکا په ځانګړي ډول پي ار ټي هاغه چا سره مرسته نه کوله چې اوږدمهاله او د خودکفايي فکر يې درلوده. موږ په ۲۰۰۴ کال کې د طب مجله پيل کړه د ډېرو ملګرو په غوښتنه مو د په جلال اباد کې د پي ار ټی دفتر سره اړيکه ونيوله د هغوی غوښتنه دا وه چې دغه مجله د خودکفايي او ژمنې کومه بنسټ لري؟ هاغه څه چې ما د خپلو قدرمنو استادانو سره د ژمنې په ډول کړې وې په ليکلي بڼه وړاندې کړل نو نه دا چې موږ سره مرسته ونشوه بلکې موږ ته د فساد کولو لپاره بلنه راکړل شو. چې دغه بلنه ما په کلکه رد کړه.

ځکه امريکا هيڅ هاغه اداره، ډله، ټولنه او يا هم پروګرام ته مالي ملاتړ نه ورکاوه چې د يو څه وخت وروسته هاغه پروګرام يا برنامه په خپلو ښپو ودريږي او د چا د مرستې پرته پر مخ ولاړ شي.

ځکه دا ډول برنامه بيا دوی ته د دوی د اوامرو او شرايطو پر وړاندې خنډ کيږي. همدراز امريکا تل کوښښ کاوه چې هم د حکومت  ملاتړ وکړي او د حکومت پر وړاندې مخالفتونه راپيدا کړي چې دا د Far ward  پالېسي وه چې امريکايانو پر ومخ وړله، همداراز امريکا هيڅکله نه غوښتل چې د حکومت پر وړاندې دې يو سياسي اپوزيسيون رامينځ ته شي تر څو د دولت سره په سياسي برخو کې سيالي وکړ، امريکا به تل کوښښ کاوه چې د سياسي اپوزيسيون رامينځ ته کېدل په هماغه پيل کې له مينځه يوسي، چې ښه بېلگه يې د قطر ډیالوګ و چې کله طالبان وتوانېدل چې د يو سياسي اپوزيسيون او ډلې په څېر رامخ ته شي نو امريکا ژر بل لوری (جمهوري دولت) له ښپو وغورځاوه چې د اپوزيسيون پر ځای مخالفت رامينځ ته شي چې هماغسې وشول. چې زما په اند په افغانستان کې نه جنګ ختم شو او نه سوله رامينځ ته شوه او نه يو ټولمنلی سياسي حکومت رامينځ ته شو.

طالبانو اوسنی حالت: سیاسي مشروعيت او اقتصادي ضعف

زه دا مهال پردې بحث نه کوم چې طالبانو څنګه یو نسبي سیاسي ثبات رامنځته کړی، تر شا يې څه دي. او نه پردې بحث کوم چې طالبان ولې او چا پرېنښودل چې سياسي واک ولري. زما بحث د نړيوالو مرستو تېر تاريخ ته په کتو او د ډالري کڅوړو د راتلو په نظر کې نېولو سره دا لکه د لمر روښانه ده چې دغه ډله به هم د وخت په تېرېدو سره په فساد اخته شي او پر ځای ددې چې د خپلو خلکو او خپل حکومت د اقتصادي خودکفايي فکر وکړي نو يوازې به پدې فکر کې وي چې څنګه خپل وسلوال وساتي او په څه ډول خپل دغه راج، نوکر او جاکر او لويو لويو د موټرو کاروانونو لپاره لگښتونه راپيدا کړي. ځکه دا مهال د طالبانو د حکومت زياتره مالي سرچينې له غیر رسمي لارو، لکه سوداګرۍ، مالیاتو، بندرونو، او له امريکا سربېره د ځینې نورو مرسته کوونکو هېوادونو (لکه قطر، پاکستان، ایران) څخه پوره کېږي، چې همدغه د بدبختۍ بنسټ دی چې دغه حالات د مرستو په تکيه سره رشد کوي او د مرستو د ودرېدو سره دغه حالت شړيږي او پرته له شکه دغه اوسنی د طالبانو حکومت به پر هماغه برخليک اخته شي لکه ديموکراتيک جمهوريت، جهادي تنظيمونه، طالبانو تېره دوره، جمهوريت. بل لور طالبان د ښځو د کار او تعلیم محدودیتونه، او انسانانو د ازادۍ په مسايلو کې ځان داسې بوخت کړی چې هاغه اړين مسايل چې دوی او دغه ولس ته د ساه رگ ارزښت لري هاغه له پامه غورځول شوی چې پدې کار سره دوی نه د خپل ولس سره او نه هم  له نړېوالو داسې سره اړیکې جوړولی شي د اقتصادي خودکفايي لامل کيږي نو په پايله کې اقتصادي فرصتونه له منځه وړل کيږي. که اقتصادي خودکفايي لپاره کار ونشي او دغه وضعيت چې موږ ورسره د ۱۹۷۰ راپردېخوا مخ يو سم نشي، نو اوږدمهال سیاسي ثبات رامينځ ته کېدل يو خيال او خوب دی او هره شېبه ددې امکان شته چې په هر نامه او هر ډول سياسي واک له ګواښ سره مخامخ شي او پايله هماغه تکرار شکست او د نظام چپه کېدل.

د اقتصادي خودکفايي نړېوالې بېلګې

ایران:  د ۱۹۵۹ ز کال راپردېخوا د ايران پر وړاندې مجاهدين خلق وسلواله مبارزه کوي چې د بېلا بېلو نړيوالو د ملاتړ څخه برخمن دي او ان تر دې چې د اروپا په زړه فرانسه کې هر کال يو شانداره کلنۍ غونډه هم جوړوي. همدراز ايران د عراق سره په يوه سخته چګړه کې ښکېل شو او پرې سربېره په داخل د ايران د اخوندي رژيم پر وړاندې د زن زندگي ازادي تر سرليک لاندې سخت حالت، او پدې اواخرو کې د اسرايلو سره لاندې وتل او شخه شولانده، او نړيوال سخت بنديزونه دا تول هاغه څه ول چې فکر کېده هر يو د ايران د سياسي اخوندي حکومت د له مينځه تللو لامل کيږي. خو دا چې ايران خپل کورني صنعت او اقتصادي زیرمې پیاوړې کړي او اقتصادي خودکفايي يې درلوده او حکومت يې د چا پر مرستو نه پايېده؛ سره د دومره اقتصادي، سياسي، نړيوال ګواښونو او فشارونه بيا هم حکومت خپله سیاسي بقا ساتلې.

شمالي کوریا:  بل هاغه هېواد دی چې د نړیوالو بندیزونو سره سره يې پر ځان بسیا اقتصادي پالیسي ساتلې، که څه هم د خلکو ژوند ډېر سخت دی، خو حکومت یې باثباته پاتې دی. چې لامل يې همدا دې چې حکومت يې د چا د مرستو او ملاتړ پرته خپل اقتصادي بوج پر مخ وړي.

سريلانکا: تامېل پړانگان په ۱۹۷۶ کې پر وسلواله مبارزه پيل وکړ خو بلاخره په ۲۰۰۹ کال کې اړ شو چې تسليم شي، د سريلانکا د شمالي او شرقی سيمو ۷۶٪ واک د تامېل پړانگانو په لاس کې وو  او د هر راز وسلو او مهماتو څخه برخمن وو منظمه اردو او وسلوال ځواک يې درلوده خو دا چې د سريلانکا اقتصادي خودکفايي درلوده په هيڅ ډول د تامېل پړانګانو پر وړاندې ملي اجنډا څخه په شا نشول هماغه وو چې د ۱۰۰۰۰۰ تاميل پړانګانو د مړينې وروسته په ۲۰۰۹ کال د ناروی په مينځګړتوب د تاميل پړانګانو ډله ختمه شوه.

 کردان، ايران، ترکيه او سوريه:  د ۱۹۷۸ ز کال راپرديخوا عبدالله اوجلان د ترکيې، ايران او سوريه پر وړاندې د کردانو د ازادۍ لپاره وسلواله مبارزه کوله، زياتره سيمې يې د واک لاندې وې او ځانمرگي (پيشمرگه) کنډکونه يې درلودل ان دمره قوي چې ځانګړي منظم د يو دولت په څېر سيستم او نظام يې درلوده خو دا چې سوريه، ايران او ترکيه درېواړه اقتصادي خودکفايي درلوده نو دوی ونشو کولای چې سياسي برياليتوب تر لاسه کړي هماغه چې سږ کال په رسمي ډول د عبدالله اوجلان ډله تسليم شوه او سږ کردانو خپله ملي ورځ هم ونه لمانځله. دا پداسې حال کې وه چې کردانو د د زياتره سترو هېوادونو سياسي او اقتصادي ملاتړ حاصل و.

اوکراين: اوکراين چې د روسې څخه ازادي واخيستله نو ټول سيستم يې زموږ د هېواد په څېر ړنګ نشو او سياسي خودکفايي چې د اقتصادي خودکفايي پورې تړلې وه په خپل حال پاتې شوه خو بدبختانه چې زيلينسکې د يو پټې جاسوسې شبکې له خوا د ټاکنو ګټونکې شو او دا کار ځکه وشو چې امريکا او د هغه ملګرو غوښتل چې اوکراين په اقتصادي بې ثباتۍ اخته کړي تر څو د نړيوالو مرستو اختياج شي چې بيا دغه مرستې د هرې غوښتنې پر وړاندې لکه يو جنګي افزار استعمال شي. چې ښه بېلگه يې د ژيلينسکي سره په سپينه ماڼۍ کې د ټرمپ او د هغه د مرستيال خبرې اترې وې.

سوريه هم دا مهال د ورته برخليک سره مخ ده. دا بايد په زغرده ووايو او ويې منو چې د جهادي ډلو رامينځ ته کېدل او هغوی وسلوالې مبارزې ته هڅول د پردې تر شا د جاسوسې شبکو کار دی هغه که په فلسطين کې دي، که په افغانستان کې وو، که په سوريه کې دي. هغه که اخوان المسلمين دي، که حزب الله، جندالله دې که حرکت المجاهدين دي يا هم بل…

څېړنيزه پایله: اقتصادي خودکفايي د سیاسي ثبات لپاره شرط دی

د يو هېواد د اقتصادي خودکفايۍ لپاره يو شمېر اساسي فکتورونه مهم رول لري. دغه فکتورونه د هېواد د طبيعي، انساني، اداري، او نړيوالو تعاملاتو له پلوه تنظيمېږي. که دا فکتورونه په اغېزمن ډول تحقق ومومي، نو هېواد کولای شي له بهرنیو مرستو پرته خپل اقتصادي ثبات وساتي، چې دا خپله د سياسي ثبات بنسټ کېږي. دا ځکه چې

  • حکومتونه چې پر ځان بسيا اقتصادي حالت ولري، خپل کورني مشروعيت او ملي واکمني ساتلی شي.
  • بهرنیو مرستو باندې اتکا لرونکي حکومتونه د فشارونو پر وړاندې ډېر ژر سقوط کوي.

سپارښتنې

افغان حکومت باید اوږدمهالې اقتصادي ستراتیژۍ جوړې کړي. په پلونو، پلچکونو او يا هم  يو کانال جوړولو باندې اقتصادي خودکفايي نه رامينځ ته کيږي. د اقتصادي خودکفايي لپاره د طبعي زيرمو او سرچينو سربېره نور ډېر فکتورونه دې چې بايد په نظر کې ونيول شي لکه بشري ځواک چې دا مهال د افغانستان څخه بشري ځواک يا د مغزونو فرار تر ټول ستره ننګونه ده، ټولو ته (ښځو او نارينه‌و ته ) پرته له قيده او شرطه د مسلکې او فني زده‌کړو چاره لټول، يو باثباته، روڼ سياسي نظام رامينځ ته کول او نسبي ديموکراسۍ ته وده ورکول، د داخلي توليداتو پياوړتيا لپاره لارې چارې سنجول، اغېزمن او عادلانه ماليآتي نظام رغول،  زيربېناوې او بنستيز خدمات او نړيوالو سره اقتصادي تعامل او له دې وراخوا سياسيون بايد ملې ذهنيت لرونکې وي او هېوادنۍ مينه Patriotism ولري نه دا چې د نورو خلکو او يا هېوادونو لپاره زړه خوږي او د خپل هېواد لپاره ظالمان او جابران اوسي.

په پايله کې ويلې شم افغانستان کې که هر څوک سياسي او خپلواک واک غواړي نو باید له دغه تېرو تجربو زده‌کړه وکړي. اقتصادي خودکفايي نه یوازې دا چې سیاسي ثبات تضمینوي، بلکې د ملي واکمنۍ، خپلواکه پاليسۍ، او ټولنیزې ودې لپاره بنسټيز شرط دی. هر هغه حکومت چې خپل اقتصاد د نورو پر مرستو څرخوي، او انگيري چې دا مرستې د دوی حق دی نو دا ډول حکومتونه که په هر نامه. په هر شعار او هر وخت رامينځ ته شي بېرته به د سقوط پر لور درومي. او د افغان مظلوم ولس لپاره به پرته د بدبختۍ هيڅ ونه لري. دوی (سياسي مشران او واکمن) به ميدان بيا پرېږدي او بيا بله ډله راشي خو د بزازۍ جومات خوله به له سوالګرو، تلاشۍ چوک به طمعه کوونکو او وچو شونډو مزدورانو، امير شهيد باغ به د نشه‌يانو او د کلي، ولس خلک به مو د موسسو د مرستو ته د سترگې پر لار عادت څخه خلاص نشي.

 طبي بدعت Medical Heresy

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.