طبي بدعت Medical Heresy

ډاکټر نجيب الله زاخېلوال

509

بدعت يوازې د دين پورې تړاو او ريښه نه لري او هم يوازې په دينې کارونو کې ممنوع نه دی. په طب کې هم  بدعت شته او په طب کې هم ځينې درملنې او لارې چارې شته چې د ځينو خلکو له خوا پرته له دې علمي بنسټ ولري رامينځ ته شوي دي چې ورته طبي بدعت  ٬٬Medical Heresy٬٬ وايي. طبی بدعت ويي لومړی ځل د ډاکټر جان بي. ميکنلی او سونيا ايم. ميکنلی (۱۹۷۷) له خوا په يو علمي طبي څېړنه کې د هاغه دعوې پر خلاف رامينځ ته شوه چې فکر کېده چې د ناروغيو او د ناروغيو څخه په رامينځ ته کېدونکو مړينو په مخنيوې کې درمل، واکسين او طبي تکنالوژی ستر رول لري.  نوموړو دعوه وکړه چې دا خبره يا دعوه بدعت دی او ورته يې د طبي بدعت کلمه وکاروله او بيا يې خپله څېړنه پدې راڅرخولې ده چې د ناروغيو او د ناروغيو له لامله د مړينو د کچې په مخنيوي کې درملو، واکسينو او طبي تکنالوژی رول لرلو دعوه داسې دعوه نه ده چې په علمي دلايلو په زبات رسېدلې وي. دوی بيا د خپل خبرې لپاره د توبرکلوز د ناروغۍ بېلگه وړاندې کړې او ليکلي يې دي چې د توبرکلوز يا سل د ناروغيو له لامله د مړينو کچه د ژوند د ډول د ښه والي وروسته او مخکې له دې چې درمل راشي کمه شوې وه. همداسې يې نورې ناروغۍ هم يادې کړې دي چې په مخنيوي يا کمېدو کې يې درمل د رول څخه مخه د انسانانو د ژوند ښه والی، ځان ساتنې لارو چارو، زده کړې او اقتصاد رول درلودلای دی.

زه غواړم، د طبي بدعت پدغه نظريه او پديده په افغانستان او خيبرپښتونخوا په سيمو کې په شته اړونده مروجه درملنو لارو چارو چې په طب کې کوم کره ثبوت نشته، شننه وکړم.

ډاکټر ديويد وارنر  او ملگرو يې (۱۹۷۰) په خپل کتاب کې ٬٬هلته چې ډاکټر نشته٬٬ کې ليکلي دي چې په ځينو کليوالو سيمو کې يو لړ زياتې ناروغۍ په دوديزه ټوټکو درملنه کيږي. هاغه نه دا چې ناروغۍ نه ښه کوي بلکې ناروغ ته لاپسې تاوان رسوي. (هلته چې ډاکټر نشته، صــ ۳۰)

دقيق راته ياد شي چې زموږ په کلي کې به چې کله کوم ماشوم ډېر ژړل نو خلکو به داسې انگېرله چې د ماشوم ژبۍ ده او يا يې ژبۍ ښکته لوېدلې ده چې ددغه کار د درملنې لپاره دوه ډول بدعت شتون لري.  لومړی دا چې د ماشوم په حلقوم کې دوه ګوتې ننباسي او حلقۍ ژبۍ پورته خوا ته ټېل وهل کيږي چې پدې کار سره کيدلای شي د ماشوم سږو ته بهرني مواد لاړ شي او له دې سربېره دغه دوه ګوتې لرونکې د ميکروبونو وي چې ماشوم د سږو په ناروغيو اخته کړي او بله ستونزه دا هم راولاړوي چې د تالو پورته خوا ته د حلقۍ ژبۍ ټېل وهل کيدلای شي د پورته ژامې (Maxillary branch) او لاندې ژامې  (Mandibular Branch)عصبي رگونه ماوف کړی  او عصبي نيمگړتيا (Burning Mouth Syndrome) رامينځ ته کړي.

دويمه طريقه يې داده چې يو ښځه راځي او په خپله لمن کې يوه ستن ګيږلې وي او بيا دغه لمن د ماشوم د غاړې څخه د حلقې په ډول تاووي او ماشوم د همدغه تاو شوې لمن په زور پورته کوي چې دا کار هم کولای شي د ماشوم د مړينې او يا هم د عقلي اختلال او ناروغيو لامل شي.

ډاکټر ديويد وارنر ليکي چې په زياتره کليوالو سيمو کې د جزام د ناروغۍ لپاره مار مړ کيږي او بيا اوبو کې اچول کيږي او هغه اوبه څښي چې د جزام ناروغۍ يې ښه شي. د سپينکي يا ابرص د ناروغۍ لپاره د کجير غوښه خوري او انگيري چې پدې سره سپينکې ښه کيږي.

(هلته چې ډاکټر نشته، صــ ۲۵)

ما ٬٬ډاکټر نجيب الله زاخېلوال٬٬  شخصي ياداښتونه، ډېری داسې خلک ليدل چې د ځينو ناروغيو لپاره  يې ځينې ټوټکې کارولې لکه د سترگو د نظر کموالي ٬٬شبکورۍ٬٬ لپاره د توري ٬٬طحال٬٬ خوړل، د نيم سري ٬٬Migraine ٬٬ لپاره په خولۍ کې  د سترگې لپاره ستنه د يو تار پواسطه راځړول. يا زچه ٬٬لنگه شوې٬٬ ښځه بايد تر څلوېښتو ورځو پورې ماهي ونه خوري او نه ماهي ته وګوري. يا همداراز جلاب کول چې پکې زياتره وخت صحرايي خټکي استعماليږي نه دا چې گته نه کوي بلکې تاوان هم رسوي ځکه پدې ډول سره په وجود کې مايعات کميږي، د کولمو حرکات غيری منظم کيږي. دا او دې ته ورته په زرگونو بېلگې شته چې زه يې دلته د راوړلو څخه تېرېږم (زاخېلوال، ن.ن)

لکه څنګه مې چې مخکې وويلې چې بدعت په دين کې د يوی کار رامينځ ته کول چې په دين کې يې زبات نه وي شوي رامينځ ته کولو ته وايي همداسې په طب کې بدعت هم د يو داسې کړنې، لارې چارې او درملنې يا دعوې رامينځ ته کولو ته وايي چې په طب کې په زبات نه وي رسيدلي او علمې بنسټ ونه لري او د د عصري طب د اصولو سره په ټکر کې وي.

دا بدعتونه کېدلای شي په بېلا بېلو ډولونو رامينځ ته شي لکه د ناتاييد شوو درملو استعمال، د طبې څېړنو وروسته د ځينو منل شويو درملو يا لارو چارو رد، يا هم د ناروغيو د مخنيوي او يا روغتيا په اړه بې بنسټه نظريې مرجوول.

لکه د کرونا پر مهال چې د نړۍ په بېلا بېلو سيمو کې ځينو خلکو د کرونا د درملنې، مخنيوي او يا د خپرېدو د اهتماماتو خلاف، رد او لارو چارو په اړه طبي بدعت وشو. افغانستان هم پدغه طبي بدعت کې د چا وروسته پاتې نشو د حکيم الکوزي په نوم کس د کرونا پر ضد درمل خلکو ته ورکړل خو ددغه درملو او کرونا د مخنيوي په اړه هغه هيڅ علمي لاسوند يا زبات نه درلوده (ازادۍ راډيو، ۲۰۲۰). په طب کې تر ټولو ستر بدعت د ٬٬اسلامي طب٬٬ په نوم طب دی چې د دغه طب دعوه کوونکي او اړونده کسان هاغه څوک دي چې کومې ځانگړې طبي زده کړې نه لري. دوی دعوه کوي چې دوی د سرطان، فالج، تور ژيړی، ايډز، ژيړی، د سترگو ناروغي، پيريان، جادو… درملنه کوي بيا د خپل دغه طبابت لپاره داسې دلايل راوړي چې پر خلاف يې خبره کول کفر گڼل کيږي. اسلامي طبابت بدعت هم لکه د دينی بدعت په څېر د هر دينې او مذهبي لارې خلکو ورته خپل نومونه او ډولونه راوستلي دي طب نبوي، طب معصومين ع، طب شعيعان، طب اهل البيت، طب اصحاب کرام، طب قراني، طب اهل السنت، اهل سلف صالحين، طب انبيا ع، …. دغه ډلې بيا هر يو دعوه کوي چې د هرې ناروغۍ درملنه کوي او درملنه يې قطعی ده. د دغه طب غړي ناروغان د عصري طب د هاغه درملو له استعمال څخه چې پرې کلونه کلونه تجربې شوي دي او  د ناروغيو په مخنيوي، کنټرول يا درملنه کې يې ونډه په زبات رسېدلې ده، منع کوي.

زياتره دغه طبي بدعت کوونکي هاغه کسان دي چې خپله د يو لړ ناروغيو سره لاس او ګريوان دي لکه شيزوفريني، دوه قطبي، ژورخفگان، وارخطايي، سايکوزس …. خو درملنه يې نشي کولای او د خپلو روغتيايي ستونزو لپاره عصري طب ته مراجعه کوي. ملا علی د کردستان دی د طب يو بدعتي دی، خو کله چې پرې يوه دانوکۍ راوختله او په کردستان کې ورته ډاکټرانو وويلې چې دغه دانوکۍ چنگاښي ٬٬سرطاني٬٬ ده نو د درملنې لپاره جرمني هېواد ته راغې خو بدبختانه د خپل دغه بدعت څخه يې په جرمني کې هم لاس وانخيست.

يوناني طبابت چې په افغانستان کې د پېړيو راهيسي مروج دی او د ښار په هره کوڅه کې به يو د يوناني طب کتنځی وګورئ وګړي يې حکيمان نومول کيږي. دغه طبابت په ټول ډول نه، بلکې د دري پر څلور برخو (دغه اټکل په څېړنو نه دی ثابت شوی يوازی زما د ليکوال خپل د ذهن څخه راوتلی رقم دی) برخه يې طبي بدعت گڼلای شو، چې ځينې ټوټکې يې انسانانو ته مرگونې بدې پايلې لرلای شي.

له ما څخه زياتره خلک پوښتنه کوي چې دم درود يا تعويذ په طبابت کې څه رول لري؟

زه د ځواب لپاره ورته وايم که ناروغي جسمي وه نو گټه يې هيڅ ده او تاوان يې د ناروغ د ژوند بيه  يا معيوبيت ٬٬نيمگړتيا٬٬ ده. که ناروغي رواني وي نو بيا کتل پکار دي چې په کومه کچه رنځور د ناروغۍ څخه رنځ وړي. لکه هستريا، عصبي لږ خفگان، په کور کې د خفگان له لامله ځينی نااشنا کارونه کول، تشويش .. نو تر يوه حده گټه لري.

ډاکټر ډيويډ وارنر ليکي چې د دم او تعويذ درملنه هاغه وخت اغېزمنه واقع کيږي چې خلک په دغه چاره عقيده ولري، چې د عقيدې په جوړولو او طاقت کې د درمل ورکولو کس چالاکی د پام وړ ده چې دوی په خلکو د خپل دم او تعويذ لپآره کار کوي (وګورئ هلته چې ډاکټر نشته صــ ۴۲-۴۳). که د عقيده او باور خلک رغولی شي نو خلکو ته زيان هم رسولای شي. د بېلگې په ډول که خلک عقيده ولري چې پيريان شته او پيريان ده، کورنۍ ته يې او يا هم خلکو ته تاوان رسولای شي. همدغه وېره نوموړی ناروغ کولای شي (وګورئ د زمرک او د ونې کيسه، پښتو کتاب). که ووايم چې ډېری هاغه شيان چې خلک پرې عقيده لري چې خطرناکه دي او تاوان ورته رسولای شي خو په حقيقت هاغه هيڅ تاوان نشي رسولای، اين سينا يو ستر حکيم ته يوازې د اوبو يو جام ورکړ خو ابن سينا هاغه داسې تلقين کړی وو چې دغه قوی زهر دي نوموړی ستر حکيم ومړ، د اين سينا دغه نظريه د ويرې او سخت باور تر عنوان لاندې اوس هم لوستل کيږي (Masic, 2012). که يو څوک پدې باور وي چې کوډې پرې شوي دي يا يې باور دا وې پيريان پرې ناست دي يا د چا بدو سترگو وهلی دی نو دا د خپلې عقېدې د لاسه قربانې دی. ځکه کوډې، پيريان، بدې سترگې، جادو هيچا ته تاوان نشي رسولای، پرته له دې چې يو کس خپله ځان پردې باوري کړي چې دغه کارونه ورته تاوان رسوي. نو همدغه باور بېرته هاغه خيال ته قوت ورکوي او خلک پرې ناروغه کيږي (وګورئ ٬٬ هلته چې ډاکتر نشته٬٬، صــ ۴۶-۴۷). خو که د همدغه عقېدې د مينځه وړلو لپاره دم درود او يا تعويذ استعمال شي نو د ابن سينا د زبات له مخې ٬٬ترس او شديد تلقين٬٬ دغه چاره کولای شي دغه شخص تلقين او تسکين کړي. که ووايم  ادراکي درملنې (Cognitive Therapy) ته ورته چاره ده ٬٬ زما دا خبره علمي نه ده٬٬. تر يو حده کولای شي ښه چاره ده.

خو که د ويرې، ژور خفگان، هستريا، عصبي خفگان، ذهنی فشار او ورته نورو ناروغيو درملنه د تورې پيشو د زړه په خوړلو، ژوندۍ چرگه څيری کول، د مړ شوي په خېټه اوړه لمده ول.

يا هم د غاښ درد لپاره په زمکه کې ميخ ټک وهل او ورته يو کال يا دوه کاله د درد بيا نه راتلو موده ټاکل … بدعت دی. بدعت په طب کې کولای شي د انسانانو روغتيا ته يو لړ ستونزې رواړي چې بيا به دغه ستونزې په خپل وار د معيبوتونو ، مړينو سره ملې وي. زه منم چې زموږ ټولنه غريبه ده چې د فقر کچه، د مذهب په نوم جنگونه، د زده کړو او تعليم نشتوالی، د مذهبي چالاکه خلکو له خوا د دوی عقېدې په پيريانو، تعويذونو، اثر، جنتر او منتر جوړول او پکې دغه ويره خورول هاغه څه دي چې دا ټولنه يې د باباگانو د قبرونو د مالګو، خاورو او خځلو نيولو د باباگانو د قبرونو د ونو ډکې په غاړه کې تر اچولو او په زيارتونو کې د ليونيانو تړلو (ميا علی بابا، جلال اباد، ثمرخېل) او يا هم څلوېښت ورځې د ګوړڼ ٬٬عصبی ستروک٬٬ کسانو څلوېښت ورځې ( مياجی بابا، ننگرهار، شپوله) اچول، ماشوم چې یا د ADHD يا اتوايزم نښې ولري په خوله کې لاړې اچول… دا ټول په طب کې بدعت دی چې د ناروغيو د درملنې په اړه هيڅ علمي زبات پرې نشته او يوازې د ناروغ د ژوند د تباه کولو چاره ده.

 اخځايونه د APA-7 په سيستم

Hofmann, S. G., Asnaani, A., Vonk, I. J. J., Sawyer, A. T., & Fang, A. (2012). The Efficacy of Cognitive Behavioral therapy: A review of Meta-analyses. Cognitive Therapy and Research, 36(5), 427–440. https://doi.org/10.1007/s10608-012-9476-1

Masic, I. (2012). Thousand-year anniversary of the historical book: “Kitab al-Qanun fit-Tibb”- The Canon of Medicine, written by Abdullah ibn Sina. PubMed, 17(11), 993–1000. https://pubmed.ncbi.nlm.nih.gov/23833570

Mckinlay, J., & Mckinlay, S. (1977). The questionable contribution of medical measures to the decline of mortality in the United States in the twentieth century. https://www.semanticscholar.org/paper/The-questionable-contribution-of-medical-measures-Mckinlay-Mckinlay/fa7737e295648d6fc5a1b2ad31a98a2341ffeb91

Sarkar, A. N. (2025, January 8). چھوٹا سا بچہ جنات کے قبضے میں. TikTok. https://www.tiktok.com/@ishq2murshidps/video/7469102425903910190?is_from_webapp=1&sender_device=pc&web_id=7461181068708857366

Werner, D., Thuman, C., & Maxwell, J. (1970). هلته چې ډاکټر نشته. ACKU. https://drive.google.com/file/d/1YntD7ahx7KfMJ6MoWaweGFG6F1m-x2KZ/view?usp=sharing

ازادي راډيو. (2020, May 31). روغتیا وزارت: که د حکیم الکوزي ادعا ثابته شي درمل به یې نړۍ ته ولېږدوو. ازادي راډیو. https://pa.azadiradio.com/a/30644606.html

هلته چې ډاکټر نشته. (1977). Google Docs. https://drive.google.com/file/d/1YntD7ahx7KfMJ6MoWaweGFG6F1m-x2KZ/edit

Zakhilwal, N (n.d), Personal notes

https://www.tiktok.com/@peerjehangirofficial/video/7473852008039058734

ډاکټر نجيب الله زاخېلوال/سويډن

(جمع. باټې) [bāṭá] باټه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.