کابل او اقتصادي کړکېچ  د ژونده مبارزه

ګلالی هوتک

57
کابل، د افغانستان زړه، نن د سخت اقتصادي کړکېچ له امله د خلکو د زغم وروستۍ کرښې ته رسېدلی. پایتخت چې باید د ثبات، پرمختګ او هیلو مرکز وای، اوس د فقر، بې‌روزګارۍ او اقتصادي ستونزو له امله د زرګونو کورنیو لپاره د اندېښنو، لوږې او نهیلۍ ځای ګرځېدلی دی.
د کابل خلک نن د ورځني ژوند اساسي اړتیاوو ته هم لاس‌رسی نه لري. قیمتونه لوړېږي، خو د عاید منابع ورځ تر بلې کمیږي. د کار بازار نشتون، د خصوصي سکتور سقوط، او د بهرنیو مرستو محدودېدل، د خلکو اقتصادي شالید مات کړی.
یو وخت متوسطه طبقه اوس د بقاء لپاره مبارزه کوي.
د ماشومانو زده‌کړې پاتې دي، ځکه چې کورنۍ نه شي کولای د کتاب، لباس یا ترانسپورت لګښت ورکړي.  زرګونه ځوانان د کار نشتوالي له امله یا له هېواده تښتي، یا پر نشه‌يي توکو او ناوړه لارو روږدي شوي دي.
د ښځو او ماشومانو وضعیت
په داسې اقتصادي شرایطو کې، ښځې او ماشومان تر ټولو زیاته ضربه ویني. ډېری ښځې اړ دي له کوره بهر کار وکړي، حتی که دا کارونه درانه، کم‌عاید لرونکي یا له خطر سره مل وي. ماشومان، پر ځای د ښوونځي، په کوڅو کې کار کوي، خښتې ږدي، یا ګاډي شېلي کوي.
خلک نه بې‌ځایه مرسته غواړي، نه خیالي شعارونه. دوی د عزت‌مند ژوند لپاره فرصتونه غواړي، داسې سیاستونه او برنامې چې کار پیدا کړي، تولید وده ومومي، او پانګه‌وال بېرته ستانه شي.
د داخلي تولیداتو ملاتړ
د کوچنیو کاروبارونو د احیا لپاره نرم پورونه
د حرفوي زده‌کړو پروګرامونه
شفاف او منظم بشري مرستې
د اقتصادي مشارکت لپاره د ښځو ملاتړ
کابل، چې د زرګونو کلونو تمدن، علم او فرهنګ لرونکی ښار دی، باید د فقر قرباني نه شي. دا ښار زموږ د هویت یوه برخه ده. د کابل د خلکو اقتصادي حالت ته پاملرنه، یوازې د کابل د خلکو ملاتړ نه، بلکې د افغانستان د راتلونکي ژغورل دي.

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.