پیراهن چرکین
ملت افغانستان بعد از هر غسل خون و آتش همان پیراهن چرکین گذشته را به تن میکند.
پورته جمله د هیواد د لوی تاریخپوه او د (افغانستان در مسیر تاریخ) د کتاب لیکوال علامه میر غلام محمد غبار صیب تحلیل او آرزونه ده. غبار صیب دقیقه خبره کړې. دا خبره نه یواځې غبار صیب کړې بلکې، د هیواد لوستو او د تاریخ استادانو او شاګردانو په مختلفو بڼو کړې او اوس یې هم کوي. اما د معاصر تاریخ په اوږدو کې له احمد شاه بابا نه واخله تر ننه پورې زموږ د حماسو سرلاري دې خبرې ته ندي متوجه شوي. سره لدې چې افغان ملت په کراتو په وینو او اورونو کې یو په بل پسې غسلونه کړي دي. او د وخت د حماسو سرلارو دا چرکین پیراهن هم خپله اغوستی او هم یې ملت ته ور په غاړه کړی ده. غیر له دې چې دا چرکین پیراهن وپیژني اګاهانه یا غیر اګاهانه یې په ځان کړی ده. او بیا یې همدا چرکین پیراهن د زوال سبب ګرځيدلی. تر کومه چې د حال خبره ده او په وینو کې د غسل په وجه مو د سر ويښته ندي وچ شوي، نو ځکه موجوده د حماسو سرلارو یا موجوده واکمنو ته دا خبره ور په یادوو او مخکې مو هم ور په یاد کړي چې د تاریخ پاڼې له چرکین پیراهن نه ډکې دي. او زما باور ده چې اوسنیو ډېری حماسه جوړونکو د خپل ملت او د تیرو حماسه جوړونکو حماسې، تیروتنې او ښوییدنې لوستي. او څه یې په خپلو سترګو لیدلي. امیر خان متقي صیب خو بیخي لکه الحمدلله په زور او زیر په یادو کړي دي. او همدا علت ده چې زموږ د ګران هیواد د بلا غټو او وړو دښمنانو باوجود زموږ اوسني مشران نسبتاً ښه روان دي. او د ملت ستړیا تر یوې اندازې وتې خو دمه شوې نده.
دا ملت به هغه وخت سم دمه شي چې اسلامي امارت کتابي مخته لاړ شي. خپل اوږده، متوسط او لنډ پلانونه د ملت په مخکې کیږدي. له ملت سره په ګډه خپلې شنې او سرې کرښې معلومې کړي. لکه اوس چې هسکه شمله کوم دیوال ته له تکیې پرته ناست دي، استواره پاتې شي. ملت ته د قوانینو په انفاذ د تلو لارې مشخصې کړي. او د ټولنې نیم قشر( ښځو) ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د زده کړو او کار زمینه برابره کړي. موږ همدا اوس د ښځو د تعلیم نه کولو خلا احساسوو. د کنړ په زلزله کې د ښځینه نرسانو او ډاکټرانو تشه هر چا په خپلو سترګو ولیدله، او حتی د هغو ښځو غږ هم تر مطبوعاتو راووته چې ویل یې: که مړې هم شو په ځان د نارینه ډاکټر لاس وهلو او یا پیوند ته اجازه نه ورکوو.
دا اوس چې موږ تر شپږم صنف د انجونو مکتبونو کې ښځینه ښوونکې لرو دا زړېږي، تقاعد کیږي، مړې کیږي او نور. همداسې که د تاریخ پاڼې واړوو زموږ خویندو، میندو د خارجي تجاوز پر وړاندې په معرکو کې برخه اخیستې. د میوند جنګ ښځو او پیغلو ګټلی، د میوند په جنګ کې یواځې ملاله بی بی نه وه. له هغې سره په لسګونو نورې ملالې وې. کله یې چې د مجاهدینو په شاتګ ولید نو دوی تبرونو او سوټیو ته لاس کړ. دا درسته ده چې هغه ټپو چې مجاهدین یې په احساساتو راوستل هغه به ملالې بی بی ویلې وي. خو په جنګ کې زموږ ډېرو خویندو برخه اخیستې. همداسې چې په دې عظیمه او نا برابره جنګ له نارینه وو د آیوب خان نوم تاریخ ذکر کړی چې د جنګ قومندان و په همدې شان یواځې د ملالې بی بی نوم ذکر شوی چې په خپلو ټپو یې د مجاهدینو مورال لوړ کړ. که نه په دې عظیم جنګ کې خو یواځې آیوب خان او ملاله بی بی نه وه. بلکې په سوونو او زرونو ملالۍ او آیوبیان وه. اوس چې د اتوم، انټرنیټ او مطبوعاتو نړۍ ده او د لور او تبر جنګ نده، نو زموږ خویندې، میندې که تعلیم وکړي. د خپل کور له بام نه هم دښمن په نښه کولی شي.
تر کومه چې د علامه میر غلام محمد غبار صیب د (پیراهن چرکین) خبره ده، او لدې خبرې سره د هیواد عالمان، لوستي، او تاریخپوهان ټول موافق دي. نو د اسلامي امارت له دومره غټو کارنامو او حماسو سره چې دا ملت یې سرلوړی کړی، دا سرلوړي وساتو. نو له اسلامي امارت نه تمه او هیله دا کیدای شي چې دا (پیراهن چرکین) د تاریخ له پاڼو راوباسي، تحلیل او تجزیه یې کړي او د هغې په رڼآ کې بار بار په وینو او اور کې غسل کوونکي ملت ته نجات ورکړي.
د دې لپاره چې اسلامي امارت ته مو د دوی په مخکې پراته غټ غټ مکلفیتونه ور په یاد کړي وي، د هغه لیک ذکر کوم چې په لومړي امارت کې د هیواد لوی عالم ډاکټر صیب عبدالرحمن الفت اسلامي امارت او د دې خاورې کم مثاله بچي الله بښلي ملا محمد عمر مجاهد صیب ته لیکلی و. دا خط اوس له ما سره نشته خو هغه مفاهیم مې ورته یو څه په یاد دي. تقریباً په دې ۱۴ یا ۱۵ صفحه ییز لیک کې چې توصیو او مشورو نه ډک و هغه خط به کوم طالب صیب سره وي. او که نه وي نو الفت صیب اوس په سعودی عرب کې ده. فکر کیږي چې د زړښت په وجه یې د لیکلو توان له لاسه ورکړی وي. الفت صیب په هغه لیک کې په امارت د سازنده نیوکو تر څنګ په ډېر ویاړ ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د میرویس نیکه، احمد شاه بابا، خوشحال خان بابا په قطار کې درولی. په دې لیک کې د الله بښلي ملا محمد عمر مجاهد صیب د لنډ اقتدار کارنامې د هیواد په تاریخ کې مثالي بلل شوي. الفت صیب لیکي: (ملا محمد عمر مجاهد صیب د هیواد د لرې او نژدې دښمنانو ناپاکي هیلې او پلانونه له خاورو سره خاورې کړي. افغانستان ته یې نجات ورکړ. د افغانستان خلک یې وژغورل. په هغه وخت کې یې هیواد له حتمي تجزیې وساته. د هیواد د وګړو تاریخي وحدت یې تامین کړ).
ملا محمد عمر مجاهد و، مجاهد پاتې شو، تر مرګه یې وطن پرینښود. تر مرګه یې د امریکایي اشغال پر وړاندې خپل جهد او جهاد ته دوام ورکړ. د خپل ولس په شان یې فقیرانه ژوند وکړ. د اوسیدو کور یې تر مرګه دروازې پیدا نکړې. په داسې حال کې چې ۵ کاله امیرالمومنین و. کله چې پآکستاني جنرال ورته د ډیورنډ کرښې مساله یاده کړې وه، ورته یې ویلي و: میلمه یې ډوډۍ دې وخوره نور چټک له دفتره وځه.
مخکیني امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد د یو ستر انسان په حیث خپل تاریخي رسالت پوره کړی، خو اوس دا په موږ ولس او د اسلامي امارت په رهبرۍ پورې اړه لري چې دا هیواد د نړیوالو سیال کړي. او دا په دې پورې اړه لري چې افغان ولس او اسلامي امارت د هیواد د معاصر تاریخ د تیرو زمامدارانو کړنې او د زوال عوامل په مخکې کیږدي. په خپل ځان تکیه وکړي، په خپلو خلکو تکیه وکړي، په خپلو طبیعي منابعو تکیه وکړي او په ټوله کې د تاریخ نوې او زرینه پاڼه واړوي.
تر کومه چې پوهیږو زموږ لرې او نژدې بدخواهان آرام ندي ناست. او نه زموږ د هیواد لاسپوسو او پردي پالو په خپل ګریوان کې سر ښکته کړی.
وړاندیز دا ده چې اسلامي امارت له طالبانو او د هیواد د تاریخ، جغرافیې او سیاست د عالمانو یوه ګډه کمیټه جوړه کړي او دا کمیټه د خپل تاریخ او جغرافیېې پاڼه پاڼه واړوي او د علامه غبار صیب دې (پیراهن چرکین) اجزاوې په نښه او د حل لارې یې ولټوي. څو بار بار له هماغه یوې سوړې نه مو ماران ونه چیچي. تر کومه چې ما د تاریخ پاڼې کتلي، او د تیرې نیمې پیړۍ د لس پاچاهانو عروج او زوال مې په مخکې تیر شوی نو ما له خپل اند او مطالعې یو اندازه د علامه غبار صیب د (پیراهن چرکین) اجزا پیدا کړي. چې دلته یې ذکروم. او نور کار د طالب صیب او د هیواد د علماوو او پوهانو ګډې کمیټې ته چې په همدې لیک یې ما له اسلامي امارت نه غوښتنه کړې پریږدم.
هغه د پیراهن چرکین اجزا چې ما په نښه کړې په لاندې ډول دي.
ـ په لویو قدرتونو تکیه
ـ د واک پر سر جګړې
ـ فامیلي حکومتونه
ـ فردي تصامیم
ـ د واک د لیږد د میکانیزم نه موجودیت
ـ تعلیم او نوي طبیعي علوم خوار او ذلیل ګڼل
ـ د لرې او نژدې ګاونډیانو سره د توازن ساتلو خلا
ـ د ټولنې له نیم قشر(ښځینه) له تعلیم او د کور کار نه غیر له اقتصادي فعالیتونو نه لرې ساتل
ـ د واک او صلاحیت نا مشخصتوب
ـ له واکه د لرې کیدو ترس او ویره
ـ د سوال کچکول
ـ شخصي سکتور ملاتړ نه کول
ـ معارف او د معارف پرسونل ته عدم توجه
ـ د زده کړو او مسلکی توب کمی
ـ د هیواد د لوړو زده کړو په ادارو او پوهنتونونو کې د عملي زده کړو تشه، چې د فارغو محصلینو په ځان د ناباورۍ سبب شوي، څو بې د دولت له تمې شخصي کاروبار جوړ کړي
ـ په خپل کور ځان جوړولو ته عدم توجه
ـ ملت جوړیدنې ته نه پاملرنه
ـ د ملي خاینانو بار بار عفوه کول
ـ میراثي حکومتونه
ـ بیروني چپي افکار
ـ په لوړو پوستونو د قوم، تنظیم او خپلولۍ په اساس ګمارنې
ـ اهلیت او کاري تخصص ته نه پاملرنه
و ما علینا الا البلغ
۱۸/۹/۱۴۰۴
Our Pashto-Dari Website
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.