د هیواد هر اړخیزو ستونزو ته د جواب ویلو یواځینۍ لار له هیواده د پیسو د وتو مخه نیول دي. په دې برخه کې موږ د طالبانو له راتګ سره دوی ته مشخص وړاندیزونه کړي و، یا مو خبره تصمیم نیوونکو مراجعو ته نده رسېدلې او که رسېدلې چا پرې غوږ ندی ګرولی.
دم در حال د هیواد لویه ستونزه بیکاري ده. د دې علاج نه په معدن کیږي او نه په تعلیم او تخصص. لنډه لاره یې د پیسو د وتلو مخه راګرځول دي. موږ یو متل لرو چې اوبه یو ځای ډنډ شي د وتلو لاره خپله ځانته پیدا کوي. په همدې ډول که پیسې په هیواد کې پاتې شي د کار د ایجاد باعث ګرځي. د کار څوړې پیسې پیدا کوی. ابتکار او نوخت په پیسو کیږي.
د ازادۍ ۴ کاله پوره شول، خلکو باید تغیر لیدلی وای. که څه هم تغیر راغلی او په یو تعداد بنسټیزو پروژو کار روان دی خو بنسټیزې پروژې معمولا زمانګیره وي او په دې خبره د عام ولس سر نه خلاصېږي. عام ولس ته تغیر په خپل دسترخوان د یو مړۍ سوکړک پیدا کیدل دي چې اوس یې په دسترخوان کې نشته. چارواکي کولای شي چې د اندرا ګاندي د ماشومانو روغتون ته سر ورښکاره کړي، چې د خوارځواکي کچه څومره ده. د ملل متحد د ارقامو پر بنسټ د اشغال په دوران کې هم په هیواد کې د فقر کچه تر ۸۰ سلنه پورته وه، او دا خبره د وخت رییس جمهور هم تایید کړې وه. د ملل متحد د ارقامو له مخې د هیواد د وارداتو او صادراتو انډول برابر نده. لدې نه څرګنده ده چې زموږ له هیواده ډېرې پیسې وځي او کم مقدار هیواد ته راځي. دا یواځې نده چې زموږ د وارداتو او صادراتو کچه سره برابره نده، ډېری نور موارد هم دي چې زموږ له هېواده په زیاته پیمانه پیسې وځي. د بیلګې په ډول دا نیمه پېړۍ انقلاب کې په اول قدم کې د هیواد متمول او شتمن اشخاص له هیواده وتلي. په دوی کې ډېری یې نه مجاهدین وه او نه اقتصادي مهاجرین، دوی یا جایداد خرڅ کړي یا یې نغدې درلودې. اما په غټ مقدار پیسې یې له هیواده ویستلي دي. او یا یې جایداد ندی خرڅ کړی خو د کلونو په اوږدو کې یې د خپل جایداد کرایه یا حاصلات د ډالرو په شکل ور روان دي. او دا لړۍ د جمهوریت د غلو له وتلو سره لا تیزه شوه. او په باقاعده ډول له هیواده د ډالرو په شکل پیسې وځي.
که څه هم یو مقدار پیسې له بهرنیو هیوادو د هغه اقتصادي مهاجرینو لخوا خپلو کورنیو ته راځي، اما د همدې مهاجرینو بهرنیو هیوادونو ته د تللو په پروسه هم لوی مقدار پیسې له هیواده وتلي دي.
که څه هم انقلابونه او بدلونونه دا ناخوالې له ځان سره لري خو ویښ ملتونه یې چاره سنجوي. که موږ د ډېری هغه هیوادونو تاریخ مطالعه کړو چې زموږ په شان شرایط یې تر شا پریښي وبه لیدل شي چې همدې هیوادو په اول قدم کې له خپل هیواده د پیسو د وتلو مخه نیولې ده. د چینایانو وزیران ډېری کلونه خپلو دندو ته په بایسکلونو تلل او همدارنګه یې ډېری کلونه د خپل هیواد داخلي مصنوعات استعمالول. د ښځو او نرو د یو صفاکار یا پیاده نه نیولې تر رییس جمهور پورې لباس له یوې تکې نه و. دا ټول د دې لپاره چې په جمعي ډول د خپل هیواد او خلکو سره مینه ثابته کړي. په جمعي ډول د انکشاف، پیشرفت او خودکفایې په لور ګامونه واخلي. دا ټول د دې لپاره چې له هیواده د پیسو د وتلو مخه ونیسي. ډېری کلونه یې ښځو د ارایش وسایل، پوډر او لبسرین ته نه ویلي وه خو نن يې ټولې دنیا ته په تولید اخته ده. په یو نیم میلیارد نفوس کې د کار لپاره پکې د بشري نیرو د کمي احساس کوي.
تر ازادۍ وروسته یعنې ۱۰۶ کاله مخکې د جاپان کابینه یوه هفته پدې اخته وه چې د هیواد ابادي له کوم ځایه پیل کړي. او کومې چارې ته لومړیتوب ورکړي. بالاخره یې په دې توافق وکړ چې تعلیم او زده کړو نه یې شروع کړي او همدې ته لومړیتوب ورکړي. خو موږ تر ازادۍ وروسته برعکس قدم پورته کړ.
زه د یو لوستي په حیث د مسولیت له مخې د امیرالمومنین حفظه الله ویناوې اورم او یا یې لولم. چې حکومتي مسولینو ته دا خبره کوي چې د ملت او ولس خدمت وکړئ. ستونزو ته یې رسیده ګي وکړئ. له بې اتفاقۍ نه ډډه وکړئ. ملت او ولس په غیږ کې ونیسئ او په همدې ډول له ملت او ولس نه غواړي څو د اسلامي امارت نه ملاتړ وکړي. د اسلامي امارت د استحکام لپاره کار وکړي. او اسلامي امارت ته لاس ورکړي. دا ټولې ښې او معقولې خبرې دي. اما که همدا خبرې په قانون کې ځاي پر ځای شي بیا به یې د بار بار تکرارولو اړتیا نه وي. هم به دولت او هم به ملت خپل خپل مسولیتونه وپیژڼي. د دنیا لوی لوی ملکونه چې نفوس یې سوونو او میلیاردونو ته رسیږي په قوانینو اداره کیږي. د دولت استحکام، وحدت او هوساینه په قوانینو کیږي. په ډېرو کمو مواردو کې پولیس، پوځ او یا نهی عن المنکر ته اړتیا پيښيږي. له هیواده د پیسو د وتلو مخه ډب کول یواځې د دولت کار ندی. دا د ټول ملت کار دی څو وطني محصولات استعمال کړي. د غیر ضروري بهرنیو اجناسو له استفادې ډډه وکړي. د دې لپاره چې ټول ملت او دولت د هیواد د پرمختګ دې مهم اړخ ته متوجه شوی وي، په کار ده چې امربالمعروف او نهی عنالمنکر او حج اوقافو په وزارتونو کې نوي تشکیلات منځته راشي. څو د تبلیغ او د مساجدو له لارې دا چاره عملي شي. او سرغړونکي یې د یو تجار نه نیولې تر عادي کس پورې جزا وویني. په هر حال خبره رانه اوږده شوه، زما وړاندیز دا ده چې له هیواده د پیسو د وتلو د مخنیوي د اړونده وزارتونو یو کمیسیون جوړ شي څو هم له هیواده د پیسو د وتلو سوړې او کانالونه په نښه کړي او هم هیواد ته د پیسو د راتللو په اسانو او عملي لارو فکر وکړي.
۱۴۰۴/۵/۴
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.