که څه هم ډېر نه پوهیږم چې په کنړ کې د زلزله ځپلو د لاسنیوي پلان څنګه جوړ شوی؟ کوم ځای ته رسیږي؟ نژدې او لرې آینده په پام کې نیول شوې؟ او که یواځې په بیړنیو خوراکي او د سرپناه په ستونزو بسنه کیږي؟
په نړۍ کې ډېری وخت دغسې یو ناورین چې د کنړ په مزار دره او نورو سیمو کې پیښ شو، او ژوند یې له سره منقلب او په بل مخ کړ. د نوو ایجاداتو، د ژوند د نوې بڼې، له طبیعت سره د مبارزې د نوو لارو چارو د میندلو، د اقتصادي څرخ د دوامداره حرکت کولو او د سیمې د هراړخیزې مطالعې باعث ګرځيدلي. او هغه څه چې په لسګونو کلونو کې شاید نه وای رابرسیره شوي، رابرسیره شوي او په حل لارو یې فکر شوی.
په مطبوعاتو کې د کنړ د غمیزې پراخ انعکاس د دې باعث شو چې نړیواله ټولنه، تجاران، سرمایه داران او لرې او نژدې هیوادونه لاس په کار شي. او دا یو ښه فرصت ده. خبره دا ده چې دا مرستې همغږې شي، معنا دا چې هغه مرستې چې هیوادونه یی د ملل متحد له لارې کوي او هغه هیوادونه او افراد چې خپلې مرستې په مستقیم ډول او یا د اسلامې امارت، یا د سرې میاشتې او سره صلیب له طریقه کوي همغږې شي.
ویل کیږي چې د مرستو د همغږۍ کار د کنړ د علماوو شورا ته سپارل شوی. دا ښه خبره ده. خو دوی ته باید دا یاده کړو چې دا کار له الف نه تر ی مسلکي ده. او دا کار دومره دروند ده لکه د قوشتیپې کانال. لکه د قوشتیپې کانال نه چې د پراخو لاسته راوړنو انتظار لرو همداسې باید د کنړ د زلزله ځپلو سیمو د بیارغاوي او د خلکو په ژوند کې د مثبتو اقتصادي، اجتماعي او کلتوري تغیراتو شاهدان هم پاتې شو. او دا په دې پورې اړه لري چې بنیادي او هر اړخیز مخته لاړ شو. په یوه ویډیو کې مې ولیدل چې یو خبرنګار د سیمې د یوې یتیمې لس کلنې یا دولس کلنې نجلۍ نه چې د کور ټول مشران یې له لاسه ورکړي پوښتنه کوي چې په آینده کې څه هیله او آرزو لرې؟ یتیمه ورته وایې چې معلمه شم، قاري شم. دا مثبت احساسات دي او سړی امیدواره کوي.
د دې لپاره چې دا سیمه د امارت اسلامي د واکمنۍ او د کنړ د علماوو شورا د تاریخ یو زرین باب پاتې شي نو اړینه ده چې کار ته کار ووایې. او دا کارونه په ترتیب په لاندې ډول مخته لاړ شي.
ـ د سیمې د اوسني حالت سروې او تصویر ثبتول.
ـ د خلکو د اضطراب او ژور خفګان ته د خلکو د تللو د مخنیوي لارې چارې سنجول.
ـ د همدې سیمې د عایداتو او کاروبار سروې او مطالعه ( مالداري، زراعت، معدنیات، اوبه، ځنګلونه او تفریح ګاه).
ـ د سرکونو او پلو لارو پراخه سروې او جوړونه.
ـ د ټولې سیمې د ځنګلونو په پراخه کچه سروې، د حفاظت د لارو چارو سنجول، او د ځنګلونو د غځولو او پراخولو لارې لټول.
ـ د سیمې خلکو ته د ځنګلونو پراخه ارزښت په ګوته کول. لکه د ځنګل تړاو له اوبو سره، د ځنګل تړاو له باران او چینو سره، د ځنګل ارزښت د طبیعي پیښو په مخنیوي کې او د ځنګلونو ارزښت د وحشي حیواناتو په ډېرښت او حمایت کې.
ـ په سیمه کې د باغدارې او ترکارې ترویجولو په غرض مطالعه.
ـ په سیمه کې د طیارو په واسطه د هوا نه د سیمې د وښو د تخمونو شیندل او پاشل.
ـ دا چې د اکثرو غرنیو سیمو ژوند له ځنګل او مالدارۍ سره تړلی وي. په دې برخه کې د دوامداره لارښوونو او زده کړو زمینه برابرول.
ـ د اوبو تنظیم او د چک ډیمونو مطالعه او سروې.
ـ په سیمه کې د سرپناه جوړولو مناسب ځای انتخابول.
ـ د لمریزې برښنا بندوبست.
و ما علینا الا البلغ
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.