د نظر او واقعیتونو تر منځ توپیر

شاه محمود میاخیل

118
یو هیواد هغه وخت د خپل حاکمیت او ګټو نه په بشپړه توګه دفاع کولې شي چې حکومت او ملت ملي یې دواړه ملي ګټو لپاره متعهد او په یوه خوا روان وي.
که حکومت په یوه خوا روان وي او ملت یې په بله خوا، په هغه صورت کې نه ملت څه کولې شي او نه حکومت.
تجربه یې د افغانستان په تیرو پنځو لسیزو کې د حکومتونو او ملت تر منځ تضاد و چې پایله یې حکومتونو او ملت لپاره ډیره  زیانمنه تمامه شوله او اوس هم د افغانستان اساسي ګټې د طالبانو د حاکمیت په موجودیت کې د جدي ګواښ سره مخامخ دي.
د افغانستان د سیمې جغرافیه، د ګاونډیانو او یا د ګاونډیانو نه په غیر نور شرق او غرب هیوادونه چې د افغانستان د جغرافیې سره د خپلو مؤخو لپاره دلچسپي لري، همیشه کوښښ کړې چې د افغانانو د احساساتو نه د دین او غیرت په نوم سؤ استفاده وکړي او د نیابتي رقابتونو او جګړو له امله افغانان په خپلو منځو کې سره وجنګوي.
پدیتوګه د افغانستان وضعیت ورځ تر بلې بغرنج کیږي او افغانستان نشي کولې چې د بیلابیلو هیوادونو او سیمو تر منځ توازن وساتي او اسانه کار هم نه دی.
یوازنې لار، تر څه د مخه، په افغانستان کې د یو مشروع او قانونمند حکومت شتون دی چې افغانستان د انزوا حالت نه ووځي. ورپسې بیا د مشروع او قانونمند حکومت دنده ده چې  د خپلو ګټو لپاره ستراتیژیک دوستان او دښمنان وټاکي کوم چې په لنډمهال، منځ مهال او اوږدمهال کې د افغانستان د ګټو لپاره مهم وي. همدا کار تیرو حکومتونو ونشو کړې چې د سقوط سره مخامخ شول.
په اوسنې پراګنده حالت کې نه طالبان چې مشر یې پټ وي او نه د طالبانو مخالفین څه  مشر یې معلوم نه وي، څه کولې شي په غیر د دې چې د احساساتو په اساس ښکته پورته منډې ووهي.
د یو هیواد حکومت او ملتونه هیڅکله د خپلو ګټو نه په احساساتي حرکتونو دفاع نشي کولې  بلکې د عقل او فکر په اساس اوږد مهاله ستراتیژي غواړي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.