د ژوند په اوږدو کې مې دا خبره ډیره اوریدله چې سر پرې کړی درسره ولاړ یم. خو عملاً مې ډاکټر صیب فاروق اعظم لیده چې سر پرې کړی له امارت اسلامي سره ولاړ وه.
ما د ډاکټر صیب سره په شپو شپو د وطن په حال او آینده، د وطن په ازادۍ او د ګران وطن په تاریخ او آبادۍ خبرې کړي.
د طالبانو له راتګ سره یو شپه له ډوډۍ وروسته چایو ته ناست و. د وطن د آبادۍ خبرې مو کولې، ډاکټر صیب اعظم راته وویل چې ډېر خوشحاله یم، ما ورته وویل د څه په مناسبت. ډاکټر صیب وویل اوس وطن آبادیږي، ما ورته وویل څنګه آبادیږي؟ ډاکټر صیب وویل ځکه آبادیږي چې صاحب یې پیدا شو.
ډاکټر صیب د طالبانو له راتګ ډېر وړاندې هم د طالبانو ملاتړی وه. ډاکټر صیب یو شپه راته قصه کوله چې یوه ورځ یو لوړپوړي امریکایی چارواکی رانه وپوښتل چې دا طالبان ولې نه ماتیږي؟ ډاکټر صیب وویل چې ما ورته په ځواب کې وویل چې طالبان د دې خاورې صاحبان دي. که دوی مړه هم شي، اولادونه یې د پلرونو په میراث سر ورکوي، نو پدې خاطر د دوی ماته ممکنه نه ده. ډاکټر صیب وویل چې امریکايي زما خبرو ته د تایید سر خوځاوه. بیا چې امریکایان له افغانستان نه ووتل، کوم ژورنالست له کوم بل امریکایی څخه پوښتنه کړې چې له افغانستانه ولې ووتئ، نو امریکایی ورته ویلې وه چې صاحب یې پیدا شو.
زه د ډاکټر صیب اعظم د یو نژدې ملګري او شاګرد په حیث د امارت مشرتابه ته وایم، په کومو خبرو او غوښتنو چې ډاکټر صیب نیول شوی، هغه د دې خاورې د اکثریت مالکانو او صاحبانو غوښتنې دي. لکه چې ډاکټر صیب د دې خاورې په غرونو کې طالبان د دې خاورې صاحبان بلل همداسې یې ځان هم د دې خاورې صاحب باله. نو د یو شریک کور یا شریکې خاورې شریکوان هغه هم له امارت سره ولاړ، سر پرې کړی شریکوان خو د دې حق لري چې د دې شریک کور په ګټه او تاوان ووایې چې دغه کار د وطن په ګټه دی او دغه یې په تاوان دی.
یو ورځ د سهار په چای کې ډاکټر صیب راته وویل چې د طالب په وجود کې وطن جوړیږي، ته مه وارخطا کیږه، ارمان به دې پوره سي. زما عمر تر اتیاوو اوړیدلی بل هیڅ ارمان نلرم، د روس او امریکا په وړاندې مجاهد پاتې شوی یم، رهبر پاتې شوی یم، وزیر پاتې شوی یم. اوس مې یواځينۍ هیله دا ده چې امیرالمومنین حفظه الله له نژدې وګورم او د خپل د جهادي ژوند او د وطن د آبادۍ لپاره د مختلفو هیوادو تجربې ورسره شریکې کړم. او په دې یې هم کلک باور وه چې امیرالمومنین به یې ځانته وغواړي او مجلس به ورسره وکړي. خو داسې ونشول. اوس هم سر وخت ده، په ګډ کور کې کشه ګړبه پیدا کیږي، تر کومه چې د امیرالمومنین حفظه الله له ویناوو پوهیږو په دې ملت ډیر دردیږي او دا ملت په ډاکټر صیب فاروق اعظم درديږي. د دې ولس او ملت مشوره او غوښتنه له امیرالمومنین نه دا ده چې ډاکټر صیب اعظم خپل څنګ ته وغواړي. ځکه چې ډاکټر صیب خو یواځې د اوبو ډاکټر نده چې په آب و برق وزارت کې مشاور پاتې شي، ډاکټر صیب د اوبو له ډاکټرۍ ورهاخوا د سیاست ډاکټر ده، د تاریخ ډاکټر ده، د آبادي ډاکټر ده. په دین وطن او ازادۍ مین ډاکټر ده، جهادي ډاکټر ده. نو ښه خبره دا ده چې د امیرالمومنین حفظه الله په خوا کې وي او هغه مشورې چې د مطبوعاتو له لارې د امارت مشرتابه ته رسوي مخامخ به یې ورسره شریکې کړي.
په لنډه کې د همداسې ورځې په هیله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.