د امریکا د جمهور رئیس د نوو څرګندونو په هکله نظر

شاه محمود میاخیل

76
د افغانستان مشکل ورځ تر بلې بغرنج کیږي ځکه په افغانانو باندې احساسات غلبه لري او د مسایلو حل په احساساتو نه بلکې په تدبیر او فکر حل کیدلې شي.
په کورني بعد کې دا مهمه ده چې افغانان څنګه د یو قانون په چوکاټ کې سره ژوند، کار او سیاست وکړې چې د نفې او انحصار د قدرت سیاست نه وي. کاذب روایتونه، کاذب غرور او کاذبه تګلاره پخپله که هغه واکمنه ډله د طالبانو ده او که نور کرایه شوې کسان چې د بهرنیانو مداخلو ته زمینه مساعدوي، د افغانانو په ګټه نه ده.
د تیرو څلور کلونو راپدیخوا مو په کراتو یادونه کړې چې طالبانو واکمنه ډله چې نه د اسلام او نه د دنیا د رواج سره د حکومتولې لپاره مناسبه تګلاره لري، یوازې خپل ولس ځپي او زبېښي او د خیالي او کاذب غرور شعارونه ورکوي، نشي کولې چې دوام وکړي او یا د سیمې او نړۍ د هیوادونو سره د ښو روابطو تعادل وساتلې شي.
اوسنې وضعیت چې د هیواد حاکمه ډله نه ملي او نه نړیوال مشروعیت لري، پخپله راروانو سیمه ایزو او نړیوالو رقابتونو او سیالیو ته زمینه برابروي او افغانان به د دغه رقابتونو قرباني وي.
له بده مرغه نیابتي ډلو ته که هغه د طالبانو حاکمه ډله ده چې د سیمې ځینو هیوادونو او افراطي ډلو سره اړیکې لري، او یا هم نور یو شمیر افغاني مخالف جنګي ګروپونه او په نامه سیاستوال چې په جنګ عقیده لري او د پردو مداخلو او رقابتونو ته خوشالیږي، د یو او بل دروازې د جنګ لپاره ټکوي، د تیرو تاریخي تیروتنو نه عبرت نه دی اخستې.
زمونږ په اند، که وضعیت همداسې دوام وکړي، په ارادي او غیر ارادي توګه  سیمه ایز او نړیوال رقابتونو د سیمې او نړۍ د نورو هیوادونو لکه چین، روسیه، امریکا، هند، ایران، سعودي، ترکې او حتی نورو وړو هیوادونو، په افغانستان کې زیاتیږي.
د افغانستان د لارې حل، د سیمې او نړۍ او هم د افغانانو په خپلو منځو کې په رقابتونو او نیابتي جګړو کې نه دی بلکې د افغانانو، سیمې او نړۍ تر منځ د رقابتونو په عوض، په همکارې کې دی.
البته د ډیرو لپاره دا وړاندیز ایډیل نه ښکاري خو متبادل یې رقابتونه او جنګونه دي. ټولې خواوې باید د خپلو کاذبو تګلارو، شعارونو او څرګندونو په عوض د تدبیر په چوکاټ کې د یو معقولې لارې د حل لپاره زمینه مساعده کړي.
م زر ما ټوله زما نه کیږي چې د پیاده نه نیولې تر سر پورې یوازې ملا حاکم وي، مشر یې څوک ونه ویني او حتی په مهمو مسایلو کې لکه د کونړ یا هرات د وروستیو زلزلو غوندې پېښو کې پټ مخې ملا صیب سیمې ته لاړ نشي، خلکو ته تسلیت ورنه کړي او یا نورو مسایلو کې د ولس نه یې ځان ستر کړې وي.
داسې هم نشي کیدلې چې څلور کاله وشول چې یو پټ مخې مشر، چې نه یې د قانون په چوکاټ کې مسوولیت او موده معلومه وي، هره ورځ د هیواد اقتصادي، سیاسي، او ټولنیزو تهدابونو د  ورانولو لپاره فرمانونه صادروي او هره ورځ د خلکو ځپلو او توهینولو لپاره د خلکو په ډیرو شخصي مسایلو کې چې نه دین اجازه ورکوي، نه انساني او افغاني ارزښتونه اجازه ورکوي، مداخله کوي.
داسې وړې هیڅکله نه شړۍ کیږي او پخپله د بهرنیانو اشغال، مداخلو او نیابتي رقابتونو ته زمینه مساعدوي. تیر ځل هم افغانستان ته د امریکا او ناتو تګ مهم علت، د طالبانو د تیرې دورې ناکامو پالیسیو له امله و او اوس هم د دوی ناکامه ملي او نړیواله پالیسې د نورو مداخلو او نیابتي جګړو ته زمینه مساعدوي.
هیڅ افغان او سیاسي حرکت چې د اقغانستان د ملي ګټو پلوې او په خپلو خلکو یې زړه سوځي، هغوي هیڅکله د پردو لاسوهنو او رقابتي او نیابتي جګړو ته نه خوشالیږي او نه ورته چکچکې وهي.
البته د سیمې او نړۍ د هیوادونو سره دوه اړخیزه روابط د یو مشروع او قانونمند حکومت او نظام حق دی چې د خپلو ګټو په رڼا کې ولري یا خپل ستراتیژیک دوستان او دښمنان وټاکي.
که مشروع او قانونمند حکومت او نظام په یو ملک کې نه وي، په هغه صورت کې د طالبانو د حاکمې واکمنې ډلې او هم د نورو ډلو او افرادو روابط او پټې معاملې استخباراتي معاملې دي چې د افغانانو په ګټه به نه وي او راروانو نیابتي جګړو او رقابتونو ته به زمینه مساعدوي.
زمونږ غوښتنه د ټولو افغانانو، سیمه ایزو او نړیوالو هیوادونه نه دا ده چې په افغانستان کې د نیابتي مداخلو او رقابتونو په عوض، د یو مشروع او قانونمند حکومت د جوړیدو لپاره زمینه مساعده کړي چې ولس رول ولري. په هغه صورت کې افغانستان به نه افغانانو ته، نه د سیمې هیوادونو ته او نه به هم نړیوالو نورو سیمو ته خطر وي. که نه د افغانستان موجوده حالت په دوام کې ټول تاوان کوي. نه امریکا ته د بګرام نیول څه ګټه لري او نه مخالفین کولې شي چې د سیمې او نړۍ تر منځ سیاسي تعادل وساتلې شي.
شاه محمود میاخیل
د ننګرهار پخوانۍ والي او د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د سیاسي چارو مسوول

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.