منابع په هرات ښار کې د انټرنېټ د بشپړ پرېکون خبر ورکوي

52

منابع په هرات ښار کې د انټرنېټ د بشپړ پرېکون خبر ورکوي.

د سرچینو په وینا، له تېرې شپې (دوشنبه، د وږي ۳۱) راهیسې د افغان ټېلېکام دولتي شرکت د ټېلېفون دایمي کرښو انټرنېټ (DSL) او د خصوصي شرکتونو د نقطه په نقطه (P2P) انټرنېټ هم پرې شوی دی.

یوه سرچینه وایي، دا مهال په هېڅ کور، دولتي ادارو، بانکونو، سوداګریزو ځایونو، روغتونونو او تعلیمي مرکزونو کې انټرنېټ شتون نه لري او خلک له ستونزو سره مخ دي.

سرچینې زیاتوي چې اوس یوازې د ګرځنده ټېلېفون د سیمکارت له لارې انټرنېټ کار کوي، خو دا انټرنېټ هم په ځینو سیمو کې فعالیت نه کوي.

یو تن د هرات اوسېدونکی وايي، د سیمکارت انټرنېټ سرعت هم ټیټ شوی دی.

طالبانو تېره اونۍ په هرات او ځینو نورو ولایتونو کې د فایبر نوري انټرنېټ پرې کړی و. د طالبانو چارواکي وایي، د دې ډلې مشر د فایبر نوري انټرنېټ د پرې کېدو امر ورکړی او موخه یې د منکراتو مخنیوی ښودل شوی دی. خو له دې سره د هېواد په کچه د انټرنېټ د بشپړ پرې کېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.