د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ؛ د ملت حق که د سیاست وسیله؟

لیکنه:- نیک محمد نیکمل ــ کابل

142

کله چې امریکا له افغانستانه ووتله، د دې خاورې شاوخوا اوه میلیارده ډالره یې د خپلو بانکونو په خزانه کې کنګل کړل. دا هغه شتمنۍ وې چې د افغان ولس د کار او زحمت پایله وه، د یوې پېړۍ اوږده اقتصادي هڅه وه، او د هېواد د ملي عزت برخه بلل کېده. خو امریکا دا پانګه د فشار د یوې وسیلې په توګه ونیوله او نن یې نه د قانون له مخې سپاري او نه د انصاف له مخې بېرته راګرځوي.

په ښکاره یې دلیل دا دی چې ګواکې نوی حکومت نړیوال مشروعیت نه لري، خو په حقیقت کې موخه یې د سیاسي فشار راوستل دي. امریکا غواړي اسلامي امارت د خپلو شرطونو تابع کړي، د خپلو ارزښتونو د منلو ته اړ باسي او د خپل اقتصاد د کنټرول وسیله وساتي. د همدې لپاره دا شتمنۍ لکه یوه تړل شوې کړۍ د ولس پر ستوني ځوړندې دي.

افغان ولس ته دا کار ښکاره ظلم ښکاري. ځکه دا پیسې د کوم بل هېواد مرستې نه وې، نه د نړیوال بانک پور و، بلکې د افغانستان د خلکو د زحمت، سوداګرۍ او تولید اصلي نتیجه ده. له نړیوالو قوانینو هم داسې کوم اصل نه جوړېږي چې د یوه ملت ملي شتمني دې د بل دولت د سیاست وسیله وګرځي.

په حقیقت کې امریکا د دې پیسو په وسیله درې موخې تعقیبوي: لومړی، د سیاسي فشار د یو ابزار په توګه کارول؛ دوهم، د افغان اقتصاد د تلپاتې کمزورۍ تضمینول؛ او درېیم، د سیمه‌ییزو سیالیو پر وړاندې د خنډ جوړول. ځکه که افغانستان د چین له اقتصادي نوښتونو او د روسیې له انرژۍ بازارونو سره په ازاد ډول اړیکې جوړې کړي، د امریکا نفوذ به له منځه ولاړ شي.

د افغانستان ګټه په دې کې ده چې خپل اقتصاد پر ځان بسیا کړي، د افغانیې ثبات د داخلي سرچینو په وسیله خوندي کړي، او له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د اقتصادي تړونونو له لارې د ډالرو بدیل لارې پیدا کړي. که دا کار وشي، د کنګل شویو شتمنیو موضوع به یوازې د فشار یوه ناکامه هڅه پاتې شي، نه د تقدیر فیصله.

دا اوه میلیارده ډالر د یوه ولس حق دی، نه د یوه ځواک د سیاست وسیله. امریکا یې د سیوري په څېر ساتي، خو حقیقت دا دی چې د ملتونو عزت د بانکونو په کاغذونو کې نه، بلکې د خپلواکۍ او ملي غیرت په اراده کې ژوندی پاتې کېږي.
درنښت …. یارب 🤲🏻

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.