اکسون مجله، ایا پوهېدئ!!؟
(د کتاب او مطالعې په اړه د نړیوالو جالبو معلوماتو ټولګه)
دا برخه د کتاب او مطالعې اړوند د جالبو معلوماتو ټولګه ده او داسې مطالب په کې وړاندې کېږي چې نړیواله بڼه لري.
۱ـ ایا پوهېدئ په نړۍ کې لوی کتابتونونه کوم دي؟
۱ـ برټانوي کتابتون: ۱۷۵۳ ز کال یې بنسټ اېښودل شوی دی. دغه کتابتون د برټانيا په مرکزي لندن او ليډز ښارونو کې موقعيت لري او رغنيزې چارې يې په ۱۴۱ ميليونه يورو باندې بشپړې شوي دي. په برټانوي کتابتون کې له ۱۵۰ ميليونو څخه بيا تر ۲۰۰ ميليونو پورې کتابونه، مجلې، ورځپاڼي، غږیز توکي، ډېټابیسونه، نقشې، ټاپې، چاپي اثار، انځورونه او لاسوندونه موجود دي .ياد کتابتون د لوستونکو لپاره نږدې ۱۴ميليونه کتابونه لري، چې په کلنۍ ډول تر ۷۵ ميليونو زيات کسان ترې ليدنه کوي او دغه راز ۱۹۷۷ تنه کارکوونکي لري.
۲ـ کانګرس کتابتون؛ چې د امريکا په پلازمېنه واشنګټن کې موقعيت لري. په ۱۸۰۰ ز کال کې يې بنسټ ايښودل شوی او په ۶۴۲ ميليونه امريکايي ډالره رغېدلی دی، چې تر ۱۶۴ ميليونو پورې کتابونه، مجلې، ورځپاڼي، غږیز توکي، ډېټابیسونه، نقشې، ټاپې، چاپي اثار، انځورونه او لاسوندونه په کې موجود دي. دغه کتابتون د لوستونکو لپاره تر ۳۸ ميليونو زيات کتابونه او چاپي اثار لري، چې په کلني ډول تر اته ميليونو زيات کسان ترې ليدنه کوي او ۳۱۴۹ تنه کارکوونکي لري.
۳ـ نيويارک عامه کتابتون: په ۱۸۹۵ ز کال د امريکا په نيويارک ښار کې جوړ شوی دی، چې شاوخوا درې زره تنه کارکوونکي لري. دغه عامه کتابتون د نيويارک ښار په بېلابېلو برخو کې نږدې سل څانګې لري او په ۲۵۰ ميليونه امريکايي ډالره رغېدلی دی. په دغه کتابتون کې تر ۵۵ ميليونو پورې کتابونه، مجلې، ورځپاڼي او چاپي اثار موجود دي، چې په کلني ډول يې د ليدونکو او سېلانيانو شمېر اتلس ميليونه تنو ته رسېږي.
۲ـ ایا پوهېدئ د نړۍ شهکار اثار کوم دي؟
د نړۍ هغه ادبي اثار چې تر ټولو غوره او شهکار په توګه پېژندل شوي دا دي: (جګړه او سوله) د لیف نیکولایوویچ تولستوی اثر، (بینوایان) د ویکتور هوګو اثر، (دون کیشوت) د میګویل دو سروانتس اثر، (ځنګل) د رودیارد کیپلینګ اثر، (مرد خورشید) د البرت کامو اثر، (د خزانې ټاپو(جزیره ګنج)) د رابرت لوئیس استیونسون اثر، ( کوچنی شهزاده) د انټوین ډي سینټ ایکسيری اثر، (هري پارتر) د جي. کې. رولینګ اثر، (غرور او تعصب) د جین استین اثر، (پیغمبر) د جبران خلیل جبران اثر، (قمار باز) او(بیچاره ګان) د فیودر داستایوسفکي اثر. دا یوازې د نړۍ د شهکار اثار څو بېلګې دي چې هر یو یې په ادبیاتو کې خپل ژور اغېز لري.
۳ـ ایا پوهېدئ کوم هېوادونه په کال کې ډېر کتابونه چاپوي؟
د کتابونو د چاپ په برخې کې چین هغه هېواد دی چې د کتابونو کلنی چاپ یې تر نورو هېوادونو ډېر دی. هر کال په چین کې ۴۷۰ زره عنوان کتابونه چاپېږي. دا احصایه په داسې حال کې اعلان شوې، چې چین کې په رسمي توګه څه باندې ۵۷۰ دولتي مطبعې شته. امریکا له چین وروسته دویم هېواد دی چې د کتابونو د چاپ کلنۍ شمېر یې ډېر دی. په امریکا کې د چاپ شويو کتابونو کلنۍ شمېر له ۳۳۸ زره عنوانونو ډېر دی. چې د الکترونیکي کتابونو خپرول ډېر عام دي او بې شمېره مینه وال لري. د یونیسکو د شمېرو له مخې، انګلستان په نړۍ کې د کتابونو درېیم لوی صادرونکی او واردونکی هېواد دی، چې هر کال شاوخوا ۱۷۳۰۰۰ کتابونه په انګلستان کې خپرېږي. دې احصایې انګلستان په نړۍ کې درېیم لوی کتاب تولیدونکی هېواد ګرځولی دی. د دغه راپور په دوام فرانسه په نړۍ کې د کتابونو د تولید څلورم هېواد بلل شوی دی. په دې هېواد کې هر کال شاوخوا ۱۰۷۰۰۰ کتابونه خپرېږي. جرمني او برازیل د کتابونو د کلني تولید په لېست کې پنځم او شپږم ځای لري.
۴ـ ایا پوهېدئ د نړۍ ډېر مطالعه کوونکي شمېر کومو هېوادونو کې دي؟
هند په نړۍ کې د کتاب لوستونکو هېوادونو په لېست کې لومړی ځای لري او اتباع یې په اوسط ډول په اوونۍ کې ۱۰ساعته او ۴۲ دقیقې مطالعه کوي. د لومړي مقام ترلاسه کول د هغه هېواد لپاره لویه لاسته راوړنه ده چې د سواد کچه یې د نړۍ په پرتله اویا سلنه ټیټه ده. په ۱۹۴۷ کې د هند له خپلواکۍ راهیسې، دا کچه شپږ چنده زیاته شوې، چې د خلکو لېوالتیا له مطالعې سره ښیي. تایلنډ په نړۍ کې دویم هېواد دی، چې د ډېرې مطالعې ساعتونه لري. دوی په اوسط ډول په هره اوونۍکې نهه ساعته او ۲۴ دقیقې مطالعه کوي. نورو څېړنو ښودلې چې نږدې اته اتیا سلنه خلک چاپ شوي کتابونه لولي او د ورځې شاوخوا اته ویشت دقیقې مطالعې کوي. چین درېيم هېواد دی چې خلک په کې ډېر وخت مطالعه کوي. په یوه نوي راپور کې ښودل شوي چې د دغه هېواد خلک په اوونۍ کې اته ساعته مطالعه کوي. د چین د سواد کچه ۹۶.۴ سلنه ده، چې د نړۍ له اوسط ۸۶.۳ سلنې څخه لوړه ده. د يادوونې وړ ده چې چينايان په ورځ کې يوازې يوولس دقيقې د ورځپاڼو او مجلو په لوستلو لګوي. هغه نور هېوادونه چې د مطالعې لوړه سلنه لري: فیلیپین، مصر، چک جمهوریت، سویډن، فرانسه، هنګري، سعودي عربستان، هانګ کانګ، پولنډ، وینزویلا، سویلي افریقا، استرالیا، او داسې نور دي.
۵ـ ایا پوهېدئ په نړۍ کې پنډ لیکل شوی کتاب کوم دی؟
د اګا کریسټي له خوا لیکل شوی (داستان های خانم مارپل) (د مېرمن مارپل کیسې) بشپړه ټولګه چې ۳۲ سانتي متره قطر او اته کیلو ګرامه وزن لري، د نړۍ تر ټولو پنډ لیکل شوی کتاب په توګه پېژندل شوی دی. د کریستي یاد کتاب ۴۰۳۲ مخونه لري او دغه جاسوسي کیسه کې د جرم او قتل ۳۲ قضیې راغلي دي.
۶ـ ایا پوهېدئ د نړۍ تر ټولو اوږد رومان کوم دی؟
د تللي وخت په لټه (در جستجوی زمان از دست رفته) د مارسیل پروست عالي اثر دی، دا کتاب تر ټولو اوږد رومان په توګه د ګینیس ورلډ ریکارډ کې شامل دی. یو میلیون او درې سوه زره کلمې لري، په دیارلس ټوکونو کې چاپ شوی. فارسي نسخه یې په اوو ټوکونو کې ژباړل شوې ده. دا کتاب د ۱۹۱۳ او ۱۹۲۷ ز کلونو تر منځ خپور شو او په شلمه پېړۍ کې یې ډېری راتلونکو کارونو ته الهام ورکړ. ډېری مشهور پوهان “د تللي وخت په لټه ” د عصري ناول لیکنې یو تر ټولو ښه کتابونو څخه ګڼي.
۷ـ ایا پوهېدئ د نړۍ تر ټولو لنډه کیسه کومه ده؟
(برای فروش: کفش نوزاد، پوشیده نشده) (for sale: baby shoes, never won)
د ارنست همینګوي دا کیسه د نړۍ تر ټولو لنډه کیسه ګڼل کېږي. دا کیسه د همینګوي شرط ته منسوبه ده. هغه پر مېز لس ډالره کېښود او شرط یې وواهه چې په شپږو کلمو کې به لنډه کیسه لیکي، پورتنۍ کیسه یې په دستمال ولیکله او شرط یې وګټل.
۸: ایا پوهېدئ د نړۍ تر ټولو کوچنی کتاب کوم دی؟
یو کاناډایي مخترع کوچنی کتاب جوړ کړ، چې لوستلو لپاره یې الکترونیکي مایکروسکوپ ته اړتیا ده. د ایران د محصلینو خبري اژانس (ISNA) د ټکنالوژۍ خدماتو له مخې “تد کوچولو از شهر شلغم” کتاب د نړۍ تر ټولو کوچنی کتاب بلل شوی او دا کیسه په دېرشو مخونو کې ځای پر ځای شوې ده. دغه کتاب له خالص سیلیکون کرسټال څخه جوړ شوی او د جوړولو لګښت یې پنځلس زره ډالره دی. د کتاب دقیق ابعاد ۱۰۰ 70 x مایکرو میټره دی او پاڼې یې په یوه ټابلیټ کې چاپ شوي؛ نو ټوله کیسه د دېرش ټابلیټونو سیټ په توګه وړاندې کېږي. دغه دېرش مخیزه کیسه د کاناډا د سایمن فریز پوهنتون دوه زدهکړیالان (مالکوم ډګلاس چاپلین) او د هغه ورور(رابرت) چاپ کړی و. وروسته له دې چې دغه کتاب د ګینس بک اف ورلډ ریکاردونو ته ننوت، رابرت د دې کیسې د یوې لویې نسخې د جوړولو لپاره کار پیل کړ.
۹ـ ایا پوهېدئ په نړۍ کې تر ټولو ډېر پلورل شوي کتابونه کوم دي؟
دن کیشوت د میګل ډي سروانتس عالي اثر دی، چې ۵۰۰ میلیونه نسخې یې پلورل شوي دي. دا اثر په ۱۶۱۲ ز کال چاپ شوی دی او د نړۍ تر ټولو ډېر پلورل شوي کتابونو په کتار کې لومړی ځای لري. د شینوا زیدیان قاموس دغه چیني قاموس په ۱۹۳۵ ز کال خپور شو. یاد قاموس د ښوونځي د زده کوونکو لپاره معیاري قاموس په توګه پېژندل کېږي او تر دې دمه ۴۰۰ میلیونه نسخې یې پلورل شوي دي. د دوو ښارونو کیسه (داستان دو شهر) د چارلز دیکنز اثر لومړی ځل په ۱۸۵۹ ز کال خپور شو او ۲۰۰ میلیونه نسخې یې پلورل شوي دي. د حلقې څښتن (ارباب حلقه ها) د جي.ار.تولیکن اثر ۱۵۰ میلیونه نسخې یې پلورل شوي دي.
۱۰ـ ایا پوهېدئ د نړۍ ګران بیه کتاب کوم دی؟
کله چې د (اروندل قوانین) د لئوناردو داوینچي کتاب په ۱۹۹۴ ز کال د نیویارک په کریستي کې بولۍ ته کېښودل شو، د لیلام په پای کې دغه کتاب په ۳۰ میلیونه او ۸۰۰ زره ډالره بیل ګېټس ته وپلورل شو. دا کتاب د نړۍ ګران بیه کتاب دی. د ارندول قوانین د نوټونو ټولګه ده، چې په دې کتاب کې د میخانیک یا جیومیټري په هکله مقالې راغلي دي. د یاد کتاب نوم د ارل اف ارونډیل له نوم څخه اخیستل شوی او د ۱۴۸۰ تر ۱۵۱۸ ز کلونو تر منځ لیکل شوی دی.
۱۱ـ ایا پوهېدئ په نړۍ کې تر ټولو زوړ چاپ شوی کتاب کوم دی؟
(ډیمنډ سوترا) چینایي نسخه په حقیقت کې د نړۍ تر ټولو زوړ چاپ شوی کتاب لقب لري. په دې کتاب کې د بودا او د هغه د یو شاګرد تر منځ خبرې اترې دي. د دې کتاب لیکونه او انځورونه د لرګیو په پاڼو کې نقاشي شوي، رنګ شوي او بیا کاغذ ته لېږدول شوي دي.
۱۲ـ ایا پوهېدئ پښتو ته ژباړل شوي نړیوال شهکارونه کوم دي؟
پښتو ژبې ته ژباړل شوي نړیوال ادبي شهکارونه دا دي: (جنګ و صلح) د لیف نیکولایوویچ تولستوی اثر دی، چې د (جګړې او سولې) په نوم ډاکټر عبدالطیف بهاند ژباړلی دی. د روسي ژبې شهکار اثر (ارم دون) د میخایل شولوخوف اثر دی چې ډاکټر عبدالطیف بهاند ژباړلی دی. (برادران کارامازوف) د فیودور داستایوسفکي اثر دی چې د (د کارامازوف ورونو) په نوم ډاکټر عبدالطیف بهاند ژباړلی دی. (ګیتا نجلۍ) د هندي رابندراناته ټاګور اثر دی، چې عبدالروف بینوا ژباړلی دی. (پردی) د الجزایري البرت کامو اثر دی، چې حیات ژوند ژباړلی دی. (مسخه) د جرمني فرانتس کافکا اثر دی، (او بیا هېڅوک نه و) د اګاتا کریستي اثر دی چې پښتو ته جبار فراز ژباړلی دی. (د مینې څلوېښت اصول) د ایلیف شافاک اثر دی چې میر احمد یاد پښتو ته ژباړلی دی. (سل کاله یوازیتوب) د ګابریل ګارسیا مارکیز اثر دی چې پښتو ته نواب خوښ ژباړلی دی. دا کتابونه یوازې د ژباړل شوي شهکار اثار څو بېلګې دي.
۱۳ـ ایا پوهېدئ په نړۍ کې ډېر لوستل شوي کتابونه کوم دي؟
په نړۍ کې تر ټولو ډېر لوستل شوي کتابونه ممکن په بېلابېلو ټولنو کې د پلور او مطالعې له مخې توپیر ولري؛ خو په نړۍ کې خورا لوستل شوي کتابونه دا دي:
قران کریم د اسلام سپېڅلی دین کتاب دی. بابیل د عیسویانو سپېڅلی کتاب دی. د دووښارونو کیسه (قصه دو شهر) د چارلزدیکنز اثر دی او د ادبیاتو په تاریخ کې یو له خورا پلورل شوي او خورا لوستل شوي ناولونو څخه دی. د ښار کیسه (سرګذشت یک شهر) د ګابریل ګارسیا مارکیز اثر دی. یوه زره او یوه شپه (هزارویک شب) په نړۍ کې یو له خورا مشهور او ډېر لوستل شوي افسانوي کیسې په توګه پېژندل کېږي او د نړۍ په ادبیاتو کې د پام وړ ځای لري. (هري پارتر) د جي.کې.رولینګ اثر دی. دا په نړۍ کې د خورا لوستل شوي کتابونو یوازې یو څو بېلګې دي.
۱۴ـ ایا پوهېدئ د نړۍ تر ټولو کوچنی لیکوال څوک دئ؟
د ګینس ورلډ ریکاردونو له مخې امارتي کوچنۍ نجلۍ د (الضهبي راشد المهري) چې اووه کاله عمر لري؛ د (ما یو نظر درلود) کتاب لیکلو او ژباړولو سره د نړۍ تر ټولو کوچنۍ لیکوالې په توګه پېژندل شوې ده. یاد کتاب یې په عربي ژبه لیکلی او په انګلیسي ژبه ژباړلی دی.
Sheba.gaheez811@gmail.com
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.