په داسې حال کې چې افغانستان یو ځل بیا د يو لړ سیاسي او سیمهییزو تحولاتو او تحرکاتو موضوع ګرځېدلې، اسلاماباد ته د یو شمېر افغان سیاستوالو بلنه، موږ اړ باسي چې د هېواد د راتلونکي په اړه ژور فکر وکړو. تر دې وړاندې چې پر پرديو هيلو زړونه وتړو، باید د نیمې پېړۍ تجربو ته په کتوسره، یو شمېر بنسټیز حقایق ومنو؛ دا حقایق که له پامه وغورځي، تاریخ به له تېرو ماتو او دردونو سره بیا تکرار شي.
په زور کلي نه کېږي
د افغانستان تاریخي تجربې ښيي چې د زور، انحصار او استبداد پاچاهۍ نه چلېږي. هېڅ نظام، که هر څومره زورور وي یا د بهرنیانو ملاتړ ورسره وي، له ولسي مشروعیت پرته د ټينګېدو نه دی. هغه نظامونه چې د خلکو غږ نه اوري او د ملت ارادې ته ارزښت نه ورکوي، خامخا به ړنګېږي.
اور په اوبو مړ کېږي، نه په اور
زما په اند سوله ییز بدلون په افغانستان کې د سياسي ثبات یوازینۍ لاره ده. تر هغه چې موږ د سوله ییز بدلون لپاره هڅه ونه کړو، د نظامونو ړنګول او له صفره بیا پیلول، به یوه تکراري لړۍ وي. دا لړۍ نه یوازې د هېواد مادي او معنوي هستۍ خاورې کوي، بلکې د نسلونو هیلې هم په ناهيلۍ بدلوي.
پيشو د خدای لپاره موږک نه نيسي
نور مو بايد دا زده کړي وي، چې د بهرنيانو مرستې بې غرضه نه وي او حتی هغه بې ضرره مرستې يې هم داسې وي، لکه د نيمې شپې کټ. له نړۍ سره به ښې اړیکې پالو، خو حساب او تکيه به پرې نه کوو.
هوښیار له يوه سوري دوه ځله نه چيچل کېږي
په انګرېزي کې يو متل دی، چې: « که يو ځل دې تېر ايستلم نو پر تا دې شرم وي، خو که دويم ځل دې تېر ايستلم نو پر پر ما دې شرم وي». تجربو ثابته کړې، چې له ګاونډیانو څخه نه یوازې د خیر تمه نه ده پکار، بلکې له شر څخه يې هم بايد ځانونه وساتو. له ګاونډيانو سره دښمني زموږ په ګټه نه ده، خو هر ډول مرستې ته يې باید د شک په سترګه وکتل شي. وايي، چې مال خپل ساته، ګاونډی غل مه نيسه.
خپله جونګړه له پردۍ ماڼۍ نه ښه ده
افغانستان زموږ یوازینی کوردی او هېڅ افغان تر افغانستان بل ښه بدیل نه لري. دا خاوره، له ټولو ستونزو او دردونو سره، زموږ ګډ کور دی. باید یو بل ومنو، اختلافونه د خبرو له لارې حل کړو، او په ګډه د مينې او عزت یوه جونګړه ځانته جوړه کړو.
افغانستان نن تر هر وخت زیات د خپل راتلونکي په اړه جدي بيا کتنې ته اړتیا لري. دا وطن د بهرنیو مرستو او نسخو پر ځای، ملي شعور او ګډو هڅو ته اړتيا لري. دا وطن زموږ دی او له موږ پرته يې هېڅوک نه شي ابادولی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.