د مسولیت منل؛ د افغان ټولنې د بدلون بنسټ

زړګی صافی

154
د افغانانو د تل پاتې بدمرغیو، ناکامیو او وروسته پاتې والي تر ټولو ستر لامل، زموږ د خلکو هغه روحي کمزوري ده چې خپلې نیمګړتیاوې، تېروتنې او ستونزې تل پر نورو تپوي. موږ د ستونزو د حل پر ځای، ملامتول انتخاب کړی. کله دولت، کله ګاونډیان، کله تاریخ، کله نظام، کله دین، او کله نړیواله ټولنه. خو تر ټولو مهم واقعیت دا دی: تر څو چې موږ خپله ونډه و نه منو، هیڅ بدلون به رانه‌شي.
د ملامتولو فرهنګ
موږ له ماشومتوبه داسې را لوی شوي یو چې هر څه ته د «بل» ملامتولو عادت لرو. زده‌کړه مو کمزورې وي، ښوونکی ملامت دی. وطن خراب وي، دولت ملامت دی. غرب پرمختګ کوي، موږ د استعمار قرباني یو. دا ډول فکر زموږ له ذهنونو، کړنو او حتی سیاستوالو سره زموږ له خبرو کې هم ژور رېښه کړې.
دا فرهنګ موږ له مسوولیته تېښته کې اچولی، نه له بدلون سره مرسته کوي.
بدلون له ځان پیلېږي
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
“کُلُّکُم رَاعٍ وَکُلُّکُم مَسؤولٌ عَن رَعِیَّتِهِ”
ژباړه: تاسې هر یو شپونکی یاست، او له خپل مسؤلیت څخه به پوښتنه کېږئ.
همدا حدیث موږ ته دا پیغام راکوي چې بدلون باید له ځان پیلېږي. که موږ هر یو خپل مسؤلیت وپېژنو او د ځان اصلاح ته مټ ورکړو، ټولنه به هم اصلاح شي.
قرآنکریم وايي:
«إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ»
ژباړه: الله د یو قوم حالت نه بدلوي، تر څو هغوی خپل ځانونه بدل نه کړي. (سورة الرعد، آیت ۱۱)
له شعارونو څخه عمل ته
موږ تل د اصلاح، پرمختګ او بدلون خبرې کوو، خو دا خبرې باید له عمل سره مل وي. هېواد ته خدمت یوازې له شعارونو نه کېږي، بلکې د رښتینې هڅې، زغم، پوهې او کار ته اړتیا لري. موږ باید د عملي کار، زده‌کړې، زړورتیا او قربانۍ لاره خپله کړو.
دا وخت د راویښېدلو دی. نور د نورو ملامتولو وخت نه دی. هر افغان باید خپله ونډه ادا کړي. راځئ د ځان نه پیل وکړو: د تعلیم درناوی وکړو د یووالي ارزښت درک کړو.
د فساد پر ضد ودریږو- ملي ګټې تر شخصي ګټو مخکې وبولو.
یوازې همدا وخت دی چې موږ کولای شو د یوه قوي، خپلواک، او روښانه راتلونکي خاوندان شو.
یاد مو وي: بدلون نه راځي، تر څو چې موږ بدلون ونه غواړو.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.